تبليغاتX
سیستان
سیستان په هلمند کی خپلواکه جريده
ای! څه ښارۍ خو نه يې

ته خو د تورو لوړو غرونو پښتنه پېغله ېې
ای! څه ښارۍ خو نه ېې
ستا پدې ښکلوځرځو سترګو کې غرور اوسيږي
پکې تاريخ د اتلوالي دې مغرور اوسيږي
نو دا رڼې ،دغه کمزورې، بې همته اوښکې
پکې وبدې ښکاري .
راشه چې زه درته یو څه وښايم
له دې کړکۍ نه ها چينه خو کسې
چې پرې راټولې دنګې دنګې جونه
ته ېې ځوانۍ ، ته ېې ښايست وګوره
منم چې ته ېې ډېرې ښې پېژنې
چې څوک يتيمې څوک ورور مړې ناستې
ها د ګودر د جونو ميره هاغه دنګه ميره
چې په صبا ېې وه ډولۍ روانه
او په ماښام ېې ورته راوړه د جانان جنازه
ها په ګولوغلبېل ټټر ېې نوخوتا هم ليدو
وايه چې ستا له دې ګلرنګوپېغلو څه نوزيات دي؟
پاکې کړه نور دې دا کمزورې اوښکې
په خدای قسم درسره بدې ښکاري
*** *** ***
منم چې ستا په زړه به دا تيريږي
چې لا دې اوس هم دي نکريزې تازه
او لا دې اوس هم دي کالي د ناويتوب په غاړه
او لا دې اوس هم غاړه ډکه ده له سرو ګلونو
او پرونۍ ناوې ېې
خو تا ليده ها د ګودر د جونو ميره ګرانې
چې ېې له ډېر غرور اوننګه څخه
چرته يو اوښکه هم راپرېنوته
څه په وياړلو شانته مسکو سترګو
هغې سرې وينې دجانان وينځلې
*** *** ***
ټوپک مې پرېده او په خدای مې سپاره
خو دا آخير کاته دې داسې وکړه
چې تر ډګره په اتڼو لاړ شم
او که... شهيد شوم ګرانې
نو په زړه غرونه کيږده
که جنازه مې تر ماښام رانه وړي
نو بيا د جنګ تر لوی ډګره راشه
نو که پرهر مې وي پر ملا خوړلی
بيا نو د جنګ په لوی ډګر کې راته
پخپله لاسه ګرانې اور راکړه
او هم ايرې مې درنه پاتې نه شي
د پښتنو په دې وياړلې خاوره
چرته ېې لرې دريابو کې توې کړه
ته راشه ، هاغه څوکه ګورې کنه...
ها د سپين غره د څوکو لوړه څوکه
نو چې ايرې دې زما توی کړې ګرانې
پام چې بيا کلي ته رالنډه نه شې

دا کلی نور به د ستا ځای نه لري
پکې دې نوم نشته ، ازرښت دې نشته
پکې دې ژوند دی زما ټپ خوړلی
نو دغه لار خو کسې؟
دا د نښترو مينځ کې سپينه لاره
دا سيخه تللې ده د څوکې سرته
او بس له هاغې څوکې ځان غورځوه
او که ټټر مې وي غلبېل په ګولو
هم مې ټوپک کې ګولې پاتې نه وي
او زه د ټولو ژڼو وړاندې پروت وم
هم مې لاسونه وي په وينو د دوښمن لړلي
هم مې جنډه وي د بري تر بره بريده وړې
نو بيا مې پټ په دواړو سترګو ښکل کړه
ګوره چې داسې هلته ونه ژاړې
چې به دا بورې ،دغه کونډې، او ورورمړې درته
ډېرې ښکنځلې وکړي او هم پېغور به درکړي
*** *** ***
ته خو د تورو لوړو غرونو پښتنه پېغله ېې
ای ، څه ښارۍ خو نه ېې
ته د (خوشال ) او د( احمد) لورکۍ
ته د ملالې کشرۍ خورکۍ
پام کوه وير ونه کړې
بيا دې سالو راباندې خور کړه ،دغه سور سالو دې
بيا نو دا پورې دا غونډۍ خو کسې؟
ددې په سر زما و قبر جوړ کړه
چې کله هر ماښام په دغه غونډۍ لمر پريوځي
زما په قبر به د هر ژڼي نظر پريوځي
۲۳\۷\۲۰۰۵
ا

انډرلاين

غزل

د خیال په بام ستوري ته لاره نیسم
ستا د الهام ستوري ته لاره نیسم

ځمه د غره په څوکه غلی کېنم
نن د ما ښام ستوري ته لاره نیسم

شیندم سرې وینې د شفق په غرونو
اچوم دام ستوري ته لاره نیسم

وړه خولګۍ ترېنه په زوره اخلم
نن یو ګلفام ستوري ته لاره نیسم

کالونه وشوو د (آریوب) له ټکه
مست د (آګام) ستوري ته لاره نیسم

که ېې په سترګو کې تصویر کړم بدرۍ
پدې مرام ستوري ته لاره نیسم

نن پرې ( هدفه) ښه اتڼ زده کوم
ډک د خیام ستوري ته لاره نیسم

سپوږمۍ ته ولې پټه وریځو کې ځې
زه مې خپل رام ستوري ته لاره نیسم

انډرلاين

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 3 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 

 زړه خو عالمــــــــــــــــګیر دی چې دا ولې دی ؟
بیا هم پرې تـــــــــــــــــــاثیر دی چې دا ولې دی؟

دې وړېِ مُـــــــــــــــــــــــــــریدې ته مې تل د زړه
لاس په نا مه پیـــــــــــــر دی چې دا ولې دی ؟

ما او تا، په زړونو، ارمـــــــــــــــــــــانونو کې
څومره لوی توپیـــــــــــر دی چې دا ولې دی؟

لر او بر (خو دواړه د یوې مــــــــــــور بچي.... )
مینځ کې ېې ځنـــــــــځیر دی چې دا ولې دی؟

نور مې په هـــــــــــــــــر ښکلي ستوری بره دی
یو له تا زهیــــــــــــــــــــــر دی چې دا ولې دی ؟

څـــــــــــــــــــــه چې د هغې برخه ...... زما برخه
یو شان مو تقـــــــــــدیر دی چې دا ولې دی؟

ته خو ای ارمــــــــــــــــــــانه دومره ښه نه ېې
پـــــاک چې دې ضمیر دی چې داولې دی؟

 

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 3 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 
Ahmad Nawed Nazari

احمدنويدنظري

احمدنويدنظري

احمدنويدنظري

علاوالدين سلطاني

علاوالدين سلطاني دهلمنددځوانانولوۍ مدير

محمداسماعيلشريعتياراونظري

محمداسماعيل شريعتياردبګړۍ مجلي مسئول چلوونکۍ

علاوالدين سلطاني

علاوالدين سلطاني دسلاموطنداره راډيوخبريال اودځوانانوعمومي مدير

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 3 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

سرليکنه

هلمند يوازي لښکرګاه نه دى

 

کابو له يوه کال څخه زياته موده کيږي چي هلمند ولايت خپل پخوانى امنيتي وضعيت له لاسه ورکړى

 

دى او پوځي کارپوهان هم په دې اند چي په تېرو دوو  کلونو کښې يې ورځ تر بلي حال د کوږوالي خوا

 

ته روان دى  آيا  افغان حکومت کمزورى دى؟ ، يا مخاليفين يې زورور دي او که نړيوال خپله دا حالت

 

غواړي ، مخاليفين يې پر پښو دروي ا و.....

 

تر ډېره بريده کيداى سي چي ځيني روڼ اڼدي نور په پورتنيو خبرو پوه سوي وي او دلته ورباندي د

 

رڼا اچولو اړتيا نه وي پاتي سوې مهم ټکي دادي چي ډېر وختونه ځايې خبريالان وايې چي د هلمند د

 

ګڼو ولسواليو لکه نوزاد ، سنګين ، موسى قلعه ، ګرمسېر ، خانشين ، او ديشو د کليوالي سيمو ور ها

 

خواته يې مرکزونه په بشپړه توګه د نړيوالو له خوا په هوايې بمباريو کښې وران او ويجاړ سوي دي

 

داسي ورځ به کمه وي چي د خبري رسنيو څخه   په هلمند کښې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي خبرونه نه

 

ترلاسه  کيږي ، او بهرني ځواکونه دي خپل پر سر د خلکو په کورونو کښې تلاشۍ نه کوي او بېګناه خلک

 

دي نه وژني خو کله چي سيمه ايز خلک ورته شکايتونه تر چارواکو پوري راورسوي نو هغوئ بالکل

 

ځانونه ناخبره بولي کله که دا خبري د رسنيو له لاري نشر ته سپارل کيږي نو دوئ وايې چي يوازي

 

مېډيا د هلمند رنګ وربدوي او د بيا رغاوني خبرونه نه خپروي  آيا دا ټولي خبري دروغ دي  ؟ ياکه د

 

هلمند ولايت دلالت يوازي پر لښکرګاه کيږي ؟

 

 

د يوه روغ او خپلواک افغانستان په هيله

 

 

 

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 12 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 

پدې ډول خبروسوله راوستل ناشونې ده

 

 

 

حبيب الله غمخور : سويډن

 

  يوازي اويوازي په سوله اوملي تفاهم سره کېداي سي دهيوادداماته کښتۍ ترساحله ورسېږي

سولي اوملي تفاهم ته رسېدل عالي تدبير ،صداقت دخبرو اوعمل يووالي ته اړتيالري

پدې شپو او ورځوکښې ددولت اومفالفينوتر منځ دخبرواومذاکرودپيل مسله ډير توده سوې وه ،په ځانگړې توگه کله چې دافغانستان جمهور رئيس دملگروملتودسازمان په عمومی غونډه کښې دبرخې اخيستوپه موخه نيويارک ته سفروکړ . ولسمشرکرزي په نيويارک کښې دافغانستان په اړه له يوه نړيوال کنفرانس وروسته خبريالانوته په خبروکښې له وسله والو طالبانوسره خبرواتروته چمتووالی وښود.هغه وويل : (( دافغانستان حکومت په جديت له طالبانوسره دسولې پرخبرو اترو کارکوي اوهڅه کوي چې وسله وال مخالفان اودهغوئ پلويان له جګړې لاس اخيستلواو پخلاينې ته وهڅوي .خوکرزي په عين حال کښې وويل  دا ګرانه ده هغه کسان په ګوته کړي چې سوله غواړي اوهغه چې سوله نه غواړي .))  BBC  

 زماپه عقيده داخبره دتبليغاتولپاره ښه ده چې طالبان څوډلي دي ،مگرکله چې ددواړو خواوو تر منځ دروغي جوړي لپاره دلېدوکتواوخبرو مسله مطرح کېږي اړينه داده چې له ټولوبې بنسټه اوهغوويناونه ډډه وسي کوم چې دواړي خوا وي سره ليري کوي اويا يوپربل دبې باورۍ دزياتېدولامل گرځي . داچي دولسمشروياند يوځل وايي موږحاضر يودطالبانوسره خبري وکړو، اوبله ورځ  چې په يقين سره دبهرنی بې گټی فشارپه اساس په احساسا توسره وايي چې طالبان پر څوډلوويشل سوی دي ،موږ يې دهغوسره خبري کووکوم چې قانون مني اوسوله غواړي او . . .  . داسي معلومېږي چې داچارواکي ځانونه غولوي .داواضح ده که ددولت مخالفينوداحکومت اوقانون منلاي ستونزه چېري وه؟ ددولتي چارواکو لخواداسي دريځ دنږديوالي اوخبروامکانات نورهم له گواښ سره مخامخ کوي ، ځکه ددولت مخالفين  هم دځان لپاره ځانگړي دلايل لري .يعنی دولت اوپلويان يي ددولت مخالفين ملامت بولي اوددولت مخالفين بيادولت ملامت گڼي . همدا دليل دی چې نړيوال اوغوڅ اکثريت افغانان ددولت اومخالفينوترمنځ  دخپل مينځي خبروپيل اودسولي له لاري داوسنۍ کشالې دحل پلوی کوي اودغه وړانديزته يي په لومړي سرکښې هرکلى ووايه  .اړينه داده چې ټول دولتي چارواکي اونطاقان يې پخپلو ويناوکښي جوړونکي اړخ ته زياته پاملرنه وکړي .په زرورو خبرواوغاښ چيچنو هيڅ ستونزه نسي حل کېداى اونه هم داپيداسوی واټن رالنډيږي  .

کله چي ښاغلي کرزي د یوې کاناډايي رسنۍ سره په مرکه کښې ویل :(( که بهرني پوځي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي ، هېواد به له وینې بهېدونکي اړودوړ سره مخامخ سي .)) هغه لحظه دټولودببرک کارمل خبره ورپياد سول ،هغه به هم تل داسي ويل ،خوهغه به شوروی لښکري يادولې . په حقيقت کښي داسي نده ،مگر په يوه شرط چې دبهرنيانوتر وتلودمخه خپل مينځي تفاهم وسي اودملی پخلاينې دولت  له ټولوپخوانيوسياسي تعصوبونونه پرته جوړسي  . ځيني دوستان وايي کله چې شورويان ووتل څوکاله په افغانستان  کښې هيڅ خبره پېښه نسوه ،کيداى سی اوس هم که بهرنيان ووزي کومه خبره پېښه نسي .داسي  فکر کول لږ اشتباه راته معلومېږي ،هغه په څودليله :

 

 

 

-----------------------------------------------------------------

 

 

سيستان د ادب په کړيو او پېړيو کښې

 

ليکوال : شريف الله (دوست) لښکرګاه

 

١- سيستان پېژندنه

 

سيستان زموږ د هيوادهغه لوېديزه سيمه ده چي له مېلاد څخه (١٥٠) کاله پخوايې ساکانو د مدنيت او ژوند لړۍ او کړۍ پيل کړه زموږ د هيواد پياوړي ليکوال محمد عثماني (صديقي) پخپل کتاب شهرهاى آريانا کښې ليکي چي ساکان يوه ډله وه چي تر مېلاد (١٢٨) کاله  دمخه دې سيمي ته راغلل يعني ساکان هغه آريايې قبايل وه چي د ميلاد څخه شا  وخوا يوه نيمه پېړۍ مخکښې د (سيحون) تر سيند را پوري وتل او د هندوکش په شمال کښې يې د يونان باختري حکومت له منځه يو وړ او کله چي ده اشکانيانو سره مخامخ سول نود هغو سره يې په جګړه کښې دوه پاچاهان مړه سول او د لوېديز لوري ته را په شا سول او په دې ډول راغلل دلته يې په  هېرمند (هيتومنت) او اوسني هلمند کښې يې استوګنه غوره کړه د ساک ، ساکستان ، سکستان، سجستان ، او سيستان په نامه تر اوسه د افغانستان دغه سيمه ياديږي ، ساک يا اسکايان د سيتي اقوامو څخه دي چي په چيني پخوانيو ماخذونو کښې د سيک ، سيت او سى دانک په نومونو ياد سوي .

فرانسوي ختيځ پېژندونکي (موسيو ورنه ګروسه) ددوئ د هستوګني ځاى سنکيانګ او دسردريا درود حوزه ګڼي او وايې چي دغه اقوام د مېلاد څخه يوه پېړۍ مخکښې د امو له سيند څخه راتېر سول او په باختر کښې مېشت سول او تر هريرود پوري راورسېدل .

دداريوش په زړو نوشتو کښې د سيستان نوم زرنګه دى د علامه حبيبي په وينا چي د زرنګ معرب نوم زرنج دى چي له پخوانيو ريښو څخه دى او بيا د سکاپوونده قوم دلته راغى او زرنګ يې ونيوى نو د دوئ په نامه سکستان وبلل سو چي سجستان او سيستان يې وروستني شکلونه دي   د زرنج ( زرنګ ) نوم پخوانى دى که سيستان يا سجستان (سکستان) ؟

د علامه رشاد بابا په وينا د زرنج د کليمې زوړ نوم درنګيانا ده له درنګيانا څخه يانايې لوېدلې او درنګ يې په زرنج اوښتى ((يانا)) مکاني سوفکس دى چي هغه د (سيستان) يعني ځاى په مانا دى د يونانيانو په اثارو کښې زرنج د رنګيانې او د رنګيان په شکل راغلى  دى .

 

 

نو کله چي له منځنۍ اسيا څخه ساکان دې سيمي ته راغلل نو ددې سيمي نوم وروسته ساکستان سو چي په را وروسته کښې به عربانو دا سيمه  سجستان بلل ځکه عربانو (ګ) نه درلود بودا هم همدغه د ساکانو له قوم څخه ؤ چي تقريبا د مېلاد مخکښې (١٦١ م) کښې د نېپال په سهيل کښې د (کاپي لاستوب ) په ښار کښې زو کړى ؤ .

د سيستان ډېري پخوانۍ ريښې د اوستا او نورو پهلوي کتابونو څخه داسي څرګنديږي چې دا سيمه پخوا د اريايې پهلوانانو او شاهانو د پرورښت ځاى ؤ اود ونديدا په قول زردشت همدلته د ګشتاسپ دربار ته پناه يووړه او خپل دين يې له همدې سيستان څخه خپور کړ د اسلامي دورې د لومړۍ پېړۍ په اوله برخه کښې چي سيستان (زرنج) فتح سو نو دلته پخوانى بودايې کلتور هم ؤ او نوى اسلامي فرهنګ هم ورته راغى زرنج ددې سيمي خورا لوئ ، مدني او ښکلى ښار ؤ چي ډېر پوهان ، عالمان ، اديبان او غښتلي تورزن نوميالي پکښې اوسېدل .

نو زرنج ته يې ځکه مدينة العذرا(پېغله ښآر) وايه ځکه چي دا ښار ډېر محکم او نه تسخيرېدونکى ؤ .

 

د اسلام څخه مخکښې يو سيستانى سرود

 

د سيستان جريدې درنو لوستونکو لکه څرنګه چي تاسي د جريدې نامه ته ګورئ د همدې نامه پر بنياد به تاسي په دې جريده کښې ددې سيمي له ادب ، فرهنګ ، نومياليو او تورياليو څېرو سره اشناسئ دانوم ډېره تاريخي لړۍ او کړۍ لري دا سيمه يو وخت د علم ، پوهي ، ادب اوفرهنګ او پراخو پاچاهيو پلازمېنه وه

په سيستان کښې له ډېري پخوا زمانې راهيسي زردشتي دين او مذهب پر مخ بيول کېده چي د اسلام په اولو وختوکښې لا هم خلک پر خپله پخوانۍ تګلاره روان وه او لکه څرګنديږي چي د مروان بن حکم اموي په (٦٤ه ٦٨٣ م )  کښې په دې سيمه کښې رستم د مهرمزد مجوسي زوئ يو زردشتي روحاني شخصيت ؤ چي عربي حکمرانانو به هم د هغه څخه د پند او نصيحت خبري اورېدې  .

د زردشتيانو د زړو عبادت ځايونو څخه چي د هغه داستان او يادونه په ( ګوشاسپ نامه ) اوبوالمويد بلخي کښې راغلې ده ( اتشکده کرکوي ) ده چي له سيستان څخه د هرات په لوري د شلو کېلومترو په فاصله ليري واقع وه .

ياقوت صموي دلته يو لوئ ( اورتون مجوسي )

 

 

ياد کړى دى ، دايې هم ددې سيستاني سرود بېلګه چي صحيح ډول ددې شعر چي بهار خراساني د تاريخ سيستان د يوازنۍ نسخې څخه چي ليکوال يې نا معلوم دى را نقل کړى دى دلته د سختو کليماتو له مانا سره راوړو .

فرخته باذاروش       خنيده ګرشپ هوش

همى پرست از جوش  ا نوش کن مى انوش

دوست بذاګوش        به افرين نهاده ګوش

همېشه نيکي کوش   (که) دى ګذشت  و دوش

شاها! خدايګانا!           به افرين شاهي

په دې سرود کښې اوله ضمه او دوهمه کسره د مشهور په مانا او د هوش اوله ضمه او دوهم سکون دځان او روان په مانا او روش په اوله ضمه او دوهم سکون د روښنايې په مانا دى ټولي کليمې او د عباراتو تلفيق ( يوشانوالى) او مصراوي يې ددې سرود پر ډېر زړ والي شاهدي ورکوي او په ځانګړي ډول بذاګوش (Bidh-Agoosh) يې ډېر په زړه پوري دى .

 

اخځليک :

 

١- افغانستان بعد از اسلام د علامه حبيبي (٧٤٨) مخ

٢- شهرهاى آريانا د محمد عثمان صديقي (٨٦) مخ

٣- سيستان بعد او اسلام د محمد اعظم سيستاني ( ١٢٥) مخ

٤- د هيواد لرغوني ښارونه او تاريخ پاڼي رازقي نړيوال (٩٩) مخ

٥- علامه حبيبي شل مقالې اتمه برخه ٥٦ مخ

٦- علامه رشاد بابا د سيمو تاريخي جغرافيه (١١٤) مخ

٧- کندهار د محمد ولي ځلمي (٤٠٣) مخ

٨- هلمند د محمد ابراهيم عطايې (١٧) مخ

 

 يادونه ...

 

د سيستان خپروني درنو لوستونکو دسيستان خپروني اداره ستاسو سالمو نيوکو ،پېشنهادونو او وړانديزونو ته سترګي په لاره ده  او ستاسو هر رنګه مرستي ته اړتيا لري سيستان جريده ملي او تاريخي ارزښتونو ته درناوى لري ، په سيستان کښې د هري ليکني مسؤليت د هغې په ليکوال پوري اړه لري .

 

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 12 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 

عبدالباري صديقي

 ((مسافر)) هلمند

 

 

هلمند ولايت دسيندونو،بغرا ګانو،اوزابرانوله پلوه يوډېرغني ولايت دى چي تل مدام پكښې رواني اوبه پيداكيږي . اودهلمند ولايت اوسيدونكي اكثريت دكبانودښكارسره مينه اوعلاقه لري .داځكه چي دكبانوغوښه يوه ويټامين لرونكې غوښه ده چي دانسان لپاره ډېره گټوره ده . ولي خوپدې نه پوهيږي چي دوطن هر كاڼى اوبوټى دهيواد ملي سرمايه بلل كيږي چي په هررنګه له منځه ځي سرنه پرې خلاصوو. لكه غټ مثال يې دكبانوښكاردى لومړى كه موږ دې ته نظروكړوداهم دوطن دملي سرمايوڅخه يوه سرمايه ده بايد زيان ورته ونه رسيږي اوكه چيري يې ښكارته متوجه سونوبايدښكاريې په داسي شكل وي چي دكبانونسل ته زيان ونه رسيږي چي هغه ښكاردجال ياچنګك په واسطه دى. اوځيني خلګ ښكاركوي هغه هم يا دبرق په زريعه اوياهم دزهري موادوپه واسطه چي داډول ښكاردكبانوسره ډېرظلم دى ولي چي نه يوازي ددوئ ژوندته ګواښ دى بلكه ددوئ نسل هم له منځه وړي اوآن داچي كيداى سي په قرارقراربه دغه ملي سرمايه له لاسه وركړوبايدداسي بې رحمانه ښكارپه هيڅ وخت كښې دكبانوصورت ونه نيسي.خويوازي يې بايدښكاردجال ياچنګك په زريعه وسي .

 

 

دكبانوپه غوښه كښې په زياته پيمانه

ويټامين لكه :كلسيم،مګنيزيم،اوسپنه،پوتاشيم،ويټامين(اې)، ويټامين(بي)اوويټامين (ډي)سته چي دانسان دروغتيااوسلامتيا لپاره ډېراړين اوضروري دي. اوهغه كسان چي دكبانوله غوښوڅخه استفاده كوي هغوئ به د پوستكي اوهډوكوله ځينوناروغيو څخه په امن كښې وي .اوكوښښ هم  بايدوسي چي كبان دچاوديدونكوتوكواويازهري موادوپه واسطه ونه نيول

سي ځكه چي دنوموړوموادواثردكبانوپه غوښه كښې پاتيږي اوكيداى سي چي ناوړه ناروغۍ  رامنځ ته كړي . اودډاكټرانوپه ويناچي دكبانوغوښه د زړه له سكتې څخه هم مخنيوى كولاي سي.

 

 

هلمند  يو ځل بيا د کوکنارو پټى سو

 

په هلمند ولايت کښې هر کال خورا زيات کوکنار کرل کيږي چي د کارپوهانو په باور په زرګونه ټنه شيره ورځني توليديږي تېرکال ملګرو ملتونو يو رپوت خپور کړ چي پکښې هلمند د افغانستان تر ټولو ولايتونو د کوکنارو په توليد کښې لومړي درجه ولايت بلل سوى وو .

 

 

دا په داسي حال کښې ده چي سږ کال هم د هلمند د کرنيزي ځمکي اتيا په سلو کښې  برخه د کوکنارو کرونده تشکيلوي چارواکي وايې چي دا ځل يې نو په  هيڅ ډول  نه پرېږدو وبه کتل سي چي دا خبره څومره ريښتيا کيدلاى سي .

د سيستان خپروني خبريال

 

 

 

 

--------------------------------------------------------------------------------------

 

 

۱ مه هيره  وه :

 

 

سيد حكمت الله : رسول افغانزى لښكرګاه

۱-د فېشيني لباس خوښوونكيه كفن مه هيره وه.
۲-په بنګلو او بلډنګونوزړه بايلونكيه -دقبركنده مه هيره

۳-دښو خوړو خوړونكيه دچينجيواوخزنده ګانو دخوراك لپاره خپله تابيامه هيره وه.
۴-ما ل دولت ته ددين اواخرت په دولت باندى ترجيح وركوونكيه-وروسته لوڅ لنډه غر ګورته تلل  .مه هيره :
- خپل مرګ .۲-خپل الله (ج) .۳-پردى پور.۴-خپله ژمنه .۵-دمور اوپلار لارښوونه .۶- دژوند اساسي هدف .

۷-خپل خپلوان .۸-حوصله .۹-رحم

 

ضرور وكړه

 

. ۱-په هر حال كښې  تبليغ ،په ځوانى كښې  ډېر عبادت،دمور  اوپلار خدمت.۲-دسترخوان پراخول ،صدقه اوخيرات،درښتني دوست لټون.۳-دهر مشر ادب ،داخرت دلاسته راوړلو كوښښ .نه چليږى : ۱-دناپوهانو په وړاندي دهوښيارانو دليل.

۲-دشتمنو په ناسته كښې  دبيوزلو اونېستمنو خبره

۳-دخيالاتو په نړۍ كښې  دچاحكومت .۴-دظالم په وړاندي دمظلوم برهان .۵-دمرګ په وړاندي  دچا حكمت .۶-دتقدير په وړاندي دچا تدبير .

دملګرى سره مرسته

په کابل کښې دفرانسې دطبي انستيتيوت روغتون

 

په افغانستان کښې چې د روغتونو وضعيت يې خورا بد دى او حتى د منځنيو پېړيو ګومان ورباندې کېږي ،په کابل کښې د ماشومانو لپاره د فرانسويانو طبي انستيتيوت دومره پاک-سوتره او وسايل يې عصري دي ته وا لکه دبلې دنيا چې وي .
 
تېره اوونۍ په دغه روغتون کښې فرانسوي ډاکترانو د يوې ديارلس کلنې نجلۍ د زړه جراحي عمليات وکړل. عمليات بريالي وو. د افغانستان نور روغتونونه چې ٢٥ کلنې جګړې سخت زيانمن کړي ، د داسې عملياتو امکان نه لري.
 
دفرانسې د ولسمشر ژاک شېراک مېرمن بريناد کابل نه ليدنه وکړه چې دا روغتون رسماً پرانيزي. دفرانسې په مرسته د طبي انستيتيوت د ودانۍ کار شاوخوا پنځه مياشتې پخوا د افغان يتيمانوپه لاس پيل شوى ؤ .د روغتون پر ودانۍ نژدې سل ماشومان کار کوي.تر دې مخکښې يوې فرانسوۍ غير حکومتي موسسې له افغانانو سره طبي مرستې کولې.
 
خو د دغه هيواد په مرسته طبي انستيتيوت چې سبا رسماً پرانستل کېږي ،سل بستره اوڅلور عمليات خونې لري ،او په لابراتوار،درملتون او راديولوژۍ مجهزدى.
 
په دې روغتون کښې به چې د کابل د علي آباد روغتون ترڅنګ جوړ سوى ، يونيم سل افغانان منجمله پنځلس ډاکتران او څو تنه فرانسوي طبي عمله کار کويپه کابل کې د طبي انستيتوت فرانسوي ډاکتران وايي چې په دې روغتون کې به افغان ډاکتران هم وروزل سي او له نويو طبي تجربو سره به بلد سي.

 

 

 

---------------------------------------------------------------------------

 

د هلمند تاريخي جغرافيه

 

سرواني لښکرګاه

 

هلمند زموږ د هيواد ډېره تاريخي سيمه ده چي تاريخي قدامت يې زرګونو کلونو ته رسيږي ددې سيمي اوسنى حال او مهال چي تاسي ويني دا سيمه د خپل پراخ جغرافيايې موقيعت له مخي ډېره بډايه وه د هلمند تاريخي جغرافيه د نن په پرتله ډېره پراخه وه چي اوسنى سيستان (نيمروز) فراه ، روزګان اوحتى د غور ځيني برخي يې هم نيولي وې چي ټوله يوه واحده جغرافيايې سيمه وه او په اوسني حدود کښې نه را محدودېدل .

څلورنيم زره کاله وړاندي زموږ د هيواد د لرغوني آريانا په ويدي او اويستايې سرودونو کښې د هلمند څپاند سيند او سمسوره سيمه ياده سوې ده .

د اويستا د ونديدا په لومړي څپرکي کښې زموږ د هيواد د شپاړسو ځايو او ښارو څخه يوولسم يې هيتومنت (هلمند) دى خو د هلمند د وجه تسميې او فلسفې په هکله به تاسي په راتلونکي د هلمند تاريخي جغرافيه کښې په مفصل ډول معلومات تر لاسه کړئ او دا تاريخي او جغرافيايې لړۍ او کړۍ به تر هغه جاري وي چي تر څو زموږ په لاس منابع او ماخذونه راځي او بيا تر هغه وخته چي ددې سيمي په هر تاريخي ښار ،کلى ، شاهي استوګنځايو او داسي نورو باندي تر يو اندازې ځانونه خبر کړو او وپوهيږو چي زموږ غيرتي او مېړني پلرونو او نيکونو دلته څنګه ژوند او په څنګه جغرافيايې موقيعت کښې استوګن وه .

آريآسپ((Aryasp))

آريآسپ د آريآسپي وګړو يو ښار ؤ چي په  (Aryaspae) يا (ارى سوا) (Araswa) په نامه يې شهرت درلود چي مانا د ښو اسونو د سپرلۍ خاوندان وه .

يو نانيانو دا ځاى يورګيتاى (Euergetai)  بللى او يورګيتاى د هلمند (هيرمند، هيتومنت ، ايتمدروس يا ايتمدر) پر غاړه ،ؤ چي اوس هم دا سيمه د هلمند په نامه ياديږي .

دا ښار ګدروسي (Gadrosia) ( بلوچستان ) ته نژدې ؤ چي بطليموس لوئ ښار ( ارى سواها ، ارياسپ Aryasp) بللى دى .

سکندر چي د زرنج له پلازمېني څخه د ختيځ په لور رهي سو همدې ښار ته راغى .

ازولا (Azola) دآ ښار ډېر تاريخي قدامت لري او د هلمند له پراخي سيمي څخه وه ، ازولا يا اوزلا (Ozola) د آرکوزيآ د مشهورو ښارونو څخه ؤ چي بطليموس د هغه يادونه کړې ده .

کننګم د ځاى د ګذر يا (ګذارستان) په هلمند کښې واقع بللى دى .

اخځليکونه :

١_ شهرهاى تاريخي آريانا  ١٠ _ ١١ مخونه .

٢ _ تاريخ افغانستان (کهزاد) ١٩٤ مخ

٣ _ د سيمو تاريخي جغرافيه علامه رشاد بابا ٢٤٧ مخ ٣ _  

 

 

--------------------------------------------------------------------

 

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 11 AM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 

سيستان په آريانا کښې

 

 

دوهمه برخه : استاد غلام سرور(( غفاري))

 

اوس به وگوروچي دغه ځاى ولي سيستان بلل كيږي.

 

دسيستان پخوانى نوم داويستايې منابعوله مخي زريه((زريا))دى چي دلغت له مخي د((دريا))وهامون معنى وركوي اوپه پهلوي ژبه كښې درياب ورته وايې .په زندژبه كښې ((زرايو))يازرانگه درياب ته ويل كېده.چې دزرنگا نوم هم دډېرواوبو ياهامون څخه عبارت دى.

دم ز په شپږمه پيړۍ كښې لمړى داريوش دجمشيددتخت په ډبرليك كښې دغه سيمه د((زرنگا))په نامه بللې ده.اودهخامنشيانوددروشرقي ايالتونونومونه           ((پارثوه وخراسان))،زرنگا((سيستان))اوهريوه((هرات))دبهستون اوجمشيد په كتيبوكښې يوځاى راغلي دي.

ديونان پخواني مؤرخ هرورت دغه سيمه ((سارنگا))او((زارنگا))ياده كړېده اوبل يوناني مشهورجغرافيه ليكونكي استرابون دغه سيمه ((درانجيانا))ياده كړېده.

دغه ځاى ((زرنگا))هغه وخت دسيستان ياسكستان په نامه ياده سوه چې داريايې ټبرډيري لويې قبيلې ساكانوپردغه سيمه خپل تسلط ټينګ كړ.

ساكان داريايې ټبرډېره غټه قبيله ده چې د م- ز په شپږمه پيړۍ كښې داريايې خاوري دډېرمهم عنصرپه توګه منځ ته راغلي دي .په ۱۲۸م- ز كښې چې دساكانوسره په جګړه كښې دپارتانوپاچادوهم فرهادمړسو((درانجيانا))دساكانولاس ته ورغله اودخپل سلطنت پايتخت يې وگرځاوه .ساكانوتر۴۸زيږديزكال پوري خپل سلطنت د سكستان په نامه ترسنداوپنجاب پوري پراخ كړ.

دعربي فتوحاتوپروخت سكستان په سجستان اوبياپه سيستان نومول سويدى چې دمنځنۍ پيړۍ ترپايه يې خپل دمدنيت عظمت ساتلي ؤ.دساكانودقبيلې قومي ريښه زموږپه هيوادكښې دساكزو((اسحق زو))په نامه پاته دي .

 

 

-------------------------------------------------

 

هغه وخت يې ولوله چي يوازي سوې

 

 

 

د فارسي سرچينوڅخه

دمحمدالياس(( داعي))

 ژباړه :

 

غواړم يوڅه ووايم ،تاته ،خپل ځان ته ، هغه کس ته چي مينه ورسره لرم اوټولوهغوکسانوته چي راباندي ګران دي نه پوهيږي چي په دې دنياکښې يوانسان هم زماخوارکي سره مينه لري ،غواړم چي هغه کسانوته يې هم ووايم کوم چي زه ورته ګران يم اوزه يي له ګرانښت څخه نه يم خبر.

داسي ورځ به راسي چي نوربه درسره هيڅ ګرانښت نه وي پاتي ،هيڅ څوک به درباندي زړه نه سوزي،ستادرد اوزړه تنګۍ ته به يې هم زړه نه تنګيږي،هيڅ څوک به دخبرو لپاره زړه نه درنژدې کوي، داسي ورځ به هم راسي: هغه څوک چي مينه درسره لري ،زړه يې په ورځو اوشپو ستادزړه اوبه څښلي وي ،ستاسره يي مرګ او درد ټوله شريک وو ،خپل ګرانښت به دي دهغه په وړاندي هم دلاسه ورکړى وي ،غواړې به چي مينه دي پريږي؟! دنازولواوپړکېدلوخبرودجملې څخه به يوازي  درته وايي نورنه غواړم مخ دي ووينم،حتى  اواز دي هم واورم.په دې ورځ به دي څومره زړه تنګ وي؟له ټولوڅخه  به دي زړه تور وي .پوهيږم ديوازيوالي احساس به دي ترهغه سخت ګاللى وي چي ادم عليه سلام دنړۍ پرمخ يوازي وو.

داهغه وخت د‌ى چي هيڅ زړه دي له ميني سره ،مينه نه لري ،هيڅ زړه درسره رازنه شريکوي،ضرورده  په دې ورځ به ته له ټولو څخه نا اميده کېږې،دهمدې ورځي څخه  به داسي پرېکړه کوې چي زه نورله هيڅ چاسره زړه اومينه نه شريکوم .

ته هم نه دچامخ اونه دچاشاته کتل غواړې ،اوس ته  هم ددوئ له خوايوازي سوې يې  اوهم دي خپله ځان يوازي کړى  د‌ى،مګرداسي نه ده ،که چيري په يوه ورځ ټوله نړۍ ولاړه سي،ټوله نړۍ دي له ميني څخه لاس واخلي ،اوهرکس ونه غواړي ستاسره وويني،يا دي اواز واوري،که چيري يوه دروازه هم ستاپرمخ خلاصه نه وي ،بياهم يوداسي څوک سته چي ستااوزا واوري؟!هغه کس ډېرلوړ دى،هغه کس، هغه څوک دى چي له ټولي نړۍ څخه هم لوړ اوهم لوئ دى.که چيري دنړۍ ترټولوبدانسان هم اوسي لکه زه ،بياهم ترټولوتاته نژدې دى ،هره لحظه دي اواز اوري ،مينه درسره لري ،که دي اواز ډېربد وي د ژړاسره دي مينه لري،يوځل دهغه په لوري هغه سترګي چي زړه سوى پکښې وي ، ور واړه وه،يوڅاڅکى اوښکه يې له غمه راتوئ کړه ،هرلوري ته چي وګورې ستارب (ج) به ستاسره وي ،په هرځآى کښې په هروخت کښې .

يوازي هغه څوک چي همېشه درسره مينه لري اوهغه مينه چي هيڅ وخت دي يوازي نه پريږدي،هروخت دي داوازداوريدلوسره مينه لري اوپه هره تنهايي کښې درسره وي هغه ستارب اوستاخداي( ج) دى.

همېشه درسره دى، ،همېشه ورته ږ غ کړه ،اووګوره چي په څومره مينه به ستاسو اواز واوري؟!

له دې وروسته دي دداسي چاسره مينه وکړه چي په اصل کښې (هيڅ وخت )هغه ته معنى نه لري هروخت ستاسوسره دى.وګوره څومره وفاداره ياردي وموندى،ډېرمهربانه دى،اوس نوکه چيري هيڅ وخت اوهيڅوک  درسره مينه ونه کړي ،خداي (ج) درسره مينه کوي اوهغه دي له ميني څخه خونداخلي .

ګوره چي هيڅ وخت بياونه وايې (زه يوازي يم ،ماته مي ميني ځواب راکړى دى ،زماسره څوک مينه نه کوي)

 

 

 -----------------------------------------------------------

 

 

محمداکبر((فريادي)) ناوه،خلچ

 

غزل

 

زه چي کله ستاآهوچشمانوديوانه کړمه
څه کوم پردي خلک خپلوانوبيګانه کړمه
نوره مي دزړه تمه ختلي دهرچاڅخه
چاته ورښکاره دغمجن زړګي آينه کړمه
ګرځمه په تيارو،يم پتنګ رڼابه  چيري وي
يوګړۍ مي پريږده چي سرستاپه زنګانه کړمه
ګوندي دزخمي زړګي په حال مي سي رويبار خبر
داپارچه ،پارچه ځيګربه  خپل يارته ښکاره کړمه
تاچي دمحمداکبردميني څه انکاروکړ
راکه يوکاغذچي ستاجفاپرنوشته کړمه

 

-------------------------------------------------------

د هلمند د ژورناليستانو خپلواکه ټولنه

 

 

 

 

د لرغونپوهانو له نظره هلمند ډېره ښکلې، اسلامي ، تاريخي  او سرشاره سيمه ده ، د افغانانو د تېرو مدنيتونو او دورو يوه زانګو هم بلل کيږي په نوموړې سيمه کښې د علم اوهنر دورانونه او شخصيتونه تېر سوي دي .

 چي په نړيواله سطحه يې اثار خپاره سوي دي اوهم يې  په جهاني تاريخونو کښيې ځان ته مقام نيولى دى  لکه اکبر ( زمينداوري) ، ابو هاشم (سرواني) وزير فتح خان ، محمود (پردل) او داسي نور  ... چي دادى په وار سره يې د نورو فرهنګي فعاليتونو تر څنګ يوه بل ستر فرهنګي ګام هم اوچت کړ هغه دا چي په دغه ولايت کښې د لومړي ځل لپاره د ژورناليستانو يوه خپلواکه ټولنه جوړه سوه چي مشر يې ميرويس (پاڅون) دى دغه ټولنه د      I.W.P.Rيآ د سولي آو جګړې د رپوټ ورکولو د نړيوالي اداري ددېرش زره امريکايې ډالرو په لګښت جوړه سوه .

د يادي سوي ټولني د پرانيستلو په مراسمو کښې د هلمند والي اسدلله (وفا) د خپلو خبرو پرمهال د ټولني د چارواکو سره د نورو مرستو تر څنګ د ټولني لپاره د يوه تعمير د جوړولو لپاره د يوې نمرې ځکمي وروکولو ژمنه وکړه .

د يادوني وړ ده چي دا په هلمند ولايت کښې د ژورناليستانو لومړۍ خپلواکه او ازاده ټولنه ده چي جوړيږي  و به کتل سي چي څومره د هلمند لپاره ګټوره تمامېدلاى سي .

د سيستان خپروني خبريال

 

 

----------------------------------------------------------------------

 

راځئ ملګرو ټول به په شريكه ليوني سو !

  احمدشاه پاڅون : هلمند

 

 

 

كرم ټوله ورځ په بازار كښې ګرځي  هر ډيرى كسان چي ورسره عادت وي  راګرځوي يې يوه يا دوې افغانۍ وركړي بيا نو كرم ورته په لوړ اواز  سندري وايې  اكثره وخت كاكړۍ غاړي په يوه ډير سوزناك اواز وايې چې  اوريدونكى ځان ته راكاږي  او ورته دا جوتوي چي  كرم د ډيرو سترو ارمانونو پر فاتحو اوښكي توئ كړي دي  ډله ډله خلك ورته  راغونډيږي او د كرم د سندرو ننداره كوي ډيرى خلك يې په عذابوي  تر هغو روپۍ نه وركوي چي ښه يې په سندرو ستړۍ نه كړي  .

كرم چي تل يې زړې جامې او يو غټ كوټ په تن وي  د لښكرګاه ښار په بازار كښې ګرځي  كور او د اسيدو ځاى نلري  تر څو چي څوك ورسره خبري ونه كړي  كرم د چا خبرو ته ليواله ندى  . هغه ليونى سوى دى د لونتوب وجه يې نده معلومه  داسي لونى دى چي چاته ازار نه رسوي .

تبعي خبره ده چي  په هر ځاى كښې چي لوني پيدا سي د هغه سيمي كوچنيان يې په ډبرو ولي  او ورپسي ځغلي نو كرم هم د كوچنيانو د حملو او زورولو څخه خوندي ندى پاته تل د كوچنيانو ډله ورپسي وي  څوك يې په ډبرو ولي او څوك يې جامې كشوي  څوك  او څوك يې .....

كرم هم د كوچنيانو د رزرولو څخه خوندي ندى پاته سوى  هره ورځ د بازار پر هر چوك د كوچنيانو د سنګسار  د تود هركلي  سره مخ سوى دى  . پو بل ستر نعمت چي كرم ورڅخه بې برخي دي  حافظه ده ښايي هر وخت يې په زړه كي دا ارمان وي چي هغه ماشوم پيدا كړي چي  د هغه د ويشتلو د زخمونو له امله يې ټوله شپه ويښه تيره كړيده  او خپل زړه ورباندي يخ كړي خو دومره يې هم ذهن كار نه كوي چي  په هغه دم هغه ماشوم وپيژني چي يوازي يوه لحظه مخكښې يې په ډبره وويشت  .

دا ننداره ما پخپله په څو څو ځله په خپلو سترګو ليدلې ده چې يو ماشوم به  كرم ته ازار وركړ سم دستي به يې مخي ته راغلى  ورته ويل به يې  كرمه ! هغه هلك هغه هلك وو كرم به يوې اوبلي خواته وكتل  او په نيم ګړي ذهن كښې به يې دا درك  كړه چي زه دهغه ما شوم په خوله ولي وكړم زه خو د ځان سره ثبوت نلرم هسي نه چي

 

 

ما تير باسي او يو بې ګنا ماشوم راباندي و ډبوي  كرم شپه ورځ  دداسي ستونزو سره مخ دى  خو تر ننه مو ونه ليدل چي كرم پلانكى كوچنى وهلى او يا يې ورته څه ويلي دي .

دا خو  زموږ د ښار يو ليونى  وو اوس كه پرسد انسانانو ته لږ ځير سو د ډير افسوس خبره ده چي هغوئ ولي د خپل سالم عقل او ذهن څخه دومره كار نه اخلي څومره چي هغه ليونى دخپل نيمګړي عقل څخه كار اخلي .

كه لږ تيرو دو درو كلونو ته ځير سو چي په دغه وخت كښې په هلمند چي جګړييز ډګر تود پر تود ساتل سوى دى  چي پكښې زيات پوځي عمليات ، بمبارۍ ، ځانمرګي بريدونه ، حلاليدل ، غلچكي بريدونه شامل وه  په دغه ټولو كښې هره اړخ دا وايي چي زموږ هدف خپل دښمن دى  نو ولي نن د جګړې څخه د متاثره كسانو زياته شميره  دهلمند عام خلك دى  .

نو دا پر دې دلالت كوي  چي زموږ پرسد او هوښيار افراد  خپل عقلونه  او ذهنونه  د پلورلو لپاره ساتي . د غو دواړو اړخونو ته په كتلو سره د اباسين يوسفزي  هغه شعر پر ژبه راځى  چي وايي

دا موږ پكښي اخير په كوم يو جرم زنداني سو

راځئ ملګرو ټول به په شريكه ليوني سو  .

 

 

 

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 11 AM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 

غزل

 

سعديه پوپل : هلمند – لښکرګاه
په ناپوهۍ کښې چي د ميني تر کاروانه ولاړم
په سرو لمبو د عشق کښې زه نن تر جانانه ولاړم
خبره نه يم دا سبق د ميني چا راکړلو
زه چي په فکر دد لبر نن تر اسمانه ولاړم
د جدايې يوه لحظه دي راته کال ښکاريږي
لکه مجنون په لېونتوب زه تر بيابانه ولاړم
کلونه پس مي د ښکلي يار وصال سو نصيب
بيلتونه مه راځه چي زه تر خپل ارمانه ولاړم
سترګو قاتلو دي نن زه کړم پر دي حال جانانه
زه ( سعديه پوپل) په ژوند تر ګورستانه ولاړم
 

 

قاضي صيب اجازه ده ؟

 

دلاور پردېس  : قلعه کْهنه

زه دي پر جېب باندي حمله نه کوم
خو پر تا هم ګمان د غله نه کوم
د زر دعوه چي مي په لک  خلاصوي
په داسي خلکو فيصله نه کوم
په تش دېدن غواړي د جېب تلاشي
دومره نيمګړې معامله نه کوم
بعضي چوکۍ دي د غرور نه ډکي
خير دى د چا نه به ګيله نه کوم
چي حقيقت قدر د لاسه ورکړ
ددروغجن مقابله نه کوم
وايې لوټونه د ډالر پټوم
پر افغانو تبادله نه کوم
پرديس که وليده مزه د چوکۍ
پر خوار غريب به حوصله نه کوم



 

طنزيه شعر

 

زعفران (باغراني) هلمند

په مرګ باندي راضي يم ولي تا زه نه وژلم
ظالمه پلاره ولي دي بوډا ته ورکولم
زما پر سر چي اخلې ته ولور هغه دي زار سه
په غم دي کړم اخته پلاره ژوندون دي سور انګارسه
ايمان لوټو ته نه لري تا ډېر وژړولم
مېلمه دي زما غمونه کړه په سرو سترګو ژړېږم
مېړه مي تر تا مشر دى بابکه زه شرمېږم
د ښکلي ځوان ارمان لرم تا زاړه ته کښېنولم
خبره دي زما مور نه کړه تا خرڅه پر بوډا کړم
بابکه تر قيامته به وتاته زه ښېرا کړم
د پېغلو پيغورو ته دي زه څنګه غور ځولم
د بزې په شان دي خرڅه پر قصاب کړم
الله دي سزا درکړي زه خو ومه بې زبانه
بې رحمه ګراني مور خو په ناز ناز را لويولم
تر مځکه دي خداى (ج) لاندي کړي ظالم د نجلۍ پلار دى
د لور په ولور خېټه ډکوي غل داړه مار دى
زعفران (باغراني) شعر ته دا ظلمو مجبورولم

 


غزل

 

عبدالودود (هجران) هلمند

زه پوهېږم چي پخوا پر دغه لار راغلى يم
 لکه پرخه شين اسمانه پر سهار راغلى يم
په عشق کښې  به رنځور يم چي يم پروت په ميخانه کښې
رسوا نه يم چي له يار سره بېګار راغلي يم
تقديره څه منتر دي زما له ژوند سره ګنډلى
چي له ميني لېونى يم که خمار راغلى يم
يو سوالګر لکه د هېښمي پر موسم يم سرګردانه
نه پوهېږم چي اوس يار يم که اغيار راغلى يم
زه پوه نه سولم تر اوسه چي وصال يم که هجران يم
يو مغلق رنګه وجود په کوم اختيار راغلى يم



----------------------------------------------

 

 

د نامتو ادیب اوڅیړونکي ښا غلي معصوم هوتک پرنوي کتاب(پرمعیاري ژبه د معیارپه ژبه یوه

څیړنه) څوخبري

 

پر له پسې دوهمه برخه :  ليکوال کانديد اکاډيمېسن محمظم سيستانى: سويډن

 

 

هوتک صاحب په بل ځاى کښې د ښاغلي نجيب منلي دخولې څخه داسي مثال راوړی :« دښاغلی نجيب منلي لا، چي له خپل ګړدود پرته يې له نوروسره جوړه نه ده، هم له نيولوگيزم سره ورانه ده. دی ليکي: «زه چي نژدې ټول عمر مي د کتاب سره تېرکړی، درې څلور پردۍ ژبي مي زده کړي اوځان دپښتو دتاريخ او ادب له پېژندني هم بې برخي نه ګڼم، که دګوربت مجلې يوه ګڼه راواخلم او داستاد صميم مرکه يا داستاد زيار ليکنه لولم نو په نيمايې  يې هم نه پوهېږم او حيران سم چي داخبري دچا لپاره دي؟ ښاغلى نجيب منلی د نوو لغاتو جوړول د ژبي پرمختګ بولي خو زياتوي چې "... په وچ زور د هغو پور سويوټکوپښتو کول چې ژبې  دپېړيو او لسيزو په اوږدو کښې خپل کړي دي د ژبي لپاره به ګټوري وي يا به نه وي، خود ژبي د ويونکوسره ظلم دی . دفرمان په زور نه چاته کور، ډوډۍ، کالي رسېږي، نه څوک جنتي کېږی او نه ژبه کره کېږی، هر تحريک چې دفرمان او وچ زور له لاري دتاريخ يون بدلوي له ناکامۍ سره مخ کېږي، افغان ولس ته خو تاريخ دا هم ورزده کړه چی دا ډول ماجرا ګانې ډېرې سختي تاواني دي . په زوردپښتوکره کول ماته دپښتني فرهنګ جرړي ايستل ښکاري ... نو ديوعادي پښتو ويونکي په حيث هغو درنو مشرانو ته چې دنيولوجيزمونو په لارکښې بې شانه ستونزي ګالي په ډېره عاجزۍ سوال کوم چې خپله انرژي او زموږ دزده کړي وخت په داسي بې ضرورته سوغاتونو،ونه لګوي . تشريحي او اتمولوژيکي قاموسونه دي راته جوړکړي چې دخپل ولس  دخبرو ژبه  په ښه  شان زده کړو.

دی ( منلي صاحب) ځوان ليکوال او فرهنګپال«دکره پښتو محتسبانو په مقابل کښې » مقاومت ته رابولي او وايې چې :« خپله پوهه او قلم دپښتو خدمت  ته وقف کړي . په کره پښتو ليکل زموږ هيڅ درد نه رادواکوي خودپښتو په ژبه چې څومره دپښتولپاره ليکني ډېريږي، هغومره به پرې پښتوکره کېږ ی.» (۶۹مخ)

مرحوم علامه حبيبي دکندهارد ښار په لمن کښې ديوپښتون په کوراو غېږکښې  پيدا او لوی سوی دی، په پښتويې ليکنه کول او ددې ژبې د انکشاف او پرمختګ لپاره  يې خورا هڅي کړي دي.اوزيات کتابونه  يې په دې ژبه کښلي دي. . نوموړي پوهانددپښتو اوسني نثر باندي خپل  نظر داسي څرګندوي: «دپښتونثر چې اوس په مطبوعاتوکښې ليدل کيږي يا له راډيواوروېدل کيږی د نورو ژبو تر اثر لاندي يو کرغېړن نثر دی چې بايد تصحيح او دپوهېدلووړسي. دژبي  بڼه او د دا ډول او قواعدپکښې کوترم نسي... په هر صورت اوسنی نثر چې د کمي خواته روان دی دعلمي ټولنو دتوجه وړدی . زه پردې بېرېږم چي سبا به دليکوالو او عامه خلکو پښتو دوني سره ليري سوې وي چي يو د بله به نه سره پوهېږي... ځيني خلک په ښه نيت دپښتو دسوچه کېدو ته اړم سوي دي له ځانه کلمات جوړوي اوپه پښتويې ورننباسي چې نور خلک نه په پوهيږي . دژبي دغسي سوچه کول که په ښه نيت وي هم دګټي پرځای تاوان لري. او يوه نامفهومه دپيريانانوژبه ځني جوړوي. دا کار ديوه سړي نه دی. ښايې چې دپښتو ژبي يوګڼ دپوهانو انجمن داکار وکړي او هغه هم په داسي وخت کښې چي دژبي عمومي  څېړنه او پلټنه سوې  وي او هغه کليمې چې په ژبه کښې موندلاى  نسي بيا وضع سي- دژبي دسوچه کولو فکرلږ څه افراطي هم ښکاري ځکه چی پرکُروي مځکه داسي ژبه نسته چې دنورو ژبو له کلماتو څخه کورټ سوچه وي.

تاسو پرېږدۍ چې دپښتونثر د ګړدو دخيلو کلماتو سره  ددې وړ سي چې علمي او فکري او ادبي او ګران او پيچلي مفاهيم اداکړي چې علمي او فکري پانګه يې ډيره سوه او دا خوار بشرکی يې لږ څه غټ او تکړه سو بيا هغه هرڅه چې وغواړۍ زغم به يې ولرئ ، مګر اوس شيدو رودونکي کوچني ته دغټ سړي خواړه مه ورکوئ چې سبا به يې په چاره پوري اريان يو.»(پرمعياري ژبه ...۱۷۲ - ۱۷۳مخ ) له پورتني اقتباس څخه وروسته هوتک صاحب  ديو بل ژبپوه خبره داسي رانقلوي:«دژبې يو بل ماهردوکتور،د زړو يا مړوکلماتو پښتوکونه او نوولغاتو جوړونه يوراز ساري او حياتي مبتلايې  ګنلې ده. او زياتوي چې د دغي ساري ناروغۍ په مقابل کښې «اومه ځوانان لکه متعلمين او محصلين معافيت نلري، اوژر په مبتلا کيږي.» (۱۷۳مخ)

په همدې ارتباط هوتک صاحب خپلې لېکنې ته  داسي ادامه ورکوي:« اوس له بده مرغه دا ساري ناروغي عامه سوې  او افراطي سوې ده اوتردې اندازې عامه سوې ده چې پخپله پوهاندزيار صاحب هم په  مشکل ورسره اخته دی او وايې چې زه يوازي دخپلو جوړوسوو لغاتو مسئوليت اخلم، نور په ما اړه نلري . تردې پخوايې ويلي وه چې " له بدمرغه وروسته په دې برخه کښې دځينو خلکو بيسروبوله جوړوني ددې سبب  سوی چې زموږ ژبنۍ ټولني  دا لړۍ ګرد سره پر ېږ دي..."

خوزه (هوتک)  وايم  د دې بې مسئوليتۍ مسئوليت به دهغه چا پر غاړه وي چې له مکررو خبرداريو او سپارښتنو سره سره  يې دلغات جوړولو دکارخانو دتاسيس لارخلاصه کړه. داپنډل چي هرچا مات کړی دی، له پښتو سره يې په رښتيا جفا کړې ده او دپوښتني مستحق دی!" پښتو ژبه زمو ږ دمتخصصينو له لاسه ريشخندکيږي . دعوامو ژبه که دماهرانو په لاس ورانه نه سي، پخپل تدريجي پرمختګ سره خورا سم تکاملي سير تعقيبوي . زه دپوهاندزيارصاحب داخبره منم چې دمعيار په ټاکلو اوسمبالولوکښې دپوهانو رول ډېرستر دی. خبره دپوهانوپر رول نه ده، خبره دپوهانو پر بی وخته  لاسوهنه ده. خبره پرهغه ټاکلې او مشخصه  زمينه باندي ده چې دمعيار په منځ ته راتګ کښې حتمي او لازمي ګنله کېږ ي . پوهاندزيار صاحب د ارواښادپوهانددکتور الهام هغه خبره يادوي چې دوئ ته يې دپښتوژبي دکره ليکنې دتاريخي زمينې ( سرمايه داري نظام) په برخه کښې کړې وه، خوخپل هغه دلايل نه راوړي، چې ولي يې نو دالهام مرحوم پردغه اصولي مشوره باندي غوږ نه و نيولای؟

 پرمشخص تاريخي زمينې سربېره، دژبي دمعيار منځ ته راتګ دهغې دويونکو لازمه تکاملي سطحه غواړي، دليک لوست( سواد) تعميم غواړي، دتعليم رواج غواړي او په خلکوکښې دمدنيت اومدني ژوند غزيده غواړي . يوقوم چې په نس موړ نه وي، په تن پټ نه وي، مکتب او تعليم ورته مهيا نه وي، صحت ونه لري، څلورلسيزي يې په جنګ کښې تېرې کړي وي او اوس لاهم په جګړه کښې ولاړ وي، هيواد نه يې دفنا او بقا سوال مطرح وي، خو څوک ورته دژبې دمعيار جوړولو اوښ لاهم چوکوي او هغه هم د(س) او (ش) په تعريف. داکار نه څوک پرعلم برابرولای سې اونه يې دعملي کېدو چانس سته .»(۶۹- ۷- مخونه)

 

 

--------------------------------------------------------

 

 

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 11 AM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 

 

 

دولت موسى قلعه له  ..........

 

 

      

 

افغان او نړيوالو ځواکونو  له شپږو ورځوعملياتو وروسته موسى قلعه ولسوالي له طالبانو څخه  ددرنو بمباريو او د سيمه ايزو خلکو په وينا د کروز توغنديو په مټ ونيوله  .

طالب وياند قاري يوسف احمدي سيستان جريدې ته د ټليفون پر کرښه وويل ځکه يې جنګيالي د موسى قلعه څخه ووتل چي بهرنيو ځواکونو له سختو بمباريو څخه کار اخيست چي ولسي خلکو ته پکي ډېر ځاني او مالي زيانونه اوښتل هغه وويل چي په د موسى قلعه په نښتو کي تر څلوېښتو زيات برتانويان وژل سوي دي او زياته يې کړه چي کېداى سي ددوئ هم تر دېرشو طالبان وژل سوي وي .

 

 

افغان او ناټو ځواکونه وايې چي د موسى قلعه ولسوالۍ له نيولو وروسته طالبان د سنګين او بغران ولسواليو ته ولاړل .

د موسى قلعه ولسوالۍ له نيول کېدو  څخه څو ورځي وروسته د هلمند ځيني چارواکي او څو سيمه ايز خبريالان نوموړي ولسوالۍ ته ولاړل او هلته يې د افغانستان ملي بيرغ ورپاوه . چاوراکي ټينګار کوي چي دا ځل به طالبانو ته  دا موقع ورنه کړي چي موسى قلعه ونيسي .

                     

----------------------------------------------------------------------------------------

 

محمد اسماعيل (شريعت يار) لښکرګاه

 

راسئ نور فکر خپل وطن ته وکړو
چي چا پرې ظلم او تېرى کړى دى
چا ورته زړونه له غمو وخوړل
چا له خوښيو دا تېرى کړى دى
چا يې نظر د بشپړتيا کړى دى
چا دغه نن سبا تېرى کړى دى
څوک په قانون او شريعت يرغلګر
ولي يې دلته يو وار بيا کړى دى
موږ شربيان او که نشه نشه يو
د تفکر څخه خسته خسته يو
که د غليم په وينه  توره سره کړو
بريا مو يو وار بيا په غم بدليږي
که مو خوښي و آزادۍ ته وکړه
سم عدالت مو په ستم بدليږي
که مو افق ته صباوون راغلى
دغه رڼا مو په تور تم بدليږي
که ډول ، ډول عذابونه څکو
ژوندى افغان وي په صنم بدليږي
د مشورې او اطاعته ياغي
له خپله بل ته په ګيله ، ګيله يو
سپېڅلي ميني مي کافر  بللم
چي ور داخل سوم دا علت راښيې
وروسته زه پوه سوم چي دوزخ ته ولاړم
که څه غليم دغه جنت را ښيې
پر زړه مي مينه په لمبو کي سوځي
سترګي بيلتون فراق زحمت راښيې
د ارمانو تابوت مي ځي وګور ته
غليم يې اوس ژوند او وصلت را ښيې
که خپل وجدان ته يو څه سر کړو کښته
دا مو نفاق دى چي ټوټه ، ټوټه يو
هر زبر ځواک راباندي زده کړه وکړه
زه خوار افغان يم ښه ژوندون نلرم
له هرچا تللى يمه غرونو، دښت ته
تل مهاجر يمه سکون نلرم
يو مي حلال بل مي په جيټو ولي
په تور تورن يمه خلاصون نلرم
کور مي خراب دى د جګړو د لاسه
ډېر نا اميده يم رغون نلرم
يو څه خو موږ هم بايد پړه ومنو
چي خپل په خپله په جګړه جګړه يو
هغه اواز هغه شعار مو څه سو
چي يې نړۍ له اورېدو لرزېدل
هم هغه سوبي او برياوي نسته
چي پرې زموږ تاريخپوهانو وياړېدل
شريعتياره سوه نېسي مو توره


 

محمد اسماعيل (شريعت يار)

 

راسئ نور فکر خپل وطن ته وکړو

چي چا پرې ظلم او تېرى کړى دى

چا ورته زړونه له غمو وخوړل

چا له خوښيو دا تېرى کړى دى

چا يې نظر د بشپړتيا کړى دى

چا دغه نن سبا تېرى کړى دى

څوک په قانون او شريعت يرغلګر

ولي يې دلته يو وا بيا کړى دى

موږ شربيان او که نشه نشه يو

د تفکر څخه خسته خسته يو

که د غليم په وينه  توره سره کړو

بريا مو يو وار بيا په غم بدليږي

که مو خوښي و آزادۍ ته وکړه

سم عدالت مو په ستم بدليږي

که مو افق ته صباوون راغلى

دغه رڼا مو په تور تم بدليږي

که ډول ، ډول عذابونه څکو

ژوندى افغان وي په صنم بدليږي

د مشورې او اطاعته ياغي

له خپله بل ته په ګيله ، ګيله يو

سپېڅلي ميني مي کافر  بللم

چي ور داخل سوم دا علت راښيې

وروسته زه پوه سوم چي دوزخ ته ولاړم

که څه غليم دغه جنت را ښيې

پر زړه مي مينه په لمبو کي سوځي

سترګي بيلتون فراق زحمت راښيې

د ارمانو تابوت مي ځي وګور ته

غليم يې اوس ژوند او وصلت را ښيې

که خپل وجدان ته يو څه سر کړو کښته

دا مو نفاق دى چي ټوټه ، ټوټه يو

هر زبر ځواک راباندي زده کړه وکړه

زه خوار افغان يم ښه ژوندون نلرم

له هرچا تللى يمه غرونو، دښت ته

تل مهاجر يمه سکون نلرم

يو مي حلال بل مي په جيټو ولي

په تور تورن يمه خلاصون نلرم

کور مي خراب دى د جګړو د لاسه

ډېر نا اميده يم رغون نلرم

يو څه خو موږ هم بايد پړه ومنو

چي خپل په خپله په جګړه جګړه يو

هغه اواز هغه شعار مو څه سو

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

احمد شاه پاڅون :لښکرګاه

که دي وفا ته زړه وي
د شنو وښو څه يې زده کړه
د هغو شنو وښوڅه
چرته د سيند پرغاړه
چي په خوښۍ اوسيږي
چيرته چي څوک ډوبيږي
د هغه سيند اوبوکي
لاس غځوي و هغه شنو وښوته
واښه هم لاس ورکوي
که يې د توانه ووزي
ځآن ډوبوي ورسره


 



 

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 11 AM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 

 

 بريالى هلمند د ١٨٠٠ محصلينو مشر وټاکل سو !

  

 

د ٢٠٠٧ م کال د  نومبرپر٦مه په هند کښې د افغانستان په سفارت کښې د افغان محصلينو د اتحاديې د رياست لپاره ټاکني تر سره سوې چي درې کسانو ځانونو ورته کانديد کړي وه چي يو يې د بست فرهنګي ټولني مشراو د بګړۍ مجلې د امتياز څښتن بريالى هلمند وو چي دا مهال په هند کښې پخپلو لوړو زده کړو بوخت دى او دوه نوره يې فهيم شاداب او سيد محمد کايف وه په نوموړو ټاکنو کښې بريالى هلمند د ډېرو رايو په ګټلو سره د نوموړي اتحاديې د مشر په توګه و ټاکل سو .

د رياست د ټاکنو سره يوځاى د مشورتي بورډ لپاره هم ټاکني وسوې چي ٨ کسه ورته بريالي سول .

 

د نوي اتحاديې تشکيلاتي جوړښت

 

مشر : بريالى (هلمند)

مرستياله : حمديه (همدرد)

د بورډ غړي

 

١- برى ( منګل )٢- وحدت (وفا)٣-عبدالله ( عزيزي )٤- مرتضى٥- رحيم الله٦- ذکريا٧- خالد .

د يادوني وړ ده چي دا مهال په هندوستان کښې ١٨٠٠ افغان محصلين په خپلو لوړو زده کړو بوخت دي .

 د سيستان خپروني خبريال

 

 

اداره

 

 

+ ليکل سوۍ په  17 Dec 2007ساعت 11 AM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری |