تبليغاتX
سیستان
سیستان په هلمند کی خپلواکه جريده
څومره لږ وې، څومره ډېــــــــــر شــولې جانانه
چا ويل چې رانه هــــــېر شــــــــــــولې جانانه

ملنګان دې درنه ګردچاپـــــــــــــيره ناســت دي
سم د پير بابا په څير شــــــولې جـــــــــــــانانه

ما وې را به شې او بخت به مې بيدار شـــــي
خو چې راغلې رانه تېر شولې جـــــــــــــــانانه

لکه باز کا په کوترې منګول ښـــــــــــــــــــــخه
داسې زړه نه مې چــــــــــــاپېر شولې جانانه

ته خو ســـــــــــــــــــــــــم د زړه ژورو ته کېوزې
ته خو ســــــــــــــم د عابد شعر شولې جانانه

بازمحمد عابد
٢٠٠٧/١٢/١٣کابل






که پردۍ يم درته خــــــــــــپل مې کړه جانانه

ته او خداى د اوربل ګـــــــــــل مې کړه جانانه

غزلتوري مې د سپـــــــــــينې غاړې هار کړه

د مين شاعر غزل مې کـــــــــــــــــــړه جانانه

ګوندې تا ته په څه چل درورســــــــــــــــــيږم

لاروى د خپل منزل مې کــــــــــــــــړه جانانه
په رخسار مې بلا ډېر خاـــــــــــــــلونه کيږده

د شــــــــــينکو ستورو ځنګل مې کړه جانانه

ته له مانه څومره ډېره ميــــــــــــــنه غواړې؟

راشه ډېره ډېره ښـــــــــــکل مې کړه جانانه




تا ته ياد او ما نه هيـــــــــــــــــــرڅه دي جانانه
زما و ستا تر مـــــــــــــــنځه تير څه دي جانانه

که مولا په ګــــــــــــــــــــوتو راکړې بيا به ګورو
اوس دې يو موســــــکا کې ډېر څه دي جانانه

يو خو زما د نــــــــــظر شپول کې را ايسار يې
وايه نور درنه چــــــــــــــــــــاپير څه دي جانانه

د جهان ښـــــــــکلي به ډېر په ښکلا ناز کړي
ستا د يو ادا په څــــــــــــــــــير څه دي جانانه

ستا په خوله به مرګی هم له ستوني تير کړي
باز ته زهر او ګـــــــــــــــــــــنډېر څه دي جانانه

+ ليکل سوۍ په  7 Jan 2008ساعت 1 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 

دميوندغزاپه ١٨٨٠ کي د کندهار دميوندپه ولسوالي کي پېښه سوه٠ انګريز پوځ دنومبر پر ٢١ دډونالډ سټوراټ په مشري پښين ته داخل سول او په ١٨٨٠ کال د اپريل په لومړي نېټه يې اعلان وکړ چي کندهارله افغانستان څخه جلا سواوشيرعلي د مهردل خان زوی يې خپل ګوډاګی والي وټاکی٠ په١٨٨٠ کال د جون په مياشت کي علماوو غازي ايوب خان په خپله ګډه فتواسره خپل امير وټاکی او دده په نامه سکه ووهل سوه اوخطبه ولوستل سوه٠ دميوندجګړه د همدې کال دجولای پر ٢٧ نېټه باندي ونښتل، په دې جګړه کي ١٣٠٠٠ انګريزي پوځيان مړه او يو جګړن د مک لاين په نامه باندي ژوندی ونيول سو٠ په ميوند کي دانګريزانو د ٦٦ نمبر کنډک څه د پاسه ټول سرتيري مړه او يو تن يې په تيښته بريالی سواو په دې جګړه کي دافغان شهيدانو شمېر څه دپاسه ٧٠٠ تنه وو٠ او بيا هم په ١٨٨٠ کي انګريزانو پر غازي ايوب خان باندي بريد وکړ چي له مقاومت سره سره ايوب خان شاتګ ته اړ سواو داميرعبدالرحمن خان په خيانت ايوب خان کندهار او هرات دلاسه ورکړل او ايران ته ولاړی٠ په ١٨٨٧ کي ايرانيانوايوب خان د انګريزو کونسل ته وسپاري چي بيا د تل د پاره په راولپنډی کي پاته سو،اونوموړی غازي په ١٩١٤ کي وفات اودده دوصيت سره سم په پيښور کي خاورو ته وسپارل سو٠ په دوهمه جګړه کي ١٤٠ زرو انګريزي پوځيانو برخه درلودل چي بيا يې هم ٣٠٠ پوځيان مړه   ا و څه دپاسه ٤٠ ميلونه پونډه مالي زېان ورورسيدی چي په دې ډول د ميوند غيرتي جګړې ګران افغانستان له تجزيې څخه وژغوری او د ستر کندهار د ٨٨٨ ورځو بېلتون يې ختم کړی٠ ملالۍ پیغله دميوند دجګړي ريښتنې اتله ده چي په خپلو دې خوږو او احساستي ټپيو يې دميوند جګړه  بری ته ورسول٠

