![]() |
![]() |
|
| سیستان په هلمند کی خپلواکه جريده |
|
سرليکنه سيستان يوه بله نوې خپرونه
په هلمند کې په دې وروستيو کې ګڼې خپرونې راووتلې، لکه
بګړۍ مجله، بست اخبار او دا دى اوسنۍ جريده (سيستان) چې دا په
خپله په فرهنګي ډګر کې يو نوى پرمختګ دى چې په هلمند
کې هم د مطالعې او ليکنې مينه وال پيدا شوي او خپل فرهنګ ته
خدمت کوي. د خپرونو د زياتوالي يوه ګټه دا ده چې ګڼ لوستونکي پيدا کوي
او ډېر کسان ورته ليکنې کوي، موږ دا منو چې په دې برخه کې و
زياتو کارونو ته ضرورت دى، خو بيا هم وايي څاڅکى- څاڅکى
دريابېږي، انسانان د پرمختګ لوړو پوړيو ته په يوه شېبه کې نه دي رسېدلي. په هلمند کې که له يوې خوا جګړې روانې دي او په ګڼو
ولسواليو کې يې ستونزې شته، خو موږ وينو چې ځينې ځوانان يې
فرهنګي کارونه کوي او آن چې په دې برخه کې مالي قرباني هم
ورکوي.راشئ ځوانانو چې لاسونه سره يو کړو او په ګډه د خپل
کلتور په بيارغونه کې ونډه واخلو. د افغانانو د رښتينې پياوړتيا په هيله په هلمندولايت كښې د لوموړي ځل لپاره هغو دېرشو تنو غلو ته چي د پوليسو په ليكو كښي يې دنده تر سره كوله د بند سزا واورول سوه . د هلمند امنتي چارواكي وايې چي دغه كسان د هرات قندهار د لويې لاري ساتونكي پوليس وه چي د قندهار د پوليسو په مرسته يې ونيول او د هلمند مركزي زندان ته يې را نقل كړه . يادو سويو بنديانو ته د بند د سزا اورولو په ورځ امنتي چارواكو وويل چي پر دغو كسانو يې د بې ګنا ه كسانو د قتلولو ، غلاوو ، او نورو هغو غير انسانې كړونولكه په هلوكانود ښځو جامي اغوستل ،په ښځينه وسايلو سينګارول او بيا به پټه د نارينه وو بنډارونو كښي نڅول اسناد موندلي . او نن يې ورته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون له مخي لسو كسانو ته ددولسو،اوو تنو ته د لسو او پاته نورو ته د پنځو او يو كلونو د بندي د بند سزا وارولول سوه . خو كله چي يادو سويو غلو ته د بند سزاواوروله سوه نوهغوئ ونه منله اوويل يې چي پر سر يې عادلانه پرېكړه نه ده سوې دوئ غوښتنه وكړه چي محاكمه يې بايد يو ځل بيا له سره تر سره سي او ورته د خپل جرم سره سمه سزا وركړل سي . د هلمند ولايت عام خلك وايې چي له كله دغه غله نيول سوي دي نو د قندهار پر لاره ورته هيڅ مزاهمت چا نه دى جوړ كړى او نه هم ورڅخه د پخوا په شان پوليسو د خېرانې په نوم په زوره لس او شل افغانۍ اخيستي دي . دوئ وايې چي بايد دولت ټوله غله ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري چي بيا به نه غلا وي نه به قتل وي او نه به انسانان تښتول كيږي . د هلمند چارواكي وايې چي له دې وروسته به د ورته كسانو په پېژندنه كښي دپوره دقت څخه كار واخلي او كوم كسان چي لا دا مهال هم د پوليسو په ليكو كښي دې او له دغه يونيفورم څخه ناوړه ګټه اخلي هرو مرو د قانون منګولو ته وسپاري . ددولت دغه وروستى قدم خلكو ته د ستايني وړ دى او په ټينګار سره د لوړ پوړو چارواكو څخه غوښتنه كوي چي مركزلښكرګاه ته هم پر ځينو هغو غزېدلو لارو چي له ولسواليو سره نښتي دي داسي كسان ونيسي اوقانون منګولو ته يې وسپاري . د سيستان خبريال اړين گام ليکوال : ارکادي ارلوف دنشر تاريخ : وزگلياد . رو 2007.09.12 Возгляд . Рu (www.vz.ru) دآمريکادولت پرايران باندي ديرغل پراخه څېړنه پيل کړېده ژباړونکی : حبيب الله غمخور دفوکس تلويزيوني شبکې لخوادخپلې هغې خبري سرچينې دخبر له مخي چې دبوش په اداره کې يې لري په خپاره شوي خبر کې راغلي :تيره اونۍ پسله هغه چې المان دايران پر خلاف دهرډول بنديزدملاتړ څخه لاس واوخيست دجورج دبليوبوش اداره اړه کړل شوه ترڅو په راتلونکو اتو يا لسو مياشتوکښې پر ايران باندي دهوایی بم اوريوديرغل دامکاناتومسله جدي اوهراړخيزه وڅېړي . يادونه فوکس تلويزيوني شبکه سپيني ماڼۍ ته نږدې شبکه ده ،ژ ددې خبري سرچينې چې دبوش په اداره کې ښه موقف لري دخبر له مخې همدا اوس دامريکاپه ټولوښاروکې پر ايران باندي ديرغل دگټو اوارزښت په هکله په پراخ بحث اوڅېړنه مصروف دي . دفوکس دتلويزيوني شبکې په اند: په قوي گمان سره به دايرغل په راتلونکواتو يالسومياشتوپه درشل کې پسله هغه ترسره شي ،کل چې دجمهوري رياست مقام ته دټاکنومقدماتي پايلي څرگندي شي . خود۲۰۰۸ م کال دنومبرتر مياشتي پوري چې پايلي څرگنديږي ډير وخت لاشته . دفوکس دمعلوماتوله مخې پسله هغې چي المان دايران پر خلاف دهرډول بنديزونودملاتړ څخه لاس واخيست ،يوشمير سياسي اوپوځی جگپوړي چارواکې تلاښ کوي دآمريکادبهرنيوچارووزير کاندوليزارايس پدې قانع کړي چې دايران دهستوي پروگرام دمسلې دحل په هکله دبوش ديپلوماتيک رويش اوسياسي هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوئ دی . اوس بايددجورج بوش اداره په جدي توگه پر ايران ديرغل امکانات اماده کړی داشبکه پخپل خپاره شوی خبرکې داتائيدوي چې پر ايران باندي دير غل پلويانوله جملې څخه په امنيتي چاروکښي دآمريکادجمهوررئيس سلاکار مرستيال ښاغلی ((جیمز جفری)) اوهمدا دول دنړيوال امنيت اوډله ايزي وژنې دوسلودپراختيادمخنيوی په چاروکې د آمريکا دبهرنيوچارودوزارت مرستيال ((جان رود)) شميرل کيداي شي . دفوکس تلويزيوني شبکه خبر ورکړی چې دوي پر دې بريالي شول معلومات ترلاسه کړی چې په برلين کښي دملگروملتودامنيت شورا دپنځوغړوهيوادوپه هغه غونډه کې چې دآمريکا،روسيې ،انگلستان ،فرانسې ،چين او المان استازوگډون درلود.دالمان استازی په رسمی بڼۀ اعلان وکړچې المان نوردملگروملتودامنيت شورادهغوپرېکړوڅخه چې موخه ئې پر ايران باندي دبنديزلگول وي ملاتړ نشي کولاي . دفوکس شبکې دآمريکاپه اداره کښي هغه منبع چې نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل شي ،اودبهرنيوهيوادوپه دولتونوکې دسرچينودطلاعاتوپر بنياداوحواله پخپله سياسي تبصيره کښي څرگندوي ،کله چې دامنيت شوراپدې غونډه کې دالمان داستازي تر خبرداري اواعلان وروسته دجورج بوش په اداره کښې چارواکي پدې باوردي چې نوربه نوبنديزونه تاثير ياگټه ونلري .
ديپلوماتيک منابعودفوکس تلويزيوني شبکې ته ويلي دي چې دامينت شوراپدې غونډه کې دالمان دولتي استازودخپل
دولت دموقف دپخلی لپاره څرگنده کړه چې پر ايران باندي داډول بنديزونه دالمان پر اقتصاد ناوړه اومنفي تاثيرات اواغېزې ښندي . بهرنيوخپلواکوديپلوماتانوشبکې ته ويلې چې که امريکادايران پر هستوي مرکزونوحمله وکړی ،سره لدې چې دآمريکادايرغل به ديوه احتجاج ليک خپورکړی ،المان بهدآمريکاله دغه حرکت سره مخالفت ونکړی . مرغان اومينه! محمدالياس (داعي) هلمند داسي فكركوم چي دوې ياهم درې هفتي مخكښې مي يوه دوست راته ايميل كړى وو. په رښتياهم چي ايميل ډيردمانا اودميني څخه ډك وو. ماهم وغوښته چي داسي په زړه پوري ليكني وخپل ويبلاګ ته پورته كړم،خووخت راسره نه غوښته چي غاړه وكړي، ډيروخت مخكښې مي يوه ورځ دانټرنيټ ځيني پاڼي راخلاصي كړي وې،په يوه پاڼه كښې مي يوتصويروليدى،دهغه تصويرپه ليدومي په زړه كښې يوبيګانه درد راپيداسو،زه په دي هم باوري يم چي داتصويربه ډيروكسانوليدلۍ وي،خوماچي داتصويرونه نوي ليدلي وه نوله دي امله هغه زړګى مي چي داسي شيان يي تراوسه نه وه ليدلي هره لحظه راته دردى ،زه يوه خبره داسي په وضاحت كولاى سم چي زه يواحساساتي ځوان نه يم مګرهغه عكسونه يوي داسي كيسي ته روح اوساه وركوي چي مينه يي نوم دى، مګرددې عكسونو موخه غواړي پر هغه ميني چي هرځه يي رښتياته لاره پيداكوي . زهروپاشي،داعكسونه غواړي پرهغه ميني تورداغ ولګوي چي هغه ترمرګ وروسته هم كيداي سي دميني پرلمن داغ ونه مني دانسان اوميني خاوند (رب) نړۍ ډيره پراخه پيداكړي ده،خوهغه كسان چي مينه كوي هغوئ ډيرلږدي،يوه ورځ په داسي حال كښې چي ماښام تازه راپاريدلى وو،يوه مرغۍ چي البته د خوراك ديوي دانې دپيداكولولپاره به د رود غاړي ته رواتلې وه،هغه دشنبي ورځ وه خوماته يوه دردونكي ورځ وه هغه مرغۍ خپلي ځالي ته ،دبيرته راګرځېدوپه لاره يي ديوه داسي څه سره ټكروكړچي په يوه لحظه كښې يي هغه دازل اومرګ په لاس وركړه،هغې مرغۍ چي په هرنفس كښې يي له ژوندسره مينه درلوده،نوريي دميني څخه لاس واخستى،اودژونددنندارې په ځاى يي دګوراودلحد ديوالونوته مخه كړه. مړه مرغۍ اوس هم په يوې دانې پسي ژړيدله ،غوښته يي چي اوس هم خپلو كوچينوبچيانوته دژوند دانه وركړي خودهغې وس اوتوان ددې نه لاس اخستى وو،دامرغۍ مړه وه. دوستانوغواړم چي رالنډه يي كړم ،ددي مرغۍ دمرستي له پاره نوري هغه مرغۍ چي په هواتيريږي ددې مړې مرغۍ په اړه ډيري خواشيني كيږي اودهغي دمرستي له پاره راكښته كيږي،غواړي هغه له ځان سره پورته كړي،مګرچيري مړه مرغۍ اوچيرته دنورومرغيومرسته ،نورهغي ته ددې مرغانومرستي ګټه نه كول ،هغه يوه خواره مرغۍ وه، په ټوله ژوند كښې يي د يوې دانې په پيداكولوكي سوچ اوفكركاوه . اخريي دهغې دانې دپيداكولوپرمهال خپله شرينه ساه وركړه اودنيايي پريښوده . نوګرانو لوستونكواودرنوهوښيارانو! مخكښې له دې نه چي مرګ ستاسودكوڅې لاره پيداكړي اونورستاسوهغه مينه ناك قدمونه ددې د نيا له مخ نه پاك كړي ،نو ديوه اوبل دزړه نه مه وځى اومينه وكړئ!مرسته مه هيروئ! هره لحظه مين اوسئ! دپاکستا راتلونکې ټاکنې ، دمشرف نوماندي او د مخالفو ګوندونو د
استازو استعفاګانې ع ، ا ، ج دپاکستان د راتلونکو ټاکنو اوپه نوموړو ټاکنو کې له پوځي جامې سره سره د ولسمشر مشرف ګډون د رسنيو د پام وړ برخه تر اغيز لاندې راوستې ده . په عین حال کې د امریکا دبهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د امریکا د مهم متحد او د یو منځ لاري او ډیموکراټیک هیواد په توګه د پاکستان د پراختیا په اړه د مشرف له بیان شوو موخو سره موافق دي. د امریکا دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی جورج کیسي وویل چې دهغه چا ټاکنه چې پاکستان رهبري کوي د پاکستان په خلکو پورې اړه لري . بوټو هم وویل چې ما ځان د ترټولو بد مورد لپاره چمتو کړی دی او د اکتبر په اتلسمه پاکستان ته ځم . د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو ګواښ کړى وو چې د اکتبر په شپږمه نېټه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پرويزمشرف د نوماندۍ د منلو په بڼه کې به يې په ملي او صوبايي پارلمانونوکې استازي استعفاوې ورکړي . دغه ګواښ عملي شو او د عمومي دموکراټيک ائتلاف غورځنګ يا اې پي ډي ام اړوندو مخالفو ګوندونو استازو خپلې استعفاوې ددغه غورځنګ مشرانو ته وړاندې کړې . په عين حال کې د څلورو صوبائي پارلمانونو ١٢٥ استازو هم داستعفا لپاره خپل چمتو والى ښودلى دى . عمومي ډموکراټيک ائتلاف يا اې پي ډي ام د پاکستان دحکومت له مخالفو ٣٢ ګوندونو او ډلو څخه جوړ شوى دى چې په دې وروستيو کې يې په لندن کې د مسلم ليګ ګوند دمشر نوازشريف په شتون سره ناسته ترسره کړه . ددغه غورځنګ د استازو د استعفاګانو په منلو سره داسې ښکاري چې د پاکستان د ولسمشر په توګه د پرويزمشرف بياټاکنه له جدي ستونزې سره نه مخ کيږي ځکه چې د ملي او صوبائي اسمبليو له استازو جوړ انتخاباتي کالج له ټولو ١١٧٠ څوکيو څخه مشرف اکثريت په واک کې لري او په پخوانيو ټاکنو کې يې هم وکولاى شو چې د ٦٥٨ رايو په ترلاسه کولو سره دپاکستان دولسمشر په توګه غوره شي . مشرف په هغه صورت کې شونې ده له جدي ستونزې سره مخ شي چې د بې نظيربوټو پيپلز ګوند هم ورته اقدام ترسره کړي او ددغه ګوند استازي هم استعفا ورکړي . ددغه ګوند ځينې چارواکو له دغه ډول اقدامه خبر ورکړى خو دې ته په پام سره چې ځينې راپورونه د قدرت دويش لپاره د مشرف او ميرمن بوټو د احتمالي موافقې ښودنه کوي او پدې اړه خبرې اترې هم ترسره شوې دي نو ددې احتمال چې د پيپلز ګوند استازي به له پارلمانه استعفا ورکړي ډير کم دى . البته کېداى شي چې ميرمن بې نظير بوټو په مشرف د امتياز د ترلاسه کولو او يا د قدرت دويش لپاره په مشرف د زيات فشار د اعمال په خاطر مشرف په ورته اقدام وګواښي . په عين حال کې داسې ښکاري چې مشرف د ولسمشرۍ د ټاکنو له ترسره کېدا د مخنيوي لپاره د ملي او صوبايي پارلمانونو د ناستو له ترسره کولو د مخنيوي لپاره بله لاره هم لري او هغه له اسلامي ګوندونو او ډلو سره موافقه ده . اسلامي ګوندونه هم د پوځ د مشرۍ په ساتلو سره د پاکستان دولسمشرۍ په مقام د بيا ټاکل کېدو لپاره د مشرف له فيصلې سره په سختۍ مخالف دي . په عين حال کې په هغه صورت کې چې جنرال مشرف د پاکستان دولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په صورت کې د پوځ له مشرۍ د استعفا په اړه په خپلې ژمنې سره د اسلامي ګوندونو مشران قانع کړي نو د دوه اړخيزو ملګرتياوو امکان شته . په تېره بياداچې پدې وروستيو کې د خبرين ورځپاڼې د پاکستان د راتلونکي لومړي وزير په توګه د مولانافضل الرحمن د مطرح کېدو خبر ورکړى وو . په هر حال د عمومي ډموکراټيک ائتلاف يا اې پي ډي ام له غورځنګ سره د اړوندو مخالفو ګوندونو د استازو استعفا د پوځي پوست له ساتلو سره د ولسمشر په توګه د پرويزمشرف له ګډون سره دهيواد دستې محکمې د موافقې په فيصله د وکيلانو اعتراض به هغه له جدي ستونزو سره مخ کړي . که څه هم ټول ګوندونه او ډلې بايد د سترې محکمې رايې ته احترام وکړي . په عين حال کې د پاکستان دولمسشر د ټاکنې لپاره د راي ګيرۍ په مهال دملي او صوبايي پارلمان د رسميت پيژندلو لپاره د مخالفو ګوندونو هڅه مهم دريځ دى چې پرويزمشرف پرې سترګې نشي پټولاى . په همدې دليل کېدى شي چې هغه د مخالفو ګوندونو د نظر د جلبولو او دهغوى ترمنځ د اختلاف د رامنځته کولو په لاره کې ګام پورته کړي . له بلې خوا تاند خبري پاڼې په يوه تبصره کې ليکلي دي چې ولسمشر مشرف په پاکستان کې دننه له قضائيه قوې سره په جنجال کې دئ. که يوې خوا ته افراطي ډلې د هيواد په سرحدي اوقبایلي سیموکې ډيرې علاقې په کنټرول کې لري، بلې خوا ته بيا بيلا بيلې سياسي ډلې د مشرف د بیا ولسمشر کيدو د مخنیوي هڅې کوي. دې خبرې ته په پام کې سره چې اوس په پاکستان کې د اته کلنې پوځي واکمنۍ د ختميدو نښې ليدل کيږي، مارک شنئيډر (د آي سي جي يا د نړيوال کړکيچ د ټولنې) مرستیال مشر او امريکايي ژورنا لیسټ نظر ورکوي چې که چيرې په پاکستان کې پوځي واکمني پائ ته هم ورسيږي، د هغه هيواد په سياست کې به پوځي نفوذ پاتې شي.په افغانستان کې به بیا هم طالبان له پاکستان څخه خپل پلانونه پرمخ بیايي. د نوموړي په نظر د طالبانو اصلي هدف په افغانستان کې د اوسني سياسي نظام ختمول او هلته د يوه سخت دریځه اسلامي نظام منځ ته راوړل دي. هغه زياته کړه چې پاکستان په افغانستان کې يوه دوه مخې پاليسي لري. مارک شنئيډر پورتنۍ موضوع داسې تشريح کړې : ((په امريکا کې د ولسمشر مشرف او پاکستان په ضد ځکه انتقاد زياتيږي چې پنځه کاله پخوا مشرف د امريکا د هغه وخت له خارجه چارو وزير کولن پاول سره موافقه کړې وه چې دوی به طالبان په بشبړه توګه له مينځه وړي. خو پاکستان داسې ونه کړل نو ځکه په روان کال کې کانګریس داسې يو قانون جوړ کړ چې له مخې يې ولسمشر بوش مجبور دی چې له پاکستان سره ټولې امرېکايي مرستې له دې سره وتړي چې پاکستان د القاعده او طالبانو د فعاليتونو په خلاف اقدام وکړي. کيدئ شي چې دغه قانون پاکستان جدي ګامونو ته اړباسي. زه داسې فکر کوم چې د امريکا د بهرنیوچارومرستیال وزیرجان نيګرو پونټې هم پاکستان ته په خپل ورستني سفر کې ددغه هیواد چارواکو ته داسي پيغام ورکړی وي چې که چيرې پاکستان له امريکا څخه مرستې تر لاسه کول غواړي نو بايد هغه څه وکړي چې امريکايان يې ور څخه غواړي. )) پاى --------------------------------------------- زېرى په هرات كې دسپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنه جوړه شوه د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنه. ټولو دادب او کلتور مینه والو ته خبر ورکول کیږي چې د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنه چې مرکزيت یې د هرات په ښارکښې دی. د ۱۳۸۶ هـ کال د زمري د میاشتې په ۲۷ نيټه خپلې چارې په رسمي ډول پيل کړې دي . د افغانستان هر وګړی چې د لاندنيو موخو د پیاوړتيا لیوال وي هیله ده د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنې څخه خپلې هر اړخيزې مرستې او همکارۍ ونه سپموي . د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنه د لاندنيو موخو لپاره کار کوي . داسلام دمقدس دين، د خپل ملت ، هیواد او خپلو ملي ارزښتونو او سپيڅلتیاوو سره مینه، پالنه او خوندي کول همداراز د انساني کرامت ژغورنې اوساتنې ته کلکه پاملرنه . دملي یوالي، ملي پخلاينې او ملي پرمختګ پياوړي کول، ټولنيزه او ولسي سوکالي د هر ډول توکميزه ژبنیو ، سیميزو ، جنسي او مذهبي تربګنیو مخنیوی او دشتون په صورت کې يې د له منځه وړلو لپاره هڅې کول . د پردیو د کلتوري يرغل پر وړاندې د افغاني کلتوري مورچل ټینګول او ساتل اوا فغاني کلتور ته وده او پرمختيا ورکول . د ځوانانو تر منځ د ښو او رغنده افکارو د ادلون بدلون لپاره د زمينې برابرول . د سولې د ټینګښت په لاره کې ګړندۍ هڅې او د ملي پخلاينې د روحې تاند ساتل ... پته: بادمرغان- صافي برادران (مارکوپولو) مارکيټ- دوهم پوړ- ۱۳۱ اطا ق - هرات - افغانستان. بريښنا ليک:- موبايل شمېرې :- - ۰۷۷۷۰۱۸۳۳۵ داټول دڅه لپاره اوگټه ئې څه ده سوېډن – مالمو د۲۰۰۷دسپتمبر۳۰مه دبينوا اوټول افغان ويب پاڼوپر تندی نن بيايوخواشينونکی خبرخپورشو. په خبر کښي راغلي چې په سوات کې دبوداستره مجسمه په دويم ځل په بمونو الوځول شوې چې له لامله يې دغې تاريخي مجسمې ته دپام وړ زيان اوښتی . ددې خبرپه اورېدوسره په رښتياسره زيات خواشيني شوو. داکار څوکاله پخواپه افغانستان کښي ترسره شو،چې له افغانانو نيولې ټولی نړی ورباندي لعنت ووايه . موږپدې پوره باورلروچې پدې کارسره داځل هم دافغانانودتاريخ اوفرهنگی وياړنودښمنان په يوفير دوې نښي ولی ،يوداچي زموږولس دخپلوتاريخي وياړنوله بېلگواواثارونه محرموي اوبل داچې يوځل بيادپښتنوپه مقابل کښې دنړيوالونفرت راپاره وی . دبودا دغه مجسمه په سيمه کښې دبودايي دورې دعظمت اوتمدن لويه بېلگه ده ،ددې مجسمې تاريخې اوفرهنگی ارزښت دافغانانودتاريخي وياړنواوفرهنگي بېلگودښمنانوته پوره څرگندي دي ،ځکه غواړي دامجسمه له بېخه ورکه کړي . دسوات اوټولي سيمې درنواوسېدونکو! تاسودامه هيروی ،کله چې په افغانستان کې زموږدهيوادفرهنگي اوتاريخي وياړنو دښمنانو دباميانو مجسمې والوزولې موږټول له يوه سره څومره خفه شوو.اودي کارته موڅومره دنفرت اوکرکي په سترگه وکتل. چې تر اوسه لاهم زموږدماشوم قهره ندئ کښته شوی لوياخوپر خپل ځاي پرېږدی . تاسوولي ددې لعنتي اوکرغېړن عمل ننداره کوی؟ .هرڅوک په هرنامه چې داکارکوي پدې بايد پوه ياست چې داستاسواوستاسوپه سيمه کښي دتاريخي وياړنودښمن دي ،غواړي پدې ډول ستاسوسره خپله دښمنی ترسره کړي . ټول پدې بايد پوه وی چې داولسونودتاريخي اوپخوانيوشتمنيوسره دښمني په حقيقت کښي دهغه ولس د لرغونووياړونواوملی شتمنی يوسره ددښمنۍ بهترينه اوانکارنه کېدونکې بېلگه ده .ولسونه مکلفيت لري خپل داډول وياړني اوفرهنگی شتمنئ له خرابيو اوورانيوڅخه وساتي . په سوېډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکزمشرتابه جرگه په سوات اوټوله سيمه کښي دقومونوله مشرانوسياسي گوندونواوټو لودوستانونه هيله کوی چې دسوات دمنگورې په سيمه کښي دبودامجسمې ساتل پرخپله غاړه واخلی . دبشري تاريخ اوتمدن دښمنانوته موقع ورنکړی چې په يوه اويابل نامه دا مجسمې وراني اوخپلي کرغېړنې موخي ترسره کړي . هره مجسمه اوهر تاريخي اثر ستاسو،دسيمي اونړی فرهنگی ميراث اوترټولوستره بډایی ده . يو ولس هلته خواردی چې تاريخي رېښې ئي ځيني ورکي شي .ستااودسيمي دبشري تمدن دبهير دښمنان غواړي تاسوله دې نعمت اودستاويز نه بې برخې کړي . هوښيار اوسی دخپلو تاريخي وياړنو، لرغونواثاروڅخه داسي دفاع وکړي لکه دخپل کوراوټاټوبی نه . ترکومه ځايه چې موږمعلومات ترلاسه کړتر اوسه لادامجسمه په بشپړه توګه نه ده خرابه شوې خوزيات زيانورسېدلی دی او پدغه سيمه کښې يو شمېر نورې مجسمې اولرغونی آثارهم شته،کېداي شی هغه هم ددې لوټماروددښمنۍ قربانی شی . په دمدې دليل موږدپاکستان دحکومت ،سياسي گوندونو،قومی مشرانو،يونسکونړيوال سازمان اونورونړيوالوسازمانوڅخه چې دبشري ټولنې دتاريخي اوفرهنگی اثارواوابداتوله ساتنې سره علاقه لري غوښتنه کووچې پدغه سيمه کي دموجودواثارواوابداتودساتني لپاره جدي اقدام وکړی . په سيمه کښي ددغه ډول تاريخي اثارو(ابداتو،مجسمواونروتوکو)ساتل دپاکستان دحکومت داړونده ارگانورسمي دنده بولو. ديونسکوله نړيوال سازمان څخه غوښتنه لروترڅودپاکستان پرحکومت فشار راوړي چې دپېښې عاملين گرفتاراودخپل ناوړه اوغيرانسانی عمل په سزاورسيږي . دافغانانوعلمی اوفرهنگي مرکز مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور په هلمند کې ټلويزيوني چينل په هلمند كښي د لومړي ځل لپاره يوې دولتي ټلوېزيوني شبكې پخپلو خپرونو پيل وكړ ددغي ټلوېزيوني شبكې چارواكي وايې چي په اولو وختونو كښي به په څلرويشتو ساعتونو كښي درې ساعته ادبي ، روغتايې او نوري بېلا بيلي خپروني ولري . د نوموړي ټلوېزيوني شبكې د پرانستلو په مراسمو كښي د جمهور ريس حامد كرزي سلا كار وزير اود هلمند والي اسدلله وفا وويل چي د خپرونو د ښه كيفيت لپاره به د ټولو ادارو په مرسته ډيري جدي هلي ځلي وكړي . هغه وويل هيله مند دى چي دغه ټلوېزيون د اسلام او افغاني فرهنګ په چوكاټ كښي خپروني وكړي . ښاغلي وفا وويل چي په افغانستان كښي ځيني ټلوېزيوني شبكې د پردي كلتور لپاره كار كوي اوپر افغانانو يې تپي چي دده په خبره په يو رنګ نه او يو رنګ يې بايد مخه ونيوله سي . هېره دي نه وي چي د غه تلويوېزيون د هلمند د ملي ټلوېزيون په نوم ياديږ ي يو د اطلاعات فرهنګ په رياست پوري تړاو لري . د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ريس جانګل خان وايې چي دغه ټلوېزيون د هندوستان د هيواد په مرسته دسل زره امريكايې ډالرو په لګښت جوړ سو اوخپروني يې پېل كړې . ښاغلى جانګل خان وايې چي ټلوېزيون به يې پنځه څلوېشت كېلو متره مربع ساحه تر خپل نشراتي پوښښ لاندي راولي چي په دې حساب به مركز لښكرګاه ته په نژودو پرتو ولسواليو لكه ګرشك ، نادعلى او مارجې كښي هم په ښه صافه او شفافه توګه د ليدلو وړ وي . نوموړي په دې اندېښنه وښودله چي ورته د كار لپاره مسلكي پرسونل په واك كښې نه لري هغه د هلمند له ازادو ژورناليستانو او فرهنګپالانو څخه غوښتنه وكړه چي ددغه ټلوېزيون په پر مختګ كي ونډه واخلي . دا په داسي حال كي ده چي په هلمند كښې مطبوعات ورو ورو مخ پر وده روان دي او د تېرو وختو په پرتله يې د عامو خلكو ږغونه ډېر غبرګون موندلى . د سيستان خبريال
------------------------------------------------------- پانګه مياشتنۍ اقتصادي مجله (خپرونه)
د لومړي ځل لپاره په كندهار كې يوه په زړه پوري اقتصادي مجله سوداګرو،پانګه والو، زدكونكو، دولتي ارګانونو، موسساتو او وطنوالو ته وړاندې كېږي دا مجله به د سوېل لويديځ زون د اقتصاد نمايندګي كوي، با استعداده او وړ كسان به د دې مجلې د نشراتو او خپرونې مسوليت په غاړه لري، دا راز به ددې مياشتنۍخپرونې كيفيت ښه وي، مفيد مضامين او با كيفيته نشرات به ولري، د عامو شركتونو، سوداګرو او ځينو نورو پانګه اچونكو اعلانات، ږغ او مركې به هم له همدې لارې خپرېږي. د ظرفيت لوړول او عامه پوهاى به د دې مجلې مهم هدف وي، مجله به د سيمې د اقتصادي پياوړتيا لپاره هلې ځلې كوي او ورته مضامين به خپروي. له تاسو څخه په ډېر درنښت هيله كېږي چې لاندنيو موضوعاتو ته په پام سره خپلې ليكنې، تبصرې، څېړنې او نور مطالب راولېږئ او له خپلې خوښې سره موضوعات انتخاب او د مجلې لپاره پرې ليكنې وكړئ: لومړۍ برخه: سودا ګريز اعلانونه ټولنيز اعلانونه سوداګريز شركتونه فابريكې او توليدات ماركېټونه او دكانونه ارګانونه شخصي سوداګر دولتي اعلانونه كار موندنه موټران او نور عراده جات زراعتي توليدات پروګرامونه د معاملاتو لارښوونه (ځمكې، كورونه او نور جايدادونه) دويمه برخه: د اقتصاد د پوهې پياوړتيا اداره (منجمنټ) محاسبه (حساب) بازار موندنه (ماركيټنګ) سوداګريزې اړيكې سوداګري (كورنۍ او بهرنۍ) پانګه اچونه او په سيمه كې يې امكانات صنعت (كوچنى او لوى) لاسي هنرونه زراعت (توليدات، ټكنالوژي، مالداري او داسې نور) (Information Technology) معلوماتي ټكنالوژي (كمپيوټر، انټرنټ او ميډيا) د افغان دولت اقتصادي پلانونه د افغان دولت د ماليې نظام او پاليسي د سوداګرو او عامه خلكو سره مركې او د اقتصادي ستونزو څېړنه درېيمه برخه: د هيواد په كچه اقتصادي پيښې او خبرونه، نړيوال اقتصادي خبرونه دولتي او غير دولتي پراختيايي پلانونه بشپړشوي پروګرامونه او پروژې هيله ده زموږ سره په لاندنيو پتو اړيكې ونيسي او د مجلې لپاره خپلي ليكنې، تبصرې، څېړنې ، وړانديزونه او نور را ولېږئ: Info.panga@gmail.com په هلمند کې د تېر کال په پرتله دپوليو واقعات کم سوي
دبُست روغتون دكتلوي معافيت دعمومي سوپروايزر محمدقسيم په وينا چی هلمند تير کال يعنی ۲۰۰۶ م کښې ۶ دپوليو مثبتی واقعی لرلي چی په بيلابيلو ولسواليو کښې وې .خوسږکال يا ۲۰۰۷ کښې دپوليو يوه مثبته واقعه دکجکی په ولسوالښې پيداسويده ,نوموړي ددغې واقعی لامل دخلکو نه خبرتيا وښوده،خوزياته يي کړه چی دواکسين مسؤلين دهغه محل دمخورو او قومی مشرانو سره په تماس کښې سويدی ترڅو خلک دواکسين دگټو څخه اګاه سي چي په هره مياشت کښې يو فوق العاده کمپاين ترسره کيږی چی پوليو په ټوليزه توگه له منځه ولاړه سی.نوموړي د پوليوبله مثبته واقعه هلمند ته نژدی دکندهار دميوند په ولسوالۍ کښې په گوته کړه. ده وويل چی دهلمنددولايت څخه ۲۶ شکمنی واقعې د ډبليو ايچ او (WHO)مرکز ته استولې چی ددې جملې څخه يوه واقعه مثبته وه. ده وويل چي موږ په تېره دوره يعني داپرېل مياشتی په کمپاين کښې په نظر کښې لرل چی ۴۹۶۸۹۰ ماشومان واکسين کړو خودځينو امينتی ستونزو له کبله مو ددې جملې څخه ۴۷۶۹۳۰ ماشومان واکسين کړل چي يوښه مثال يي دموسی قلعه او بغني په ولسواليو کښې دواکسين دکمپاين پاتي کيدل وه. اوويي ويل چی دتيري هفتې دکمپاين په جريان کښې چی دمی دمياشتي په شلمه ,يووشتمه او دوه ويشتمه کېدله دامنيتي ستونزو له کبله دنادعلی اونهرالسراج په ولسواليو کښې څلور ساحې يا کلسټره دواکسين څخه پاتي سوي. نوموړي زياته كړه په تيره دو ره كښې چي په ۲۰۰۶ مېلادي كال د مى په مياشت كښې وه دلښکرگاه په ۵ کيلومټرۍ د تريخ ناورپه سيمه کښې چی دښارلويديځ ته پرته ده ددوئ دوه رضاکاران دطالبانو لخوانيول سوی وه چي بيا دسيمي دخلکو په مرسته خوشی سول. هغه زياته كړه چی خلک واکسين ته خوښ دي خو په ځينو ساحو کښې داسي خلک ډېر کم پيداکيږی چي دواکسين مخالفت کوي خو زموږ غوښتنه داده ترڅو خلک زموږ سره مرسته وکړي ترڅوپوليو دهلمند څخه ور ک کړو. که چيري يوماشوم په فلج يا پوليو اخته سي کيدای سي چي ددوو مياشتو په جريان کی د دوو سوو څخه تر زرو هغه ماشومانو ته سرايت وکړي چی واکسين سوي نه وی. موږ په کال کښې څلور اساسي دورې يا رونډونه لرو چي دوه کمپاينونه په پسرلي کی او دوه کمپايونه په مني کښې سرته رسيږي چی په هر کمپاين کښې په زرگونو رضاکاران په سلگونو سوپروايزران اوپه لس گونو مونيتران او کورديناتوران کارکوی. يوتن چي محمدعارف نوميده اوپه زمينداور کښې سوپروايزر دی ده وويل چي کومه امنيتی ستونزه نلري اودسيمه ايزو طالبانو اوخلکو په اجازه واکسين کوی . يو بل تن چی کاظم نوميده اوپه کجکي ولسوالۍکښې رضاکار دی دي وويل: که دطالبانو خوښه نه و ي دوئ کار نه سي کولای او دطالبانو څخه داجازه ليک د ترلاسته کولووروسته کار کوي . ددي څخه داسي ښكاري كه طالبان دواكسين ټيمونوته اجازه ورنه كړي نوواكسين به ونه كړاى شي. احمدنويدنظري هلمند ----------------------------------------------------------------------------------------- خانه د خولې سره دي سايه كوه كه څه هم درنو لوستونكو تاسي ته په ښه توګه څرګنده ده چي افغان حكومت دومره امكانات په لاس كښې نلري چي د خپلو ښارونو څخه پاريس ، لندن او ياهم نيويارك جوړكړي خو د يو شمير كارپوهانو په باور دا هم د شرم وړ خبره ده چي په لښكرګاه كښې سره له دې چي دومره زياتي پيسې هلمند ته د بيا رغاوني او د ښارد ښكلا او پاكيزګۍ لپاره راځي بيا هم كثافات او چټلۍ د مركزي سړكونو په منځ كي پرتې دي په لښكرګاه كښې هيڅ ډول پاكوالى نه تر سترګو كيږي د ښار اوسېدونكي تل خبريالانو ته ورته شكايتونه وړاندي كوي او ورځيني غوښتنه كوي چي ږغونه يې تر چارواكو وروسوي . خو كله چي خبريالان له چارواكو سره ياده سوې ستونزه شريكه كړي هغوئ ورباندي باور نه كوي او ياخو بالكل مركې ته نه حاضريږي . څو ورځي مخكښې د لښكرګاه ښاروال محې الدين لږ غوښتل چي د بې بې سې راډيو له خبريال ښاغلي عبدالصمد (روحاني ) سره پر دغي خبري ترګريوان ونيسي د بي بي سي خبريال ورته وويل چي خلك پر تاسي د بې كارۍ نيوكه لري او دا هم وايې چي د پټرولو ګرانښت ځكه رامنځ ته سوى چي ښاروال صاحب د پمپ سټېشنونو د څښتنانو سره په ګټه شريك دى . ښاروال ددې پر ځاى چي د هغه پوښتني ته معقول ځواب وركړي د هلمند ټولو خلكو ته سخت ښكنځل وكړل او ويې ويل چي د خبرووخت نلرم . خو خو كله چي خبريالانو ور ځيني پوښتني كولې نو بله خبره يې نه وه او ل موږ ډېر كوښښ كوو دوهم موږ يوازي يوه هېكو په ټول هلمند كښې لرو. هغه دا هم ويل چي اوس ددولت زاړه شيان خصوصي سكتور ته اړوي چي په دې كار سره به ښايې له لښكرګاه څخه ناوكۍ او يا هم امريكا جوړه كړي . خلك له ښاروال څخه غوښتنه كوي چي كه يې كار په وسه نه كېږي نودې ورته بد رداو يا هم په ادبي لحجه سپكي سپوري نه وايې . د هلمند د ګڼو خبريالانو د ليكني لنډيز په هلمند ولايت كښې سړي تښتونه
مطېع الله ((مينه پال )) لښكرګاه په هلمند ولايت كښې سړي تښتونه لښكرګا ښارته رارسيدلې ده په هلمند ولايت كښې ځايي اوسيدونكي وايي چي كه سړي تښتونه وړاندي په ولسواليواو ليري پرتوسيمو كښې وه خو اوس په سپينه ورځ د مركزلښكرګا څخه خلك تښتول كيږي .دلښكرګايو اوسيدونكي درويشت كلن نورالله دخپل كورنۍ په هكله زيات خفه دى وايې يې زه ټول ورځ په دي فكر كښې يم چي او س به خبر سي چي څوك يي تښتولى دي او اوس زه دخپل كور غړي دباندي نه پريږدم او زه هم دخپل دوكان څخه په ښه وخت راځم دهلمند دامنيت امر فقير محمد عسكر وايې ۳،۴ مياشتي كيږي چي زه او امنيه قومندان راغلي يو او په هغه وخت كښې سړي تښتونه ډيره زياته وه او موږددې كار د مخنوي لپاره په نادعلي او مارجي ولسواليو كښې د شپا ړسوپه شاوخواكښې امنيتي پوستې جوري كړې. نوموړى وايې مخكښې په هغه سيمه كښې دښمن او غلو تګ راتګ كاوه او ددغو امنيتي پوستو د جوړېدو سره سړي تښتونه زياته كمه سوي ده او د هغوئ دډلي څخه يوه اندازه نيول سوي هم دي . ښاغلى عسكر وويل : انسان تښتوكو يو هلك تښتوى چي نيمه ګړۍ وروسته د افغان پوليسو لخوا ونيول سوه او يو بل ډاكټر يي تښتوي چي لس دقيقي وروسته و نيول سوه. دېرش كلن فهيم هم په دې ورستيو كښې د سړي تښتوونكو لخوا تښتول سوي دي او بيا د لس لكه افغانيو په بدل كښې راخوشي سوي دى . نوموړى وايې د نادعلي په ولسوالي كښې يو درملتون لري او د هيچا سره كومه شخصي لانجه او شخره نه لري . دي وايي زه د لښكر ګا ښار څخه خپل كورته تلم او پلار مي راسره وو موږ د پوليسو يوې امنيتي پوستې ته يو په يو كيلو متر واټن كښې قرار درلود چي د شا لخوا يو موټر راپسي وو اويو نفر پكي ناست وو كله چي زموږ مخي ته رورسېدل څلور سول هغه دري نور پكښې پراته وه او زه يي د موټر څخه راويستلم زما پلار ورسره حملې كړې او بيا يي په ډزو ټپي كړ او زما لاسونه يي راوتړل د ځان سره يي بوتلم او پر لاره يې راته د نشې ستن و لګوله زه يي نشه كړم او هلته ما ورسره پنځه ورځي تيري كړې او ماته يې ډوډي نه راكول لمونځ او اودس ته يي نه پرېښوولم او بيايي زما څخه زما د پلار د ټيليفون نمبر واخست شل لكه افغانۍ يي ځيني و غوښتلي بياهغوئ ورته ډيري زاري ورته وكړې چي وروسته يې په دوولسو لكوجوړه سره وسوه . پنځمه شپه وه چي د كوټې څخه يې راوا يستلم او بيا يي ماته د نشي ستن ولګوله زه يې نشه كړم كله چي پر هوښ راغلم دګرشك په يوه روغتون كښې پروت وم چي له دې څخه وروسته مي پلار وموندلم او خپل كور ته راستانه سولو . فهيم پر دولت دا نېوكه كوله چي د پوليسو په ليكو كښې يې داسي كسان ګمارلي دي چي په ډيرو جنايې جرمونو كښې شكېل وي او د خلكو سره ددښمنۍ له وجهي په حكومت كښې كار كوي او په شخصي كالو كښې وسلې ګرځوي او په كوچنيو موټرونو لكه كرولا او سراچو كښې ګرځي . خو هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال په وار وار خبري رسنيو ته د انسان تښتوونكو خبرونه وركړي دي په دې هيله چي په راتلونكشې كي ياده سوې او نوري پرتې ستونځي اوراي سي او ټول افغانان په خپلو كورونو كښې ارام او هوسا ژوند پر مخ بوزي . ----------------------------------------------------------------------- عبدالودود ((هجران)) په هلمند كښي پنځه اويا زره په نشيې توكو روږدي كسان سته هلمند د افغانستان هغه ولايت بلل كيږي چي په دې وروستيوكښي د ملګرو ملتونو د يوه څيړنيز رپوټ پر بنسټ د افغانستان تر ټولو ولايتونو پكښې زيات نشيې توكي توليديږي . يو شمېر كاروپوهان په دې باور دې چي كه چيري هلمند يو هيواد واى نو ښايې د تارياكو په توليد كښې يې د نړۍ تر ټولو هيوادونو لومړيتوب خپل كړى واى . نو د بېلوژي د ايكالوژۍ د مبحث د اټكل له مخي چاپېريال په مستقيمه توګه پر نورو ژونديو موجوداتو هم پراخ اغيز شيندي يا په بل عبارت ژوندى موجود محيطي شرايطو تابع وي . نو د يو شمېر باوري سرچينو او سروې ګانو له مخي ډاكټران وايې چي دا مهال په هلمند كښې پنځه اويا زرتنه په نشيې توكو لكه چرس ، تارياك ، هيروئين او داسي نورو روږدي دي چي . په دې حساب محمدي نجات روغتون چي په دې وروستيو كښې يې خپل فعاليت د هغو كسانو لپاره پيل كړى چي په نشيې توكو روږدي وي . ددغه روغتون مشر ډاكټر رحمت الله (محمدي ) وايې چي په يادو سويو پنځه اويا زره نشيېانو كښې تر څلوېښت زره زيات هغه كسان دي چي عمر يې د پنځلسو څخه تر پنځه ويشتو كلونو پوري رسيږي . هغه وايې چي كله يوڅوك په نشيې توكو روږدى سي نو ورڅخه هيڅكله د يوه سالم انسان په توګه د كار او ټولنيز ژوند توقع نه كيږي . يو تن ناروغ بسم الله چي د موسى كلا ولسوالۍد ښارګي سيمي څخه محمدي نجات روغتون ته ددرملني په موخه راغلى وو او اوس يې
ددرملني لس ورځي تيري سوي وې او په مخ كښي يې نسبتا د روغتيا نښيي نښانې لكه تازګي سورخي او رواني ارامتيا ليدل كېدله
وويل هغه مهال يې د نشيې توكو كارولو ته مخه وكړه كله چي يې د خپلو ورڼو او نورو مزدورانو سره د خپلې كروندې څخه د كوكنارو
شره ټولوله. د مارجې د ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى نولس كلن عبېدالله چي له شپږو كلونو را په دېخوا په تارياكو روږدى دى وايې
اوله يې د سګريتو څكولو ته ځكه مخه كړه چي رواني ناروغي يې لرله او وروسته يې د تارياكو او بيا چرسو او بيا يې په وار سره د
هېروئينو څكولو ته مخه وكړه . نو ورته خبري دامهال په خبري رسنيو كښي هم ډيري تكراريږي خو سره له دي چي د مخكنيو څيړنو پر بنسټ په هلمند كښې د پنځه اويا زرو نشيانو خبروركړل سوى دى خو بياهم يوه ښه خبره داده چي له تېر يوه كال را په دېخوا په لښكرګاه كښې د ودان په نوم يو شل بستريز روغتون د ورته ناروغانو پر مخ په خپل كار پيل كړى دى او په دريومياشتو كښې د نشيې ناروغانو درمله وړيا په ډير اساس ډول سره كولاى سي . د ودان روغتون مسؤل ډاكټر عبدلولي (مفتي زاده) وايې چي دغو ناروغانو ته د سپورت تمرين ، د كسب ښودنه او حرفوي زده كړه هم وركول كيږي . خو اندېښمن په دې وو چي د ناروغانو شمېر زيات دى او له دوئ سره په روغتون كښې د ډيرو كسانو د بستري كولو ګنجايش نسته . د هلمند والي اسدالله (وفا) وايې كله چي يې داخبر واورېدچي په هلمند كښې پنځه اويا زره په نشيې توكو روږدي كسان سته نو سخت اندېښمن سواوداورته ډېرد شرم خبر وو او زياته يې كړه چي ددغو كسانو زياته برخه ځوانان دي . ښاغلي وفا وويل چي سږكال به د نورو كلونو په پرتله په هلمند كښې زيات كوكنار توليد نه سي ځكه چي دولت په پام كښې لري د نړيوالي ټولني په ملاتړ په هلمندكښې كروندګرو ته د كوكنارو د كرولو وخت ور نه كړي . نوموړى وايې چي كروندګرو ته يې د نوروګڼو كرنيزو توكواصلاح سوي تخمونه په نظر كښې نيولي دي او كېداى سي په دې برخه كي
له كروندګرو سره ځيني نوري مرستي هم وكړي ،د اوبو ډنډونه ورته جوړ كړي او كيمياوي سره وركړي، د هلمند ولايت له ګرمسېر
ولسوالۍ څخه يو تن راغلي څلرويشت كلن رحمن الله وايې چي هلته ډير كسان په زرګونه جريبه ځمكه كوكنار كري او نژدي اتيا په
سلو كښې ځوانان يې له همدې امله په نشيې توكو روږي دي هغه دا خبره هم وكړ ه چي په ګرمسېرولسوالۍ كښې تر څلويښتو زياتي
د هيروئينو فابريكې سته چي ټول پكښې له پنځلسو څخه نيولې تر څلوېشتو كلونو پوري ځوانان كار كوي او ټوله يې په استعمال كښې عادي سويدي. ديادوني وړ ده چي ډېرى ځوانان د بېكارۍ او پوهني د نسته والې له امله هم د نشيې توكو استعمال ته مخه كوي خو يو شمېركارپوهان وايې چي كه دولت په هلمند كښې د كوكنارو د كښت مخنيوى وكړي نو دا به د نشيېانو پر مخكنۍ شمېره چي اويا زره ښودل سوې وه ډېر اغېزواچوي .
---------------------------------------------------------------- راسه بيا يې سېل وكړه
په هلمند كي انګرېزانو د سپېڅلي كتاب قرانكريم سپكاوى وكړ . د هلمند د ولايتي بيا رغاوني ټيم يا پي آر ټي ډلي د خپلو ژباړونكو سره هغه مهال په كړكېچ لاس پوري كړ كله چي د ژباړونكو په وينا دوئ د روژه ماتي په حال كښې وه . يوه ژباړونكي عصمت الله سلطاني خبري رسنيو ته وويل چي انګرېزانو دوئ ته پر دې خبره ډير بد رد وويل چي ولي روژه نيسي او لومونځ كوي . هغه زياته كړه چي انګرېزانو سپېڅلى اسماني كتاب قرانكريم هم له ځمكي وويشت او ټولو مسلمانانو ته يې ښكنځل كوله . عصمت الله وويل چي له هغه وروسته ځينو ژباړونكو خپله دنده پرېښودله او خپلو كورونو ته ولاړل . د هلمند د پي آر ټي مسؤلين وايې ددوئ سرتېري پوځي عملياتو ته تله چي دوئ روژه ماتى كاوه چي وروسته يې لږ جنجال سره راغى . موږ د پي آرټي له وياند ډګرمن ريچارد ايتان سره اړيكه ونيوله هغه د يادي سوي پېښي پخلى وكړ خو بشپړو جزئياتو څخه يې ډډه وكړه . په دې اړه د هلمند دولتي چارواكي ځان ناخبره بولي او له څه ويلو څخه ډډه كوي . دا په داسي حال كښې ده چي څه موده مخكښې هم د خوست په ولايت كښې نړيوالو ځواكونو دې ورته كار كړى وو . چي هغه مهال يې له الوتكو څخه د فوټبال توپونه غورځولي وه چي د يوشمير نورو هيوادونوتر څنك د سعودي عربستان بېرغ هم ورباندي وو چي په دې كار سره ډيرو مسلمانانو سخت غبرګون وښود
------------------------------------------------------------- ځانمرګي بريدونه!
عبدالعزيز(نايبي) كابل دځانمرګو بريدونو له تاريخي مخينې داسې ښکاري چې دغه بريدونه اساسا دفلسطين له غميزې را پديخوا پيل سوي دي.يعنې هغه مهال چې فلسطينيانو له اسرايلو څخه د خپلې آزادۍ د ترلاسه کولو له پاره مټي رانغاړلي وې. داسې هم ويل کيږي چې د دوهمې نړيوالې جګړې پرمهال جاپاني پيلوټانو خپلې الوتکي په چاوديدونکو توکو بارولې او بيا وروسته به يې په آرام سمندر کښې د امريکا په لويو بيړيو باندې ځانمرګي بريدونه ترسره کول. بل خوا په نړۍ کې هغه ډله چې کيداى سي هغو ته دترهګرو او ځانمرګو بريدونو طراحان وويل سي په سرېلانکا کې د تاميل پړانګانو ډله ده. تاميل پړانګان يوه غيراسلامي مارکسيستي ډله ده چي دسريلانکا دهندو مېشتو سيمو څخه يې سر را اوچت کړى دى.همدغې ډلې په ځان پورې دبمونو تړل اختراع کړي دي. په (١٩٩١) ميلادي کال کښې دتاميل پړانګانو د ډلې يوه غړي په ځان پورې چاوديدونکي توکي وتړل او (راجيو ګاندي ) يي وواژه. ځانمرګي بريدونه په سريلانکا،چيچن،کشمير، فلسطين ،عراق ،افغانستان او يوشمېر نورو هيوادونو کښې تر سره سوي دي.نن سبا ترټولو زيات دعراق خلک دځانمرګو بريدونو ښکار دي. د سياسي چارو کارپوه استاد حبيب الله رفيع وايې، په افغانستان کښې ځانمرګي بريدونه له بهر څخه سرچينه اخيستې ده. هغه وايي کله چي مجاهدينو دروسانو په وړاندې جهاد کاوه، هيڅکله يې دهغوى په وړاندې يې ځانمرګي بريدونه نه دي ترسره کړي ،بلکې د روسانو د ګونډو کولو له پاره يې له هغوى سره مخامخ جګړه کړې. استاد رفيع وايې، په افغانستان کښې دځانمرګو بريدونو دټغر دټوليدو له پاره بايد دځانمرګو بريدونو د روزنې مرکزونه له منځه يوړول سي او پرې نښودل سي چې دځوانانو له احساساتو څخه دشومو اهدافو له پاره کار واخيستل سي. وسله والو طالبانو او دګلبدين حکمتيار په مشري دحزب اسلامي ګوند په افغانستان کښې دميشتو بهرنيو ځواکونو په وړاندې د (٢٠٠١) ميلادي کال داکتوبر له مياشتې راپديخوا دسپيڅلې جګړې اعلان کړى دى. که څه هم يادوشووډلو تراوسه پورې د دولت او بهرنيو ځواکونو په وړاندې د مخامخ جګړې توان نه دى پيدا کړي ،خو وخت نا وخت دلويو لارو په اوږدو اويوشمېر ښارونو کې دهغوى په مرکزونو او د موټرو په کاروانونو باندې ځانمرګي بريدونه ترسره کوي. کوم ارقام چې دځانمرګو بريدونو دتلفاتو په اړه وړاندې کيږي، شاوخوا نوي په سلو کښې بې ګناه انسانان په دغو بريدونو کي خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم ټپيانيږي. دحزب اسلامي دګوند مشرګلبدين حکمتيار بيا ځانمرګى بريد ته دفدايي نوم ورکوي خو وايې چي په افغانستان کې تراوسه پورې داسې شرايط نه دي راغلي چي په فدايې بريدونو لاس پورې سي. کوم کسان چې په ځانمرګو بريدونو لاس پورې کوي ترشا يې بيلابيلې موخي نغښتي وي. اروا پيژندونکي وايې ،يوشمير ځوانان چې د ځانګړو کړيو له خوا ځانمرګو بريدونو ته هڅول کيږي ،هغوى ته يولړشخصي عقدې،محروميتونه او مذهبي مسايل مخي ته ايښودل کيږي او هڅونکي له دغې تشې څخه دخپلو سياسي اهدافو له پاره کار اخلي. سياسي کارپوهان وايې، هره پوځي ستراتيژي بايد د بشري حقونو د ملاتړ او دفاع ضمانت وکړي، ځکه دملکي کسانو وژنه په حقيقت کښې د بشر پاله قوانينو نه رعايت او د بشري حقونو له اصولو او موازينو څخه سر غړونه ده . ډير خلک داسې ګڼي چي بنسټ پالي اسلامي ډلي له تروريزم او ځانمرګو بريدونو سره ډيرې نژدې اړيکي لري. يوشمير سياسي کارپوهان په دې باور دي چې ځانمرګي بريدونه په بشپړ ډول مذهبي جنبه نه لري ،بلکې يو ستراتيژيک هدف يې ترشا پروت وي. پوځي کار پوهان بيا وايې کله چې د جګړې يو لورى دمخامخ جګړې توان له لاسه ورکړي نو دخپلو وروستيو هڅو په لړ کښې په ځانمرګو بريدونو لاس پورې کوي چې له دې امله ګڼ شمير بې ګناه انسانان وژل کيږي. ديني عالمان وايې، هيڅوک ددې حق نه لري چې د اسلام سپيڅلى دين دخپلو شومو اهدافو له پاره وسيله وګرځوي او په داسې يو عمل لاس پورې کړي چې د دغه دين په وړاندې دميني پرځاي کرکې را وپاروي. شيخ الحديث مولوي سيد آغا تره خيل وايې هغه کسان چې بې ګناه خلک وژني، نه يواځې په دنيا بلکې په آخرت کښې هم دڅيښتن تعالى له سخت عذاب سره مخامخ وي. د ملګرو ملتونو سازمان او دبشر دحقونو دوه دايمي موسسو په افغانستان کښې د جګړې دښکيلو لورو ترمنځ دبي ګناه او ملکي وګړو د وژل کيدو په اړه خپل ژور خفګان څرګند کړى دى. په نيويارک کښې ميشت دبشر دحقونو دڅار نړيوال سازمان ديوه رپوټ په خپرولو سره ويلي ، په افغانستان کي د اورپکو دبريدونو له امله دملکي وګړو وژل کيدل په ډراماتيک ډول اوچت سوى دى. په دغه رپوټ کې ويل سوي چې يواځي د (٢٠٠٧) ميلادي کال په لومړيو دوه مياشتو کې (٥٢) ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړى. دبشر دحقونو خپلواک کمسيون ويلي، يواځي په (٢٠٠٦) ميلادي کال کې شاوخوا (٦٥٠) تنه عام وګړي ددولت او مخالفينو ترمنځ په جګړو او بريدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى. دملګرو ملتونو دسازمان عمومي منشي بانکي مون په افغانستان کښې دعام وګړو د وژل کيدو په اړه خپل ژور خفګان څرګند کړى دى.دبشر دحقونو سازمانونو په افغانستان کې دجګړې په ښکيلو لورو غږ کړى چې دجګړې نړيوال قوانين په پام کې ونيسي او خپلي وروستى هڅي وکاروي څو ملکي وګړي دجګړو له زيان څخه په امان پاتې شي. مسئول چلوونکى: عبدالودودهجران ٠٧٩٩٠٦١٣٢٥
مرستيال چلوونکى:احمدنويدنظري ٠٧٩٩٤٥١٤٧٩
دويش مسـئول :مطيع الله مينه پال ٠٧٩٨٢٣٢٤٢٧
بريښناليک :Sistan_journal@yahoo.com
ويبلاګ:www.Sistanjournal.blogfa.com
|
|
لومړى پاڼه بريښناليک آرشیف |
| دجريدي په اړه |
سيستان په هلمندکي خپلواکه جريده ده چي دعبدالودودهجران اواحمدنويدنظري په زيارپه اتومخونوکي خپريږي.
|
| مخکنى ليکني |
|
1/12/2008 - 1/20/2008 12/26/2007 - 1/11/2008 12/13/2007 - 12/21/2007 10/27/2007 - 11/12/2007 10/23/2007 - 10/29/2007 |
| پيوندونه |
|
داحمدنويدنظري انځوريزويبلاګ داحمدنويدنظري کلتوري،هنري اوادبي ويبلاګ دعبدالودودهجران اډبي اوکلتوري ويبلاګ داحمدشاه پاڅون ادبي ويبلاګ دعزيراحمدتسل ادبي ويبلاګ |
|
RSS
|