که په ميوند کي شهيد نه سوې       خدايږو لاليه بي ننګي ته دي  ساتينه  
خال به ديارله وينو کښېږدم            چي شينکي باغ٠کي ګل ګلاب وشرموينه
 

غازي ايوب خان،جنرال تاج محمد،ملا يحي اخندزاده ترين،مير بچه خان او ستره ملالي دميوندجګړې له مشهوروسرتيرو او ملي اتلانو څخه دي٠  

پښتون بهرامزی   

 
+ ليکل سوۍ په  7 Jan 2008ساعت 1 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 
ـ

په نــــــــــــــــــاپوهۍ کښې چي د ميني تر کاروانه ولاړم
په ســـــــــــــرو لمبو د عشق کښې زه نـــن تر جانانه ولاړم


خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــبره نه يم دا ســـــــــبق د ميني چا راکړلو
زه چي په فـــــــــــــــــــــــــــــکر دد لبر نن تــــــــر اسمانه ولاړم


د جدايې يوه لحظه دي راته کــــــــــــــــــــــــــــــال ښکاريږي
لکه مجنون په لېونتوب زه تر بـــــــــــــــــــــــــيابانه ولاړم


کلونه پس مي د ښکلي يــــــــــــــــــــــار وصال سو نصيب
بيلتونه مه راځه چي زه تر خپل ارمــــــــــــــــــــــــانه ولاړم


سترګو قاتلو دي نن زه کــــــــــــــــــــــړم پر دي حال جانانه
زه ( سعديه پوپل) په ژوند تر ګـــــــــــــــــــورستانه ولاړم
 






سعديه پوپل : هلمند

+ ليکل سوۍ په  7 Jan 2008ساعت 12 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 زه دي پر بڼو پروت لكه خلى وم تا نه ليدم

 ستا مخ ته ولاړ زه لكه څلى وم تا نه ليدم

 ما د سترګو لپې اخير تاته اشنا ونيوې

 زه لكه يتيم هر چا رټلى وم تا نه ليدم

 ما د خپل زړګوټي څراغونه ټول وژلي وو

 زه له ځانه تاته در ليښلى وم تا نه ليدم

 ما له دې ګلباغه سترګې كله اړولاى سوې

 زه دي پر څېره را ټوكېدلى وم تا نه ليدم

 ما چي ستا په ذكر كې جانانه! خوب شړلى و

 ستوريو او سپوږمۍ ټولو ليدلى وم تا نه ليدم

 ما دي د ښكلا و نندارې ته خوله ګنډلې وه

 زه د انتظار په ستن پېيلى وم تا نه ليدم

 ماته دي سوغات د خندا ځكه را پېرزو نه كړ

 زه ستا په محفل كې نابللى وم تا نه ليدم

 ستا د خوږې مينې په هوس مي تېراوه ژوندون

 زه د خپلو هيلو يو درست كلى وم تا نه ليدم

 ته لكه د ګل خوږبويي خپور وې ما ليداى نه سوې

 زه لكه سپېرې خاورې شيندلى وم تا نه ليدم

 تا د بڼو غشي زما پر لور را خوشي كړي وو

 زه دي د مرغه په څېر ويشتلى وم تا نه ليدم

 ته بې غمه ناست د خپل غرور سپينه ماڼۍ كې وې!!

 زه افغانستان وم نړېدلى وم تا نه ليدم

 خود به باركواله! جهاني كوي ګيله له ما

 زه له \"وركې مېنې\" نه درغلى وم تا نه ليدم


 13 سپتمبر 2006م كال / كوټه
+ ليکل سوۍ په  7 Jan 2008ساعت 12 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 



په سترګو کې لاس موږي غرېو نيولي ماشومان

دا چا دي ژړولي ، نازولي ماشومان

ماښام د شنه اسمان کاسه کې سپورې وريزې نه وې

چا کونډې  غولولي ، خوبولي ماشومان

ستا سرې سترګې ترې ځار شه سګرټ مه بلوه ژڼيه

ايره -ايره به تويې شي سرګړي ماشومان

په سوله ابۍ نه کېږي د تک شنه سپرلي زېری

بمونو دي له  کلي  رژولي  ماشومان

يو ، يو مخ د هندارې ، بل  په بل مخ کې مخ کوري

( لمر ) دواړو ته ويلي دي چې ښکلي ماشومان

لمر نيازی / خوست


 

+ ليکل سوۍ په  7 Jan 2008ساعت 12 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

شعر هغه څه دى چې په زړه ولګېږي او خوند درکړي .طبعاًپکار ده چې ښه تصوير،ښه خيال او نوى مضمون بايد ولري او په اصطلاح زړې بابولالې نه وي .تصادفاً ستا تر دې پوښتنې څو شېبې مخکې مې د سحر صاحب دا شعرپه بېنوا ډاټ کام کې ولوست ، خوند يې راکړ .دغسې شعر يادوم

د سحر صاحب د شعر بېلګه :
اغـــزي او ګلان
يو څو کلونه مې د ژوند له کلو بېرته باسم
 
ژوند کې يې نه شمېرمه
 
زه مې د عمر کليز،
 
بېرته له سره ليکم
 
يو څو کلونه مې پخپل عمر کې نه شمېرمه
 
پوهېږې کوم کلونه؟
 
هغه کلونه چې له تاسره مې مينه وکړه
 
هغه کلونه چې مې عقل رانه تا وړی و
 
هغه کلونه چې مې ذهن کې يوازې ته وې
 
هغه کلونه ستا د عمر په کلو زياتوم
 
يو څو کلونه مې د ژوند له کلو بېرته باسم
 
ژوند کې يې نه شمېرمه
 
په دې اميد چې بيا دې ياده نه کړم
 
رښتيا!
 
که دا کلونه مې د ژوند له کلو بېل کړم،
 
رانه هېره به شې؟
 
نه نه تا هېرولی نه شم
 
ته مې په خټه کې يې
 
راځه له بلې دې خبره کړمه
 
زما کوټه کې د کړکۍ خوا ته د لمر رڼا ته
 
هغه خاورين ګلدان کې ګل،
 
درته ياديږي که نه؟
 
چې ته به نه وې، زه به يې خوا ته ناست وم
 
چې ته به رانه غلې نو مړاوی به شو
 
اوس چې ته نه راځې، همېش تازه وي
 
پوهېږې تېره ورځ مې څه وکول؟
 
د هغۀ ګل ترڅنګ مې وکارۀ د ځوځو بوټی
 
ستا به باور ونه شي
 
سهار چې پاڅېدم له خوبه څخه
 
ګل او اغزي په يوۀ بوټي کې و
 
زه ورته ګورم، ته مې ياد يې،
 
ته مې نه هېرېږې
 
نو:
 
که هغه څو کاله مې وباسم د ژوند له کلو
 
بيا به مې هم ته چېرې هېره نه شې
 
زما په ذهن کې د مينې او کينې جګړه ده
 
زما په ذهن کې اغزي او ګلان دواړه اوسي!!!

 

+ ليکل سوۍ په  7 Jan 2008ساعت 12 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 



       
موږراغلي ووله غـــــــــــــــــــــــمه له غــــموسره موكارشو
        
تښتېدلي ووله ويره له ســـــــــــــــــــــــــــلګوسره موكارشو

اوس موهيڅ نشوكـــولاى چې ګيرشوي ووالهامه
   
چې يې خوب كې ويرولـــــــــــوله هغوسره موكارشو
        

 


 غزل


يوڅـــوك راغـــــــــــــــــــلى په محــراب زمادخيا ل
اخلي مستي اخــــــــــــــــــــلي شــرا ب زمادخيا ل

اخلي هستي اخـــــــــــــلي جوهراخلي هرڅه مې
اخلي ثــــــــــــــــواب اخــــلي عذاب زمادخيا ل

اخلي ســـــــــــــــوراخلي غزل اخـــــلي سـنـدرې
اخـلي نغـمې اخـــــــــــــلي رباب زمـاد خـــيا ل

اخلي شوراخــــــــــــــلي شرراخــلي جنــون مې
اخلي ځنځيراخــــــــــلي هرباب زمــادخــيا ل

اخلي شـــــــــوراخلي ژوندون اخلي هرڅه مې
اخـلي الهـام اخـلي كتـــــــــــاب زمادخيــا ل


غزل


ټــــــپــــه د زړه لـه تـله پـه رباب كـــېږد ۍ وهي
زما د زړه پـــه كــوركې په كـتاب كېږد ۍ وهي

ناڅـي پرې ګناه د دوزخـــــي لمــــبومېـــلمه ده
مستــــــي راځي په زوره په ثواب كېږدۍ وهي

ياره اوس به چــېرتــه ترې پـــــــــــه پټه لاره باسو
داغم هم لكه سوا ل شوپه هرځواب كېږدۍ وهي

شــــور د زولانو وو زوږمـې ستاترغوږونه شو
اوس سلګۍ دزړه په دښته په شتاب كېږدۍ وهي

اوس فضا الهام  شوه او چــــيــنې هم ســندريزې
غز ل مې دزړګـي چـــې په هـرباب كېږدۍ وهي


 

غزل


اې زمــــونږه پيـره زمونږ ياره چــېرته لاړې
بيا زمونږله كـلي زمونږ له ښـاره چـېرته لاړې

كورتــه دمســتئ دوو راغـــلي مـونږ په تمه
اې د هوســونــوبيـروبـــاره چېــرته لاړې

اوس دربــابونود نغمــو ژبـې ګونـــګئ دي
اې دمســتئ سـوره يــكه زاره چېـرته لاړې

ماويل چــې به بيـا كړو سـندريزه تنـده ماته
اې ياغـي ربــابه ا ې سېتـــاره چـېرته لاړې

اې دغزلونو دښــايــست اوښــكلا حـورې
بياپه كومه هيـله پــدې لاره چــــېرته لاړې


غز ل

 
له لېرې ده راغلې يـوه هوســـۍ زمادكلي
راوړ ې يې په سترګوكې  مسـتۍ زما دكلي

هم شور د ه هم شرر د ه ټوله ميـنه ميـنه ده
غــلـه ده دغـــروراودهســـــتۍ زمادكلي

اوس خوتخت لري اوتا ج لري وكيله  ده
وړوكې مسته چټه شازادګـــــۍ زمادكلي

خدايه ! بر ۍ وركړې ازموينه ده دمينې
له خيا ل سره وتلې په سيالــــۍ زمادكلي

مينه چې قلم كې ځغلېدلـــې لېونــــۍ ده
له الهام سره مخ شوېده مكــــۍ زمادكلي

 


+ ليکل سوۍ په  7 Jan 2008ساعت 11 AM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

نګاره ستا دغه سپېڅلئ ښايئست
او دځوانۍ وختونه
لکه کوبۍ د اوبه خور د پاسه
چه ئې ډولۍ د څو شېبو لپاره
اوبو را خيستې د سکوت په ژبه
چه د څپې له بيري ورکه سي ژر
نو
ستا به هم تېر سي د ځوانۍ وختونه
ها د هوس او د مستۍ کلونه
بيا به دي ستر ګو کي اورونه نه وي
بيا به دي زلفي ماښامونه نه وي
بيا به دي شونډي سره جامونه نه وي
نور به دي نه وي نني نازونه
او بيا به ستائې پروني وختونه

+ ليکل سوۍ په  7 Jan 2008ساعت 11 AM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

 

دادډېوړند په زور تپلې کرښه
 دا د پښتون تر زړه وتلې کرښه
 دا ورور له وروره بېلولای نشي
 دا پښتنه مینه ویشلاې نشي
 داد انګریز د نفاقونو لومه
 دا د پنجاب د پلانونو لومه
 چي یو وجود غوندي سړي بېلوي
 څوک په غلجي او دراني بېلوي
 زما په کور کي چي دا اور بلیږي
 زما یتمان چي کور په کور ژړیږي
 زما پر سر چي دا بمونه اوري
 زما جنازې چي لور په لور ي دورومي
 څوک مي په نوم د ترهګر یادوي
 څوک مي بې علمه ټول ټبر یادوي
 څوک مي ویاړونه حماسې ورانوي
 څوک مي د پلار نیکه شملې ورانوي
 د ټولو جړ دی دا بدنامه کرښه
 راځئ چي پاکه کړو تمامه کرښه
 یو به کړو واړه لر او بر پښتانه
 چي شي راټول پر یو ټغر پښتانه
  نیویارک
خالدهادي حیدري
+ ليکل سوۍ په  7 Jan 2008ساعت 11 AM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری |