![]() |
![]() |
|
| سیستان په هلمند کی خپلواکه جريده |
|
سرليکنه هلمند يوازي لښکرګاه نه دى کابو له يوه کال څخه زياته موده کيږي چي هلمند ولايت خپل پخوانى امنيتي وضعيت له لاسه ورکړى دى او پوځي کارپوهان هم په دې اند چي په تېرو دوو کلونو کښې يې ورځ تر بلي حال د کوږوالي خوا ته روان دى آيا افغان حکومت کمزورى دى؟ ، يا مخاليفين يې زورور دي او که نړيوال خپله دا حالت غواړي ، مخاليفين يې پر پښو دروي ا و..... تر ډېره بريده کيداى سي چي ځيني روڼ اڼدي نور په پورتنيو خبرو پوه سوي وي او دلته ورباندي د رڼا اچولو اړتيا نه وي پاتي سوې مهم ټکي دادي چي ډېر وختونه ځايې خبريالان وايې چي د هلمند د ګڼو ولسواليو لکه نوزاد ، سنګين ، موسى قلعه ، ګرمسېر ، خانشين ، او ديشو د کليوالي سيمو ور ها خواته يې مرکزونه په بشپړه توګه د نړيوالو له خوا په هوايې بمباريو کښې وران او ويجاړ سوي دي داسي ورځ به کمه وي چي د خبري رسنيو څخه په هلمند کښې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي خبرونه نه ترلاسه کيږي ، او بهرني ځواکونه دي خپل پر سر د خلکو په کورونو کښې تلاشۍ نه کوي او بېګناه خلک دي نه وژني خو کله چي سيمه ايز خلک ورته شکايتونه تر چارواکو پوري راورسوي نو هغوئ بالکل ځانونه ناخبره بولي کله که دا خبري د رسنيو له لاري نشر ته سپارل کيږي نو دوئ وايې چي يوازي مېډيا د هلمند رنګ وربدوي او د بيا رغاوني خبرونه نه خپروي آيا دا ټولي خبري دروغ دي ؟ ياکه د هلمند ولايت دلالت يوازي پر لښکرګاه کيږي ؟ د يوه روغ او خپلواک افغانستان په هيله
|
|
پدې ډول خبروسوله راوستل ناشونې ده حبيب الله غمخور : سويډن يوازي اويوازي په سوله اوملي تفاهم سره کېداي سي دهيوادداماته کښتۍ ترساحله ورسېږي سولي اوملي تفاهم ته رسېدل عالي تدبير ،صداقت دخبرو اوعمل يووالي ته اړتيالري پدې شپو او ورځوکښې ددولت اومفالفينوتر منځ دخبرواومذاکرودپيل مسله ډير توده سوې وه ،په ځانگړې توگه کله چې دافغانستان جمهور رئيس دملگروملتودسازمان په عمومی غونډه کښې دبرخې اخيستوپه موخه نيويارک ته سفروکړ . ولسمشرکرزي په نيويارک کښې دافغانستان په اړه له يوه نړيوال کنفرانس وروسته خبريالانوته په خبروکښې له وسله والو طالبانوسره خبرواتروته چمتووالی وښود.هغه وويل : (( دافغانستان حکومت په جديت له طالبانوسره دسولې پرخبرو اترو کارکوي اوهڅه کوي چې وسله وال مخالفان اودهغوئ پلويان له جګړې لاس اخيستلواو پخلاينې ته وهڅوي .خوکرزي په عين حال کښې وويل دا ګرانه ده هغه کسان په ګوته کړي چې سوله غواړي اوهغه چې سوله نه غواړي .)) BBC زماپه عقيده داخبره دتبليغاتولپاره ښه ده چې طالبان څوډلي دي ،مگرکله چې ددواړو خواوو تر منځ دروغي جوړي لپاره دلېدوکتواوخبرو مسله مطرح کېږي اړينه داده چې له ټولوبې بنسټه اوهغوويناونه ډډه وسي کوم چې دواړي خوا وي سره ليري کوي اويا يوپربل دبې باورۍ دزياتېدولامل گرځي . داچي دولسمشروياند يوځل وايي موږحاضر يودطالبانوسره خبري وکړو، اوبله ورځ چې په يقين سره دبهرنی بې گټی فشارپه اساس په احساسا توسره وايي چې طالبان پر څوډلوويشل سوی دي ،موږ يې دهغوسره خبري کووکوم چې قانون مني اوسوله غواړي او . . . . داسي معلومېږي چې داچارواکي ځانونه غولوي .داواضح ده که ددولت مخالفينوداحکومت اوقانون منلاي ستونزه چېري وه؟ ددولتي چارواکو لخواداسي دريځ دنږديوالي اوخبروامکانات نورهم له گواښ سره مخامخ کوي ، ځکه ددولت مخالفين هم دځان لپاره ځانگړي دلايل لري .يعنی دولت اوپلويان يي ددولت مخالفين ملامت بولي اوددولت مخالفين بيادولت ملامت گڼي . همدا دليل دی چې نړيوال اوغوڅ اکثريت افغانان ددولت اومخالفينوترمنځ دخپل مينځي خبروپيل اودسولي له لاري داوسنۍ کشالې دحل پلوی کوي اودغه وړانديزته يي په لومړي سرکښې هرکلى ووايه .اړينه داده چې ټول دولتي چارواکي اونطاقان يې پخپلو ويناوکښي جوړونکي اړخ ته زياته پاملرنه وکړي .په زرورو خبرواوغاښ چيچنو هيڅ ستونزه نسي حل کېداى اونه هم داپيداسوی واټن رالنډيږي . کله چي ښاغلي کرزي د یوې کاناډايي رسنۍ سره په مرکه کښې ویل :(( که بهرني پوځي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي ، هېواد به له وینې بهېدونکي اړودوړ سره مخامخ سي .)) هغه لحظه دټولودببرک کارمل خبره ورپياد سول ،هغه به هم تل داسي ويل ،خوهغه به شوروی لښکري يادولې . په حقيقت کښي داسي نده ،مگر په يوه شرط چې دبهرنيانوتر وتلودمخه خپل مينځي تفاهم وسي اودملی پخلاينې دولت له ټولوپخوانيوسياسي تعصوبونونه پرته جوړسي . ځيني دوستان وايي کله چې شورويان ووتل څوکاله په افغانستان کښې هيڅ خبره پېښه نسوه ،کيداى سی اوس هم که بهرنيان ووزي کومه خبره پېښه نسي .داسي فکر کول لږ اشتباه راته معلومېږي ،هغه په څودليله : ----------------------------------------------------------------- سيستان د ادب په کړيو او پېړيو کښې ليکوال : شريف الله (دوست) لښکرګاه ١- سيستان پېژندنه سيستان زموږ د هيوادهغه لوېديزه سيمه ده چي له مېلاد څخه (١٥٠) کاله پخوايې ساکانو د مدنيت او ژوند لړۍ او کړۍ پيل کړه زموږ د هيواد پياوړي ليکوال محمد عثماني (صديقي) پخپل کتاب شهرهاى آريانا کښې ليکي چي ساکان يوه ډله وه چي تر مېلاد (١٢٨) کاله دمخه دې سيمي ته راغلل يعني ساکان هغه آريايې قبايل وه چي د ميلاد څخه شا وخوا يوه نيمه پېړۍ مخکښې د (سيحون) تر سيند را پوري وتل او د هندوکش په شمال کښې يې د يونان باختري حکومت له منځه يو وړ او کله چي ده اشکانيانو سره مخامخ سول نود هغو سره يې په جګړه کښې دوه پاچاهان مړه سول او د لوېديز لوري ته را په شا سول او په دې ډول راغلل دلته يې په هېرمند (هيتومنت) او اوسني هلمند کښې يې استوګنه غوره کړه د ساک ، ساکستان ، سکستان، سجستان ، او سيستان په نامه تر اوسه د افغانستان دغه سيمه ياديږي ، ساک يا اسکايان د سيتي اقوامو څخه دي چي په چيني پخوانيو ماخذونو کښې د سيک ، سيت او سى دانک په نومونو ياد سوي . فرانسوي ختيځ پېژندونکي (موسيو ورنه ګروسه) ددوئ د هستوګني ځاى سنکيانګ او دسردريا درود حوزه ګڼي او وايې چي دغه اقوام د مېلاد څخه يوه پېړۍ مخکښې د امو له سيند څخه راتېر سول او په باختر کښې مېشت سول او تر هريرود پوري راورسېدل . دداريوش په زړو نوشتو کښې د سيستان نوم زرنګه دى د علامه حبيبي په وينا چي د زرنګ معرب نوم زرنج دى چي له پخوانيو ريښو څخه دى او بيا د سکاپوونده قوم دلته راغى او زرنګ يې ونيوى نو د دوئ په نامه سکستان وبلل سو چي سجستان او سيستان يې وروستني شکلونه دي د زرنج ( زرنګ ) نوم پخوانى دى که سيستان يا سجستان (سکستان) ؟ د علامه رشاد بابا په وينا د زرنج د کليمې زوړ نوم درنګيانا ده له درنګيانا څخه يانايې لوېدلې او درنګ يې په زرنج اوښتى ((يانا)) مکاني سوفکس دى چي هغه د (سيستان) يعني ځاى په مانا دى د يونانيانو په اثارو کښې زرنج د رنګيانې او د رنګيان په شکل راغلى دى . نو کله چي له منځنۍ اسيا څخه ساکان دې سيمي ته راغلل نو ددې سيمي نوم وروسته ساکستان سو چي په را وروسته کښې به عربانو دا سيمه سجستان بلل ځکه عربانو (ګ) نه درلود بودا هم همدغه د ساکانو له قوم څخه ؤ چي تقريبا د مېلاد مخکښې (١٦١ م) کښې د نېپال په سهيل کښې د (کاپي لاستوب ) په ښار کښې زو کړى ؤ . د سيستان ډېري پخوانۍ ريښې د اوستا او نورو پهلوي کتابونو څخه داسي څرګنديږي چې دا سيمه پخوا د اريايې پهلوانانو او شاهانو د پرورښت ځاى ؤ اود ونديدا په قول زردشت همدلته د ګشتاسپ دربار ته پناه يووړه او خپل دين يې له همدې سيستان څخه خپور کړ د اسلامي دورې د لومړۍ پېړۍ په اوله برخه کښې چي سيستان (زرنج) فتح سو نو دلته پخوانى بودايې کلتور هم ؤ او نوى اسلامي فرهنګ هم ورته راغى زرنج ددې سيمي خورا لوئ ، مدني او ښکلى ښار ؤ چي ډېر پوهان ، عالمان ، اديبان او غښتلي تورزن نوميالي پکښې اوسېدل . نو زرنج ته يې ځکه مدينة العذرا(پېغله ښآر) وايه ځکه چي دا ښار ډېر محکم او نه تسخيرېدونکى ؤ . د اسلام څخه مخکښې يو سيستانى سرود د سيستان جريدې درنو لوستونکو لکه څرنګه چي تاسي د جريدې نامه ته ګورئ د همدې نامه پر بنياد به تاسي په دې جريده کښې ددې سيمي له ادب ، فرهنګ ، نومياليو او تورياليو څېرو سره اشناسئ دانوم ډېره تاريخي لړۍ او کړۍ لري دا سيمه يو وخت د علم ، پوهي ، ادب اوفرهنګ او پراخو پاچاهيو پلازمېنه وه په سيستان کښې له ډېري پخوا زمانې راهيسي زردشتي دين او مذهب پر مخ بيول کېده چي د اسلام په اولو وختوکښې لا هم خلک پر خپله پخوانۍ تګلاره روان وه او لکه څرګنديږي چي د مروان بن حکم اموي په (٦٤ه ٦٨٣ م ) کښې په دې سيمه کښې رستم د مهرمزد مجوسي زوئ يو زردشتي روحاني شخصيت ؤ چي عربي حکمرانانو به هم د هغه څخه د پند او نصيحت خبري اورېدې . د زردشتيانو د زړو عبادت ځايونو څخه چي د هغه داستان او يادونه په ( ګوشاسپ نامه ) اوبوالمويد بلخي کښې راغلې ده ( اتشکده کرکوي ) ده چي له سيستان څخه د هرات په لوري د شلو کېلومترو په فاصله ليري واقع وه . ياقوت صموي دلته يو لوئ ( اورتون مجوسي ) ياد کړى دى ، دايې هم ددې سيستاني سرود بېلګه چي صحيح ډول ددې شعر چي بهار خراساني د تاريخ سيستان د يوازنۍ نسخې څخه چي ليکوال يې نا معلوم دى را نقل کړى دى دلته د سختو کليماتو له مانا سره راوړو . فرخته باذاروش خنيده ګرشپ هوش همى پرست از جوش ا نوش کن مى انوش دوست بذاګوش به افرين نهاده ګوش همېشه نيکي کوش (که) دى ګذشت و دوش شاها! خدايګانا! به افرين شاهي په دې سرود کښې اوله ضمه او دوهمه کسره د مشهور په مانا او د هوش اوله ضمه او دوهم سکون دځان او روان په مانا او روش په اوله ضمه او دوهم سکون د روښنايې په مانا دى ټولي کليمې او د عباراتو تلفيق ( يوشانوالى) او مصراوي يې ددې سرود پر ډېر زړ والي شاهدي ورکوي او په ځانګړي ډول بذاګوش (Bidh-Agoosh) يې ډېر په زړه پوري دى . اخځليک : ١- افغانستان بعد از اسلام د علامه حبيبي (٧٤٨) مخ ٢- شهرهاى آريانا د محمد عثمان صديقي (٨٦) مخ ٣- سيستان بعد او اسلام د محمد اعظم سيستاني ( ١٢٥) مخ ٤- د هيواد لرغوني ښارونه او تاريخ پاڼي رازقي نړيوال (٩٩) مخ ٥- علامه حبيبي شل مقالې اتمه برخه ٥٦ مخ ٦- علامه رشاد بابا د سيمو تاريخي جغرافيه (١١٤) مخ ٧- کندهار د محمد ولي ځلمي (٤٠٣) مخ ٨- هلمند د محمد ابراهيم عطايې (١٧) مخ يادونه ... د سيستان خپروني درنو لوستونکو دسيستان خپروني اداره ستاسو سالمو نيوکو ،پېشنهادونو او وړانديزونو ته سترګي په لاره ده او ستاسو هر رنګه مرستي ته اړتيا لري سيستان جريده ملي او تاريخي ارزښتونو ته درناوى لري ، په سيستان کښې د هري ليکني مسؤليت د هغې په ليکوال پوري اړه لري .
|
|
عبدالباري صديقي ((مسافر)) هلمند هلمند ولايت دسيندونو،بغرا ګانو،اوزابرانوله پلوه يوډېرغني ولايت دى چي تل مدام پكښې رواني اوبه پيداكيږي . اودهلمند ولايت اوسيدونكي اكثريت دكبانودښكارسره مينه اوعلاقه لري .داځكه چي دكبانوغوښه يوه ويټامين لرونكې غوښه ده چي دانسان لپاره ډېره گټوره ده . ولي خوپدې نه پوهيږي چي دوطن هر كاڼى اوبوټى دهيواد ملي سرمايه بلل كيږي چي په هررنګه له منځه ځي سرنه پرې خلاصوو. لكه غټ مثال يې دكبانوښكاردى لومړى كه موږ دې ته نظروكړوداهم دوطن دملي سرمايوڅخه يوه سرمايه ده بايد زيان ورته ونه رسيږي اوكه چيري يې ښكارته متوجه سونوبايدښكاريې په داسي شكل وي چي دكبانونسل ته زيان ونه رسيږي چي هغه ښكاردجال ياچنګك په واسطه دى. اوځيني خلګ ښكاركوي هغه هم يا دبرق په زريعه اوياهم دزهري موادوپه واسطه چي داډول ښكاردكبانوسره ډېرظلم دى ولي چي نه يوازي ددوئ ژوندته ګواښ دى بلكه ددوئ نسل هم له منځه وړي اوآن داچي كيداى سي په قرارقراربه دغه ملي سرمايه له لاسه وركړوبايدداسي بې رحمانه ښكارپه هيڅ وخت كښې دكبانوصورت ونه نيسي.خويوازي يې بايدښكاردجال ياچنګك په زريعه وسي . دكبانوپه غوښه كښې په زياته پيمانه ويټامين لكه :كلسيم،مګنيزيم،اوسپنه،پوتاشيم،ويټامين(اې)، ويټامين(بي)اوويټامين (ډي)سته چي دانسان دروغتيااوسلامتيا لپاره ډېراړين اوضروري دي. اوهغه كسان چي دكبانوله غوښوڅخه استفاده كوي هغوئ به د پوستكي اوهډوكوله ځينوناروغيو څخه په امن كښې وي .اوكوښښ هم بايدوسي چي كبان دچاوديدونكوتوكواويازهري موادوپه واسطه ونه نيول سي ځكه چي دنوموړوموادواثردكبانوپه غوښه كښې پاتيږي اوكيداى سي چي ناوړه ناروغۍ رامنځ ته كړي . اودډاكټرانوپه ويناچي دكبانوغوښه د زړه له سكتې څخه هم مخنيوى كولاي سي. هلمند يو ځل بيا د کوکنارو پټى سو په هلمند ولايت کښې هر کال خورا زيات کوکنار کرل کيږي چي د کارپوهانو په باور په زرګونه ټنه شيره ورځني توليديږي تېرکال ملګرو ملتونو يو رپوت خپور کړ چي پکښې هلمند د افغانستان تر ټولو ولايتونو د کوکنارو په توليد کښې لومړي درجه ولايت بلل سوى وو . دا په داسي حال کښې ده چي سږ کال هم د هلمند د کرنيزي ځمکي اتيا په سلو کښې برخه د کوکنارو کرونده تشکيلوي چارواکي وايې چي دا ځل يې نو په هيڅ ډول نه پرېږدو وبه کتل سي چي دا خبره څومره ريښتيا کيدلاى سي . د سيستان خپروني خبريال -------------------------------------------------------------------------------------- ۱ مه هيره وه : سيد حكمت الله : رسول افغانزى لښكرګاه ۱-د فېشيني لباس خوښوونكيه – كفن مه هيره وه. ۳-دښو خوړو خوړونكيه – دچينجيواوخزنده ګانو دخوراك لپاره خپله تابيامه هيره وه. ۷-خپل خپلوان .۸-حوصله .۹-رحم ضرور وكړه . ۱-په هر حال كښې تبليغ ،په ځوانى كښې ډېر عبادت،دمور اوپلار خدمت.۲-دسترخوان پراخول ،صدقه اوخيرات،درښتني دوست لټون.۳-دهر مشر ادب ،داخرت دلاسته راوړلو كوښښ .نه چليږى : ۱-دناپوهانو په وړاندي دهوښيارانو دليل. ۲-دشتمنو په ناسته كښې دبيوزلو اونېستمنو خبره ۳-دخيالاتو په نړۍ كښې دچاحكومت .۴-دظالم په وړاندي دمظلوم برهان .۵-دمرګ په وړاندي دچا حكمت .۶-دتقدير په وړاندي دچا تدبير . دملګرى سره مرسته په کابل کښې دفرانسې دطبي انستيتيوت روغتون په افغانستان کښې چې د روغتونو وضعيت يې خورا بد دى او حتى د منځنيو پېړيو ګومان ورباندې کېږي ،په کابل کښې د ماشومانو لپاره د فرانسويانو طبي انستيتيوت دومره پاک-سوتره او وسايل يې عصري دي ته وا لکه دبلې دنيا چې وي . --------------------------------------------------------------------------- د هلمند تاريخي جغرافيه سرواني لښکرګاه هلمند زموږ د هيواد ډېره تاريخي سيمه ده چي تاريخي قدامت يې زرګونو کلونو ته رسيږي ددې سيمي اوسنى حال او مهال چي تاسي ويني دا سيمه د خپل پراخ جغرافيايې موقيعت له مخي ډېره بډايه وه د هلمند تاريخي جغرافيه د نن په پرتله ډېره پراخه وه چي اوسنى سيستان (نيمروز) فراه ، روزګان اوحتى د غور ځيني برخي يې هم نيولي وې چي ټوله يوه واحده جغرافيايې سيمه وه او په اوسني حدود کښې نه را محدودېدل . څلورنيم زره کاله وړاندي زموږ د هيواد د لرغوني آريانا په ويدي او اويستايې سرودونو کښې د هلمند څپاند سيند او سمسوره سيمه ياده سوې ده . د اويستا د ونديدا په لومړي څپرکي کښې زموږ د هيواد د شپاړسو ځايو او ښارو څخه يوولسم يې هيتومنت (هلمند) دى خو د هلمند د وجه تسميې او فلسفې په هکله به تاسي په راتلونکي د هلمند تاريخي جغرافيه کښې په مفصل ډول معلومات تر لاسه کړئ او دا تاريخي او جغرافيايې لړۍ او کړۍ به تر هغه جاري وي چي تر څو زموږ په لاس منابع او ماخذونه راځي او بيا تر هغه وخته چي ددې سيمي په هر تاريخي ښار ،کلى ، شاهي استوګنځايو او داسي نورو باندي تر يو اندازې ځانونه خبر کړو او وپوهيږو چي زموږ غيرتي او مېړني پلرونو او نيکونو دلته څنګه ژوند او په څنګه جغرافيايې موقيعت کښې استوګن وه . آريآسپ((Aryasp)) آريآسپ د آريآسپي وګړو يو ښار ؤ چي په (Aryaspae) يا (ارى سوا) (Araswa) په نامه يې شهرت درلود چي مانا د ښو اسونو د سپرلۍ خاوندان وه . يو نانيانو دا ځاى يورګيتاى (Euergetai) بللى او يورګيتاى د هلمند (هيرمند، هيتومنت ، ايتمدروس يا ايتمدر) پر غاړه ،ؤ چي اوس هم دا سيمه د هلمند په نامه ياديږي . دا ښار ګدروسي (Gadrosia) ( بلوچستان ) ته نژدې ؤ چي بطليموس لوئ ښار ( ارى سواها ، ارياسپ Aryasp) بللى دى . سکندر چي د زرنج له پلازمېني څخه د ختيځ په لور رهي سو همدې ښار ته راغى . ازولا (Azola) دآ ښار ډېر تاريخي قدامت لري او د هلمند له پراخي سيمي څخه وه ، ازولا يا اوزلا (Ozola) د آرکوزيآ د مشهورو ښارونو څخه ؤ چي بطليموس د هغه يادونه کړې ده . کننګم د ځاى د ګذر يا (ګذارستان) په هلمند کښې واقع بللى دى . اخځليکونه : ١_ شهرهاى تاريخي آريانا ١٠ _ ١١ مخونه . ٢ _ تاريخ افغانستان (کهزاد) ١٩٤ مخ ٣ _ د سيمو تاريخي جغرافيه علامه رشاد بابا ٢٤٧ مخ ٣ _ -------------------------------------------------------------------- |
|
سيستان په آريانا کښې
دوهمه برخه : استاد غلام سرور(( غفاري)) اوس به وگوروچي دغه ځاى ولي سيستان بلل كيږي. دسيستان پخوانى نوم داويستايې منابعوله مخي زريه((زريا))دى چي دلغت له مخي د((دريا))وهامون معنى وركوي اوپه پهلوي ژبه كښې درياب ورته وايې .په زندژبه كښې ((زرايو))يازرانگه درياب ته ويل كېده.چې دزرنگا نوم هم دډېرواوبو ياهامون څخه عبارت دى. دم – ز په شپږمه پيړۍ كښې لمړى داريوش دجمشيددتخت په ډبرليك كښې دغه سيمه د((زرنگا))په نامه بللې ده.اودهخامنشيانوددروشرقي ايالتونونومونه ((پارثوه وخراسان))،زرنگا((سيستان))اوهريوه((هرات))دبهستون اوجمشيد په كتيبوكښې يوځاى راغلي دي. ديونان پخواني مؤرخ هرورت دغه سيمه ((سارنگا))او((زارنگا))ياده كړېده اوبل يوناني مشهورجغرافيه ليكونكي استرابون دغه سيمه ((درانجيانا))ياده كړېده. دغه ځاى ((زرنگا))هغه وخت دسيستان ياسكستان په نامه ياده سوه چې داريايې ټبرډيري لويې قبيلې ساكانوپردغه سيمه خپل تسلط ټينګ كړ. ساكان داريايې ټبرډېره غټه قبيله ده چې د م- ز په شپږمه پيړۍ كښې داريايې خاوري دډېرمهم عنصرپه توګه منځ ته راغلي دي .په ۱۲۸م- ز كښې چې دساكانوسره په جګړه كښې دپارتانوپاچادوهم فرهادمړسو((درانجيانا))دساكانولاس ته ورغله اودخپل سلطنت پايتخت يې وگرځاوه .ساكانوتر۴۸زيږديزكال پوري خپل سلطنت د سكستان په نامه ترسنداوپنجاب پوري پراخ كړ. دعربي فتوحاتوپروخت سكستان په سجستان اوبياپه سيستان نومول سويدى چې دمنځنۍ پيړۍ ترپايه يې خپل دمدنيت عظمت ساتلي ؤ.دساكانودقبيلې قومي ريښه زموږپه هيوادكښې دساكزو((اسحق زو))په نامه پاته دي . د فارسي سرچينوڅخه دمحمدالياس(( داعي)) ژباړه : غواړم يوڅه ووايم ،تاته ،خپل ځان ته ، هغه کس ته چي مينه ورسره لرم اوټولوهغوکسانوته چي راباندي ګران دي نه پوهيږي چي په دې دنياکښې يوانسان هم زماخوارکي سره مينه لري ،غواړم چي هغه کسانوته يې هم ووايم کوم چي زه ورته ګران يم اوزه يي له ګرانښت څخه نه يم خبر. داسي ورځ به راسي چي نوربه درسره هيڅ ګرانښت نه وي پاتي ،هيڅ څوک به درباندي زړه نه سوزي،ستادرد اوزړه تنګۍ ته به يې هم زړه نه تنګيږي،هيڅ څوک به دخبرو لپاره زړه نه درنژدې کوي، داسي ورځ به هم راسي: هغه څوک چي مينه درسره لري ،زړه يې په ورځو اوشپو ستادزړه اوبه څښلي وي ،ستاسره يي مرګ او درد ټوله شريک وو ،خپل ګرانښت به دي دهغه په وړاندي هم دلاسه ورکړى وي ،غواړې به چي مينه دي پريږي؟! دنازولواوپړکېدلوخبرودجملې څخه به يوازي درته وايي نورنه غواړم مخ دي ووينم،حتى اواز دي هم واورم.په دې ورځ به دي څومره زړه تنګ وي؟له ټولوڅخه به دي زړه تور وي .پوهيږم ديوازيوالي احساس به دي ترهغه سخت ګاللى وي چي ادم عليه سلام دنړۍ پرمخ يوازي وو. داهغه وخت دى چي هيڅ زړه دي له ميني سره ،مينه نه لري ،هيڅ زړه درسره رازنه شريکوي،ضرورده په دې ورځ به ته له ټولو څخه نا اميده کېږې،دهمدې ورځي څخه به داسي پرېکړه کوې چي زه نورله هيڅ چاسره زړه اومينه نه شريکوم . ته هم نه دچامخ اونه دچاشاته کتل غواړې ،اوس ته هم ددوئ له خوايوازي سوې يې اوهم دي خپله ځان يوازي کړى دى،مګرداسي نه ده ،که چيري په يوه ورځ ټوله نړۍ ولاړه سي،ټوله نړۍ دي له ميني څخه لاس واخلي ،اوهرکس ونه غواړي ستاسره وويني،يا دي اواز واوري،که چيري يوه دروازه هم ستاپرمخ خلاصه نه وي ،بياهم يوداسي څوک سته چي ستااوزا واوري؟!هغه کس ډېرلوړ دى،هغه کس، هغه څوک دى چي له ټولي نړۍ څخه هم لوړ اوهم لوئ دى.که چيري دنړۍ ترټولوبدانسان هم اوسي لکه زه ،بياهم ترټولوتاته نژدې دى ،هره لحظه دي اواز اوري ،مينه درسره لري ،که دي اواز ډېربد وي د ژړاسره دي مينه لري،يوځل دهغه په لوري هغه سترګي چي زړه سوى پکښې وي ، ور واړه وه،يوڅاڅکى اوښکه يې له غمه راتوئ کړه ،هرلوري ته چي وګورې ستارب (ج) به ستاسره وي ،په هرځآى کښې په هروخت کښې . يوازي هغه څوک چي همېشه درسره مينه لري اوهغه مينه چي هيڅ وخت دي يوازي نه پريږدي،هروخت دي داوازداوريدلوسره مينه لري اوپه هره تنهايي کښې درسره وي هغه ستارب اوستاخداي( ج) دى. همېشه درسره دى، ،همېشه ورته ږ غ کړه ،اووګوره چي په څومره مينه به ستاسو اواز واوري؟! له دې وروسته دي دداسي چاسره مينه وکړه چي په اصل کښې (هيڅ وخت )هغه ته معنى نه لري هروخت ستاسوسره دى.وګوره څومره وفاداره ياردي وموندى،ډېرمهربانه دى،اوس نوکه چيري هيڅ وخت اوهيڅوک درسره مينه ونه کړي ،خداي (ج) درسره مينه کوي اوهغه دي له ميني څخه خونداخلي . ګوره چي هيڅ وخت بياونه وايې (زه يوازي يم ،ماته مي ميني ځواب راکړى دى ،زماسره څوک مينه نه کوي) محمداکبر((فريادي)) ناوه،خلچ غزل زه چي کله ستاآهوچشمانوديوانه کړمه ------------------------------------------------------- د هلمند د ژورناليستانو خپلواکه ټولنه
د لرغونپوهانو له نظره هلمند ډېره ښکلې، اسلامي ، تاريخي او سرشاره سيمه ده ، د افغانانو د تېرو مدنيتونو او دورو يوه زانګو هم بلل کيږي په نوموړې سيمه کښې د علم اوهنر دورانونه او شخصيتونه تېر سوي دي . چي په نړيواله سطحه يې اثار خپاره سوي دي اوهم يې په جهاني تاريخونو کښيې ځان ته مقام نيولى دى لکه اکبر ( زمينداوري) ، ابو هاشم (سرواني) وزير فتح خان ، محمود (پردل) او داسي نور ... چي دادى په وار سره يې د نورو فرهنګي فعاليتونو تر څنګ يوه بل ستر فرهنګي ګام هم اوچت کړ هغه دا چي په دغه ولايت کښې د لومړي ځل لپاره د ژورناليستانو يوه خپلواکه ټولنه جوړه سوه چي مشر يې ميرويس (پاڅون) دى دغه ټولنه د I.W.P.Rيآ د سولي آو جګړې د رپوټ ورکولو د نړيوالي اداري ددېرش زره امريکايې ډالرو په لګښت جوړه سوه . د يادي سوي ټولني د پرانيستلو په مراسمو کښې د هلمند والي اسدلله (وفا) د خپلو خبرو پرمهال د ټولني د چارواکو سره د نورو مرستو تر څنګ د ټولني لپاره د يوه تعمير د جوړولو لپاره د يوې نمرې ځکمي وروکولو ژمنه وکړه . د يادوني وړ ده چي دا په هلمند ولايت کښې د ژورناليستانو لومړۍ خپلواکه او ازاده ټولنه ده چي جوړيږي و به کتل سي چي څومره د هلمند لپاره ګټوره تمامېدلاى سي . د سيستان خپروني خبريال
----------------------------------------------------------------------
راځئ ملګرو ټول به په شريكه ليوني سو ! احمدشاه پاڅون : هلمند
كرم ټوله ورځ په بازار كښې ګرځي هر ډيرى كسان چي ورسره عادت وي راګرځوي يې يوه يا دوې افغانۍ وركړي بيا نو كرم ورته په لوړ اواز سندري وايې اكثره وخت كاكړۍ غاړي په يوه ډير سوزناك اواز وايې چې اوريدونكى ځان ته راكاږي او ورته دا جوتوي چي كرم د ډيرو سترو ارمانونو پر فاتحو اوښكي توئ كړي دي ډله ډله خلك ورته راغونډيږي او د كرم د سندرو ننداره كوي ډيرى خلك يې په عذابوي تر هغو روپۍ نه وركوي چي ښه يې په سندرو ستړۍ نه كړي . كرم چي تل يې زړې جامې او يو غټ كوټ په تن وي د لښكرګاه ښار په بازار كښې ګرځي كور او د اسيدو ځاى نلري تر څو چي څوك ورسره خبري ونه كړي كرم د چا خبرو ته ليواله ندى . هغه ليونى سوى دى د لونتوب وجه يې نده معلومه داسي لونى دى چي چاته ازار نه رسوي . تبعي خبره ده چي په هر ځاى كښې چي لوني پيدا سي د هغه سيمي كوچنيان يې په ډبرو ولي او ورپسي ځغلي نو كرم هم د كوچنيانو د حملو او زورولو څخه خوندي ندى پاته تل د كوچنيانو ډله ورپسي وي څوك يې په ډبرو ولي او څوك يې جامې كشوي څوك او څوك يې ..... كرم هم د كوچنيانو د رزرولو څخه خوندي ندى پاته سوى هره ورځ د بازار پر هر چوك د كوچنيانو د سنګسار د تود هركلي سره مخ سوى دى . پو بل ستر نعمت چي كرم ورڅخه بې برخي دي حافظه ده ښايي هر وخت يې په زړه كي دا ارمان وي چي هغه ماشوم پيدا كړي چي د هغه د ويشتلو د زخمونو له امله يې ټوله شپه ويښه تيره كړيده او خپل زړه ورباندي يخ كړي خو دومره يې هم ذهن كار نه كوي چي په هغه دم هغه ماشوم وپيژني چي يوازي يوه لحظه مخكښې يې په ډبره وويشت . دا ننداره ما پخپله په څو څو ځله په خپلو سترګو ليدلې ده چې يو ماشوم به كرم ته ازار وركړ سم دستي به يې مخي ته راغلى ورته ويل به يې كرمه ! هغه هلك هغه هلك وو كرم به يوې اوبلي خواته وكتل او په نيم ګړي ذهن كښې به يې دا درك كړه چي زه دهغه ما شوم په خوله ولي وكړم زه خو د ځان سره ثبوت نلرم هسي نه چي ما تير باسي او يو بې ګنا ماشوم راباندي و ډبوي كرم شپه ورځ دداسي ستونزو سره مخ دى خو تر ننه مو ونه ليدل چي كرم پلانكى كوچنى وهلى او يا يې ورته څه ويلي دي . دا خو زموږ د ښار يو ليونى وو اوس كه پرسد انسانانو ته لږ ځير سو د ډير افسوس خبره ده چي هغوئ ولي د خپل سالم عقل او ذهن څخه دومره كار نه اخلي څومره چي هغه ليونى دخپل نيمګړي عقل څخه كار اخلي . كه لږ تيرو دو درو كلونو ته ځير سو چي په دغه وخت كښې په هلمند چي جګړييز ډګر تود پر تود ساتل سوى دى چي پكښې زيات پوځي عمليات ، بمبارۍ ، ځانمرګي بريدونه ، حلاليدل ، غلچكي بريدونه شامل وه په دغه ټولو كښې هره اړخ دا وايي چي زموږ هدف خپل دښمن دى نو ولي نن د جګړې څخه د متاثره كسانو زياته شميره دهلمند عام خلك دى . نو دا پر دې دلالت كوي چي زموږ پرسد او هوښيار افراد خپل عقلونه او ذهنونه د پلورلو لپاره ساتي . د غو دواړو اړخونو ته په كتلو سره د اباسين يوسفزي هغه شعر پر ژبه راځى چي وايي دا موږ پكښي اخير په كوم يو جرم زنداني سو راځئ ملګرو ټول به په شريكه ليوني سو .
|
|
غزل سعديه پوپل : هلمند – لښکرګاه قاضي صيب اجازه ده ؟ دلاور پردېس : قلعه کْهنه زه دي پر جېب باندي حمله نه کوم طنزيه شعر زعفران (باغراني) هلمند په مرګ باندي راضي يم ولي تا زه نه وژلم
عبدالودود (هجران) هلمند زه پوهېږم چي پخوا پر دغه لار راغلى يم ---------------------------------------------- د نامتو ادیب اوڅیړونکي ښا غلي معصوم هوتک پرنوي کتاب(پرمعیاري ژبه د معیارپه ژبه یوه څیړنه) څوخبري پر له پسې دوهمه برخه : ليکوال کانديد اکاډيمېسن محمظم سيستانى: سويډن هوتک صاحب په بل ځاى کښې د ښاغلي نجيب منلي دخولې څخه داسي مثال راوړی :« دښاغلی نجيب منلي لا، چي له خپل ګړدود پرته يې له نوروسره جوړه نه ده، هم له نيولوگيزم سره ورانه ده. دی ليکي: «زه چي نژدې ټول عمر مي د کتاب سره تېرکړی، درې څلور پردۍ ژبي مي زده کړي اوځان دپښتو دتاريخ او ادب له پېژندني هم بې برخي نه ګڼم، که دګوربت مجلې يوه ګڼه راواخلم او داستاد صميم مرکه يا داستاد زيار ليکنه لولم نو په نيمايې يې هم نه پوهېږم او حيران سم چي داخبري دچا لپاره دي؟ ښاغلى نجيب منلی د نوو لغاتو جوړول د ژبي پرمختګ بولي خو زياتوي چې "... په وچ زور د هغو پور سويوټکوپښتو کول چې ژبې دپېړيو او لسيزو په اوږدو کښې خپل کړي دي د ژبي لپاره به ګټوري وي يا به نه وي، خود ژبي د ويونکوسره ظلم دی . دفرمان په زور نه چاته کور، ډوډۍ، کالي رسېږي، نه څوک جنتي کېږی او نه ژبه کره کېږی، هر تحريک چې دفرمان او وچ زور له لاري دتاريخ يون بدلوي له ناکامۍ سره مخ کېږي، افغان ولس ته خو تاريخ دا هم ورزده کړه چی دا ډول ماجرا ګانې ډېرې سختي تاواني دي . په زوردپښتوکره کول ماته دپښتني فرهنګ جرړي ايستل ښکاري ... نو ديوعادي پښتو ويونکي په حيث هغو درنو مشرانو ته چې دنيولوجيزمونو په لارکښې بې شانه ستونزي ګالي په ډېره عاجزۍ سوال کوم چې خپله انرژي او زموږ دزده کړي وخت په داسي بې ضرورته سوغاتونو،ونه لګوي . تشريحي او اتمولوژيکي قاموسونه دي راته جوړکړي چې دخپل ولس دخبرو ژبه په ښه شان زده کړو. دی ( منلي صاحب) ځوان ليکوال او فرهنګپال«دکره پښتو محتسبانو په مقابل کښې » مقاومت ته رابولي او وايې چې :« خپله پوهه او قلم دپښتو خدمت ته وقف کړي . په کره پښتو ليکل زموږ هيڅ درد نه رادواکوي خودپښتو په ژبه چې څومره دپښتولپاره ليکني ډېريږي، هغومره به پرې پښتوکره کېږ ی.» (۶۹مخ) مرحوم علامه حبيبي دکندهارد ښار په لمن کښې ديوپښتون په کوراو غېږکښې پيدا او لوی سوی دی، په پښتويې ليکنه کول او ددې ژبې د انکشاف او پرمختګ لپاره يې خورا هڅي کړي دي.اوزيات کتابونه يې په دې ژبه کښلي دي. . نوموړي پوهانددپښتو اوسني نثر باندي خپل نظر داسي څرګندوي: «دپښتونثر چې اوس په مطبوعاتوکښې ليدل کيږي يا له راډيواوروېدل کيږی د نورو ژبو تر اثر لاندي يو کرغېړن نثر دی چې بايد تصحيح او دپوهېدلووړسي. دژبي بڼه او د دا ډول او قواعدپکښې کوترم نسي... په هر صورت اوسنی نثر چې د کمي خواته روان دی دعلمي ټولنو دتوجه وړدی . زه پردې بېرېږم چي سبا به دليکوالو او عامه خلکو پښتو دوني سره ليري سوې وي چي يو د بله به نه سره پوهېږي... ځيني خلک په ښه نيت دپښتو دسوچه کېدو ته اړم سوي دي له ځانه کلمات جوړوي اوپه پښتويې ورننباسي چې نور خلک نه په پوهيږي . دژبي دغسي سوچه کول که په ښه نيت وي هم دګټي پرځای تاوان لري. او يوه نامفهومه دپيريانانوژبه ځني جوړوي. دا کار ديوه سړي نه دی. ښايې چې دپښتو ژبي يوګڼ دپوهانو انجمن داکار وکړي او هغه هم په داسي وخت کښې چي دژبي عمومي څېړنه او پلټنه سوې وي او هغه کليمې چې په ژبه کښې موندلاى نسي بيا وضع سي- دژبي دسوچه کولو فکرلږ څه افراطي هم ښکاري ځکه چی پرکُروي مځکه داسي ژبه نسته چې دنورو ژبو له کلماتو څخه کورټ سوچه وي. تاسو پرېږدۍ چې دپښتونثر د ګړدو دخيلو کلماتو سره ددې وړ سي چې علمي او فکري او ادبي او ګران او پيچلي مفاهيم اداکړي چې علمي او فکري پانګه يې ډيره سوه او دا خوار بشرکی يې لږ څه غټ او تکړه سو بيا هغه هرڅه چې وغواړۍ زغم به يې ولرئ ، مګر اوس شيدو رودونکي کوچني ته دغټ سړي خواړه مه ورکوئ چې سبا به يې په چاره پوري اريان يو.»(پرمعياري ژبه ...۱۷۲ - ۱۷۳مخ ) له پورتني اقتباس څخه وروسته هوتک صاحب ديو بل ژبپوه خبره داسي رانقلوي:«دژبې يو بل ماهردوکتور،د زړو يا مړوکلماتو پښتوکونه او نوولغاتو جوړونه يوراز ساري او حياتي مبتلايې ګنلې ده. او زياتوي چې د دغي ساري ناروغۍ په مقابل کښې «اومه ځوانان لکه متعلمين او محصلين معافيت نلري، اوژر په مبتلا کيږي.» (۱۷۳مخ) په همدې ارتباط هوتک صاحب خپلې لېکنې ته داسي ادامه ورکوي:« اوس له بده مرغه دا ساري ناروغي عامه سوې او افراطي سوې ده اوتردې اندازې عامه سوې ده چې پخپله پوهاندزيار صاحب هم په مشکل ورسره اخته دی او وايې چې زه يوازي دخپلو جوړوسوو لغاتو مسئوليت اخلم، نور په ما اړه نلري . تردې پخوايې ويلي وه چې " له بدمرغه وروسته په دې برخه کښې دځينو خلکو بيسروبوله جوړوني ددې سبب سوی چې زموږ ژبنۍ ټولني دا لړۍ ګرد سره پر ېږ دي..." خوزه (هوتک) وايم د دې بې مسئوليتۍ مسئوليت به دهغه چا پر غاړه وي چې له مکررو خبرداريو او سپارښتنو سره سره يې دلغات جوړولو دکارخانو دتاسيس لارخلاصه کړه. داپنډل چي هرچا مات کړی دی، له پښتو سره يې په رښتيا جفا کړې ده او دپوښتني مستحق دی!" پښتو ژبه زمو ږ دمتخصصينو له لاسه ريشخندکيږي . دعوامو ژبه که دماهرانو په لاس ورانه نه سي، پخپل تدريجي پرمختګ سره خورا سم تکاملي سير تعقيبوي . زه دپوهاندزيارصاحب داخبره منم چې دمعيار په ټاکلو اوسمبالولوکښې دپوهانو رول ډېرستر دی. خبره دپوهانوپر رول نه ده، خبره دپوهانو پر بی وخته لاسوهنه ده. خبره پرهغه ټاکلې او مشخصه زمينه باندي ده چې دمعيار په منځ ته راتګ کښې حتمي او لازمي ګنله کېږ ي . پوهاندزيار صاحب د ارواښادپوهانددکتور الهام هغه خبره يادوي چې دوئ ته يې دپښتوژبي دکره ليکنې دتاريخي زمينې ( سرمايه داري نظام) په برخه کښې کړې وه، خوخپل هغه دلايل نه راوړي، چې ولي يې نو دالهام مرحوم پردغه اصولي مشوره باندي غوږ نه و نيولای؟ پرمشخص تاريخي زمينې سربېره، دژبي دمعيار منځ ته راتګ دهغې دويونکو لازمه تکاملي سطحه غواړي، دليک لوست( سواد) تعميم غواړي، دتعليم رواج غواړي او په خلکوکښې دمدنيت اومدني ژوند غزيده غواړي . يوقوم چې په نس موړ نه وي، په تن پټ نه وي، مکتب او تعليم ورته مهيا نه وي، صحت ونه لري، څلورلسيزي يې په جنګ کښې تېرې کړي وي او اوس لاهم په جګړه کښې ولاړ وي، هيواد نه يې دفنا او بقا سوال مطرح وي، خو څوک ورته دژبې دمعيار جوړولو اوښ لاهم چوکوي او هغه هم د(س) او (ش) په تعريف. داکار نه څوک پرعلم برابرولای سې اونه يې دعملي کېدو چانس سته .»(۶۹- ۷- مخونه) -------------------------------------------------------- |
|
دولت موسى قلعه له ..........
افغان او نړيوالو ځواکونو له شپږو ورځوعملياتو وروسته موسى قلعه ولسوالي له طالبانو څخه ددرنو بمباريو او د سيمه ايزو خلکو په وينا د کروز توغنديو په مټ ونيوله . طالب وياند قاري يوسف احمدي سيستان جريدې ته د ټليفون پر کرښه وويل ځکه يې جنګيالي د موسى قلعه څخه ووتل چي بهرنيو ځواکونو له سختو بمباريو څخه کار اخيست چي ولسي خلکو ته پکي ډېر ځاني او مالي زيانونه اوښتل هغه وويل چي په د موسى قلعه په نښتو کي تر څلوېښتو زيات برتانويان وژل سوي دي او زياته يې کړه چي کېداى سي ددوئ هم تر دېرشو طالبان وژل سوي وي . افغان او ناټو ځواکونه وايې چي د موسى قلعه ولسوالۍ له نيولو وروسته طالبان د سنګين او بغران ولسواليو ته ولاړل . د موسى قلعه ولسوالۍ له نيول کېدو څخه څو ورځي وروسته د هلمند ځيني چارواکي او څو سيمه ايز خبريالان نوموړي ولسوالۍ ته ولاړل او هلته يې د افغانستان ملي بيرغ ورپاوه . چاوراکي ټينګار کوي چي دا ځل به طالبانو ته دا موقع ورنه کړي چي موسى قلعه ونيسي .
---------------------------------------------------------------------------------------- محمد اسماعيل (شريعت يار) لښکرګاه راسئ نور فکر خپل وطن ته وکړو
محمد اسماعيل (شريعت يار) راسئ نور فکر خپل وطن ته وکړو چي چا پرې ظلم او تېرى کړى دى چا ورته زړونه له غمو وخوړل چا له خوښيو دا تېرى کړى دى چا يې نظر د بشپړتيا کړى دى چا دغه نن سبا تېرى کړى دى څوک په قانون او شريعت يرغلګر ولي يې دلته يو وا بيا کړى دى موږ شربيان او که نشه نشه يو د تفکر څخه خسته خسته يو که د غليم په وينه توره سره کړو بريا مو يو وار بيا په غم بدليږي که مو خوښي و آزادۍ ته وکړه سم عدالت مو په ستم بدليږي که مو افق ته صباوون راغلى دغه رڼا مو په تور تم بدليږي که ډول ، ډول عذابونه څکو ژوندى افغان وي په صنم بدليږي د مشورې او اطاعته ياغي له خپله بل ته په ګيله ، ګيله يو سپېڅلي ميني مي کافر بللم چي ور داخل سوم دا علت راښيې وروسته زه پوه سوم چي دوزخ ته ولاړم که څه غليم دغه جنت را ښيې پر زړه مي مينه په لمبو کي سوځي سترګي بيلتون فراق زحمت راښيې د ارمانو تابوت مي ځي وګور ته غليم يې اوس ژوند او وصلت را ښيې که خپل وجدان ته يو څه سر کړو کښته دا مو نفاق دى چي ټوټه ، ټوټه يو هر زبر ځواک راباندي زده کړه وکړه زه خوار افغان يم ښه ژوندون نلرم له هرچا تللى يمه غرونو، دښت ته تل مهاجر يمه سکون نلرم يو مي حلال بل مي په جيټو ولي په تور تورن يمه خلاصون نلرم کور مي خراب دى د جګړو د لاسه ډېر نا اميده يم رغون نلرم يو څه خو موږ هم بايد پړه ومنو چي خپل په خپله په جګړه جګړه يو هغه اواز هغه شعار مو څه سو احمد شاه پاڅون :لښکرګاه که دي وفا ته زړه وي |
|
د ٢٠٠٧ م کال د نومبرپر٦مه په هند کښې د افغانستان په سفارت کښې د افغان محصلينو د اتحاديې د رياست لپاره ټاکني تر سره سوې چي درې کسانو ځانونو ورته کانديد کړي وه چي يو يې د بست فرهنګي ټولني مشراو د بګړۍ مجلې د امتياز څښتن بريالى هلمند وو چي دا مهال په هند کښې پخپلو لوړو زده کړو بوخت دى او دوه نوره يې فهيم شاداب او سيد محمد کايف وه په نوموړو ټاکنو کښې بريالى هلمند د ډېرو رايو په ګټلو سره د نوموړي اتحاديې د مشر په توګه و ټاکل سو . د رياست د ټاکنو سره يوځاى د مشورتي بورډ لپاره هم ټاکني وسوې چي ٨ کسه ورته بريالي سول . د نوي اتحاديې تشکيلاتي جوړښت مشر : بريالى (هلمند) مرستياله : حمديه (همدرد) د بورډ غړي ١- برى ( منګل )٢- وحدت (وفا)٣-عبدالله ( عزيزي )٤- مرتضى٥- رحيم الله٦- ذکريا٧- خالد . د يادوني وړ ده چي دا مهال په هندوستان کښې ١٨٠٠ افغان محصلين په خپلو لوړو زده کړو بوخت دي . د سيستان خپروني خبريال اداره
|
|
سيستان ته د استاد (غفاري) را لېږل سوى ليک د سيتان جريدې قدرمنو چلوونکو ! کله چي مي د سيستان جريدې لمړۍ ګڼه تر لاسه کړه د فرهنګي خدمت په غيرت کښې ورک سوم ، لا تر اوسه هم پخپل وړکوټي ادبي دنيا کښې ستاسي د مېړاني د ستايني کليمې نه سم جوړولاى ، هيله لرم چي ستاسي او نورو فرهنګپالو فرهنګي هلي ځلي په هلمند کښې د ابوالفتح (بستي) ، اکبر (زمينداوري) ، هاشم (سرواني) او نورو فرهنګي اسلافو هېر سوى دوران را ژوندى او د آئنده نسلونو سر مشق وګرځي . په درنښت غلام سرور (غفاري) د استاد د ليک په ځواب کښې محترم او قدرمن استاد غفاري صاحب په ښکلو او هنري ګوتو مو ليکل سوى ليک راورسېد واقعا د لچسپ او په زړه پوري ادبي کليمات پکښې کارول سوي وه ، او د څو شيبو لپاره يې موږ د پخواني تمدن په ښکلى او ښايسته زانګو کښې وزنګولو ، د اوسنيو غميزو او ترخو پدېدو څخه يې بې غمه کړو . که څه هم موږ د پوهني په لحاظ له اندازې زيات کمزوري يو او تجربه مو کمه ده خو بيا هم دادى تاسي زموږ سره مرسته کوئ او پخپلو نيکو لارښوونو مو د پرمحتګ تر پولي په رسولو کښې زيار کاږئ ستاسو په څېر د نورو استادانو يادونه هم دلته کوو چي په هر وخت کښې موږ ته سمه لاره را ښيې لکه په سويډن کښې محترم ښاغلي او منلى تاريخپوه کانديد اکاډيميسين محمد اعظم (سيستانى) ، محترم استاد حبيب الله (غمخور) شاعر او ليکوال عبدالباري (جهاني) اونور....... موږ ستاسو معنوي مرستو ته ډېره اړتيا لرو او د زړه له کومي درته کور ودانى وايو چي تش لاس مو نه يو پرې ايښي موږ دي څښتن بې تاسو نه کوي . تل دي ژوندي ياست ---------------------------------------------------------------------------- غزل دلاور پردېس : زړه کلا ډېر غم خورې ستا جدايې کښې چي يو کال تېريږي د سترګو رپ کښې ساعتونه د وصــــــال تېريږي ددنيا هري رنګينۍ له ياده و ايستمه پسرلى هم لکه جانان داسي په خيال تېريږي زړګيه ما درته ويل چي بې وفا دى اشنا پر وفادار و خو سړى تر سراو مال تېريږي د ښايستو باغچو څه اوس بوئ د باروتو راوړي چي په کنډر کنډر وطن کښې مي شمال تېريږي يم ليونى په لار کښې ناست پيغور په بيه اخلم راکه خولګۍ خير دى که ټوله کليوال تېريږي د پردېس يار په يارانه کښې نوى ناز ګډوي چي کله راسي مخ ته ونيسي دستمال تېريږي ژوندون فرهاد نوري (کجکى) د ژونون په دې سفرکښې لوئ مزل غواړو کار د عقل هر قدم يې په اتل غواړو دا د شېبو په ګڼ محفل کښې لوئ ژوندون دى هره پاڼه د ژوندون مو شرنګول غواړو په دې لښکر کښې د احساس طالع ملګرى له بخته احساس پېکي باندي ټومبل غواړو جدايې کښې د سفر لاري په زرهاوو هم د خپل نصيب پر لارو باندي تلل غواړو هسکه څوکه د ژوندون چي چا ليدلې ده و همدغه لوئ منزل ته رسېدل غواړو د ژوندون ټال کښې سرګردانه زانګو ټوله لاري ورکي حقيقت معلومول غواړو که خپل هدف مو قربان کړى دا ژوندون دى چي منزل وي لري خپل سر قربانول غواړو ژوند مو ټول ټپي ټپي ملهم منزل غواړي همدې لاره کښې دښمن هم ورکول غواړو ژوندون د رازونو يوه ډالۍ ده که پوه سې ! نه هر راز (نوري) قلم باندي ليکل غواړو غزل زين العابيدين (ستانكزى ) نادعلى خواره مي کړه په غاړه دغه سپين لاسونه چي لري رانه نکړې دا سنګين لاسونه را دي کړه دزړه پر ځمکه يو کورګــى تير راته په سر کړه دانيازبين لاسونــــه خير که مي مينه کړې څه ګنـــاه خونده رادي په و فا کــــړه دا بنګړين لاسونه يــــوځل مي په خـوږه مينـه در وبـــولـه بيابه تــــل در څخه نه غواړم اړين لاسونـــــه ژوند کښې به نور څـه غواړې ستانکزيه چي يو ځل ياردرکړي په يقين لاسو نـــه - ------------------------------------------------------------------ سيستان په آريانا کښې په هلمند کښې د ښوونکو د روزني د عالي مؤسسې د تاريخ د څانګي استاد غلام سرور (غفاري) سيستان چي د اريايي ټبردتمدن دلمړيوپيړيوڅخه بياترمنځنيو پېړيوپوري ديوپراخ اوپرمختللي تمدن مركزوو.زه باورلرم چي دغه تمدن په قلم ښوول اوكتابونوكښې ځايول دامكان څخه ليري برېښي .ځكه نوزمامقاله دسيستاني درياب څخه دڅاڅكي اخيستلومعني لري . داريايي ټبرجغرافيايې موقعيت چي دښې آب وهوا،پريمانه اوبو،حاصلخېزه ځمكي اومعدني موادولرونكى وو.داسي ولسي اومذهبي مشران يې درلودل چي دخپلوكورونو،كليواوښارونوپرمختګ اوسمسورتيايې ولسي اومذهبي كړنلاره وه. په اريايي ټولنه كښې دكورني نفوس دزياتوالي ،دكرهڼي دحاصلاتواومالدارۍ پالنه اوروزنه دكورنۍ دهرغړي مذهبي دنده بلل كېده.اودكورنۍ مشرچي په عين وخت كښې دخپلي كورنۍ مذهبي لارښوونكى هم ووددغه اونورومذهبي اصولوڅارنه كوله. داريايي ټبرمشرانوتل تربدوي ژوندمسكون اوكرهڼيزژوندته وړاندي توب وركاوه. دغه اوداسي نورعوامل سبب سوه چي اريايانوديومتمدن ژوندپر لورپرمختګ وكړ. دخپل ښه جغرافيايې موقعيت اودژوندانه د ښوشرايطوڅخه په ګټه اخيستنه دسيمي دنورواقواموپه پرتله يې ډېر ژرداسي پراخ تمدن منځ ته راووست چي دتوكودخرڅلاوكاروان يي دنړي دنوروپرمختللوتمدنونوراكړي وركړي ،كاروانوسره وتړل سوچي ډيرښه مثال يي د م- ز دپنځمي اوڅلرمي زريزي زراعتي حاصلاتو،ميسن لوښواولاجوردوسوداګري وه چي په سومربين النهرين اوعيلام كښې يې نمونې پيداسوي دي . اريايي تمدن دخپل موقعيت اوپرمختګ له كبله دنړۍ دډېروپرمختللوتمدنونولكه ((مصر،بين النهرين،چين اوهند))ترمنځ داړيكوټينګولوپه ډګركښې لوئ مركزوګرځيدى ددغواړيكوله مخي اريايي تمدن نورهم پراخه سواونورمركزونه يې يوپه بل پسي وغوړېدل چي دهغه جملې څخه يوهم دسيستان پخواني تمدن دى چي ددغي سيمي دډيروبډايواوپرمختللوتمدنونودډلي څخه حسابيږي. دسيستان دلرغوني تمدن په هكله هغه وخت دپوهانواومحقيقينومعلومات كره سول چي موسيوهاګن اومسيوكريشمن فرانسوي باستان څيړونكوپه ۱۹۳۶زيږديزكال دسيستان دنادعلي په سورداغ اوسپين داغ غونډيوكښې خپل تحقيقاتي پلټني وكړې كه څه هم دغه تحقيقات نيمګړي پاته سول اوذكرسوي غونډۍ لاترپايه ونه كيندل سوې خوپلټونكودانظريه ((سراورل ستن )) تائيدكړې اوتردوئ لانورهم پرمخ تللي دي .نوموړي عقيده لري چي هيرمنداوسيستان دكلكوليتيك دمدنيت ټولي دورې تيري كړي دي .پدې معني چي دكلكوليتيك په دوره كښې انسانانودنفوس دزياتوالي اوښكاردلږوالي له كبله دغارو ژوندپرې ايښى اودكرهڼي په لوريي مخه كړېده .اودكرهڼي سره يي مسكون كليوالي ژوندهم اختياركړيدى. څنګه چي سيستان دكښت اوكرهڼي لپاره ډيري اوبه ،پراخه حاصلخېزه ځمكي اومناسبه آب وهوادرلوده ځكه نوكرهټين اومسكون كليوالي ژوند يې دكندهاردمنډيگك اوديمراثي غونډۍ دكليوالي ژوندپه څيردم-زدڅلرمي زريزي تمدن جوړكړي. نور بيا ............. ---------------------------------------------------------------------------------------------- دلښكرگاه ښاركه دامباروډېران ع-ص-م هلمند لښكرګاه دهلمندولايت دلښكرگاه ښاردزينت له پلوه ډېريوښكلى اوپه زړه پوري ښاروو. چي ډيرى سيلانيان به هم دلته دسېل اوتفريح لپاره راتلل چي په ېووخت اوزمان كښې دامريكاى كوچك په نامه نومول سوي .بيادډاكټرنجيب درياست جمهوري پرمهال دكوچني مسكوپه نامه نومول سوي وو او اوس مهال دامباروپه ډېران بدل سوى دى . داځكه چي پرهرچوك باندي دكورونوراايستل سوي امبارونودښارپه ګوټ ګوټ كښې ځاى نيولى دى . زه چي هرسهارله كوره راووزم دوطن تنكي ماشومان ،بي وزلي اوناداره دغربت دژوندپه حال كښې دامبارونودډېران پر سرباندي دكاغذونو،پلاستيكونواوځيني نوروشيانولكه ورستې ميوې اودمېوودپوستكوپه راټولولو بوخت وينم .چي خپل دتعليم اوتربيې قيمتي وخت يې دلته صرف كړى وي.چي دانسان زړه ورته توردود كيږي بلكه دانه چي ددوئ ژوند يا ائنده ختميږي له دوئ سره ملت هم له پښوغورځي ځكه دادسباورځي هغه زلميان دي چي دوطن په ابادولوكښې پوره اومهم رول لري . له بله پلوه دولت پدې چورت كښې دى چي خپل جېب څنګه ډك كړي .ښاروال ترصفايي په پيسوكښې ژوندكول غوره بولي اودښار په صفايي كښې هيڅ چورت نه وهي .خو ا خوابيادښارهوا دامبآرو له ډېرېدوسره زياته خرابه سوې ده اوبدبويې وطن پرسراخيستى دى . د ښارداوسېدونكوشكايتونه زيات سوي دي خوښاروال پربرېتولاس تيروي اووايې چي يوازني علت دوسايطو اولوازمونسته والى دى چي په ښاركښې ستونزي زياتي سوي دي .سربېره پردې چي دميليونونوډالرونو مرستي دښاردابادۍ لپاره راغلي وې خويوازي يې دلوړرتبه رئيسانواومامورينو لپاره دكروزينګ،كرولا،اوسراچه ډوله موټرانو په رانيولوكښې مهم رول لوبولى دى . په پښتوكښې يومتل دى چي وايې توري غوښي دپيشوهم خوښي دي .اودابه دامكان څخه ليري خبره وي چي ډالربه ددولت هغه كسان چي دمرستوكڅوړه يې په اختياركښې وي اوډالردي يې نه خوښيږي . نوځكه دلښكرګاه ښاراوس دامبارود ډېران په موجونوكښې دي . -------------------------------------------------------------------------- په ښځو کي د رحم د سرطان ناروغي ډاکټر ه فريده (هوډسيفي) پراګ په ښځوكښې د رحم سرطان او درملنه يې توگبا ادي Togba-Addy چې په اتلانتا کښې ديوه روغتون نرسه ده هر کله يې ډېر ښه صحت درلوده . وخت په وخت نسايي معاينې ته ورتله . خو وررستى وار يې ډاکټر ورته ډير بد خبر ورکړ او ويې ويل چې هغه د رحم په سرطان اخته ده . . تېر ژمى يې عمليات وکړ او غونډ رحم يې د جراحي عمليات په واسطه وايستل سو . ډاکټر اطمينان وکړ چې د هغې سمه تداوي تر سره سوې او دپريشانۍ لپاره هيڅ ځاى نه دى پاتي . د ښځينه ناروغيو متخصيصين په دې باور دي چې که هره ميرمن لږ ترلږه په يوه کال کښې يو يا دوه ځلي ځانګړي نسايي معاينات وکړي نو کيداى سي چې د رحم سرطانونه په لومړيو مرحلو کښې تشخيص سي . اولکه چې په سر کښې مو د امريکايي ميرمن توگبا کيسه واوريده پر وخت به تشخيص سي . نهه دېرش کلنه توبي اوس روغه جوړه ده او په روغتون کښې د نورو ناروغانو خدمت کوي . خو که د هغې تشخيص پر وخت نه واى سوى ښايې هغه به اوس روغه نه وه . عبدالباري صديقي مسافر هلمند لښكرګاه ------------------------------------------------------------------------------------------------------------- تصوف الحاج محمد اسماعيل شريعتيار: لښکرګاه تصوف دصوف کليمې څخه اخيستل سوى دى صوف وړيني جامې ( کاليو) ته وايي په اصطلاح کښې هغوخلکو ته متصوفين وايې چې دپخوانيوپه څيريې وړيني جامې اغوستي وې . وړيني جامې خاکسارۍ اوکمينيۍ ته نيژدې دي ځکه متصوفينودغه کالي اغوستل دتصوف اومتصوفينوپه هکله ډېروپوخانو او مشايخو خپل بيلابيل نظرونه وړاندي کړي دي . په لاندي ډول يې تاسي ته وړاندي کوم . ١ -تصوف يومخ ادب دى ٢ -تصوف حق ويل دي ٣ -تصوف باريک اومحتاط ويل دي ٤ -تصوف دهغه څه څخه ځان نااميده کول دي چې دمخلوق په واک کښې وي ٥ -تصوف دهغه څه څخه کر که کول دي چې دخداى درضاڅخه ماسوا وي ٦ -تصوف لږخوړل دي ٧ -تصوف دخداى سره سکون پيداکول اودمخلوق څخه تېښته کول دي ٨ -تصوف دځان وژل او خداى ته د ژوند ټوله توجه کول دي ٩-تصوف دامر اونهي په چوکاټ کښې صبرکول دي ١٠ -تصوف دغم نه کول اوپرکړنه ټينګارکول دي . ١١-تصوف پرمال اوشته تکيه نه کول اودخداى سره ټوله تعلق ساتل دي ١٢ -تصوف پرښوکارونو ټينګارکول دي ١٣- تصوف ښه خوئ درلودل دي ١٤ -تصوف عزت دې په ذلت کښې ،غناده په فقيرۍ کښې باداري ده په بنده ګۍ کښې ،صبردى په لوږه کښې پټوالى دى په لڅ والي کښې ناپېلتوب دى په غلامۍ کښې ژوند دى په مرګ کښې خوږوالى دى په تريخ والي کښې ١٥-داصحاب صفه پرپله پل ايښودل دي ١٦ -تصوف دزړه پاکوالى دى تصوف څنګه منځ ته راغلى ؟ دخداى فرمان داسي دى چي په تحقيق سره موږ انسان عزت مند پيداکړى دى ،دانسان عزت په څه کښې دى که ځيرسوفکروکړوداسي احساس راته پيداکيږي چه انسان څه ډول پيداسوى دى ؟ دڅه لپاره پيداسو؟خودومره خداى راته فرمايلي دي چي انسان عزت مندپيداسوى دى . له يوې خوا خداى ويلي دي چي ما انسانان اوپېريان دعبادت لپاره پيداکړي دي نو عبادت څه شى دى ؟ او کول يې څنګه دى له بلي خوا خداى موږ ته د مېزان ،قيامت په نومونو يوه ورځ ټاکلې ده ترڅو راسره دښواوبدوکړنوحساب وکړي که پورته ذکرسويو شيانو ته دفکر په هنداره کښې وګورو اودخداى له اوامرو او نواهيو سره خپل نفسي غوښتنې پرتله کړو جوته ده چې دخداى د اوامرو په کولو او دنواهيوپه نه کولو کښې عزت دى . داوامروکول اودنواهيو نه کول په خپله دشيطان سره مبازره کول دي دتصوف اصلي موخه هم دنفس او شيطان سره مبارزه او دانسانيت داصلي مفهوم په نړۍ کښى پښه ايښودل دي ددغه مفکورې په اساس تصوف منځ ته راغلى داچې دچا له خوا تصوف منځ ته راغلى ځينې وايې چې دحضرت محمد له خوا چې ورته دصديق لقب ورکول سوى وو هغه ابوبکرصديق وو چي دحضرت محمد دقوي ايمان او پرهيزګاره پېروانو څخه وو دتصوفو ډېر مسلکيان دحضرت محمد درحلت څخه وروسته حضرت ابوبکر صديق خپل تصوفي لارښودبولي . ځنيې داسي وايې چې تصوف داصحاب صفه خلګو څخه سرچينه اخلي ،اصحاب هغه فقيران خلګ وه چې په غربت کښې يې ژوندکاوه کوراوعيا ل يې نه درلودل دحضرت محمد سره اوسيدل دحضرت محمد په امر په نبوي مسجدکښې ورته يو ځاى انتخاب او هلته يې هستوګنه وه اودخلګو له خوا به خيراتونه ورکول کېدل او دهغه څخه يې نفقه كوله ،داصحاب صفه ژونددپرمختللي ژوند څخه ډېرلري اوبيل ډول وو ددنيا دټولي راکړي ورکړي څخه پاک وو ځکه اهل صفه ورته ويل کيږي په هغه او وروسته وختونوکښې خلګو ورڅخه پيروي وکړه څومره چې اسلامي نړۍ پراخېده اومسلمانان ډېرېدل دومره هم داصحاب صفه پېروانوشميرزياتيدى دتصوف دغي تګلاري ته په وروسته وختونوکښې دطريقت نوم ورکول سو ،په عمومي ډول طريقت دزهد،عبادت،ددنياوي کارونوسره روابط نه ساتل ،ددنياوي خوندونو څخه کرکه کول دطريقت بنسټ دى . دطريقت پېروان په دې عقيده د ي چي مخلوق دخالق په امر پيدا اوفنا کيږي ،داخرت پرورځ عقيده لري داسي چي داخرت ورځ خالق دخپل مخلوق سره ددوئ دکړنومحاسبه کوي دطريقت په تګلاره کښې زيات مشايخ ،لارښوونکي او دنظرڅښتنان پيداسوه دفکر اوعبادت لپاره يې بيلا بيلي لاري وړاندي کړې چي دطريقت پېراون هم ديوه يوه نظرپېروي سول له دې سببه طريقت پرڅوبېلوبېلولارو وويشل سواو دهري لاري پېروانوخپلي تګلاري ته بېل نوم غوره کړ طريقت خو دحضرت محمدله وخته وو،خودتصوف پرته بل نوم يې نه درلود او س طريقې ډېري دي اوبېل بېل نومونه لري چي دټولوطريقو تګلاري يوه له بلي ډير فرق لري خو په ريښتيا يې موخه يوه ده چي هغه دخداى يادول دي که دټولوطريقودتګلاروڅخه بېل بېل بحث وکړو ډير وخت ته اړتيا لري . يوازي به دنقشبنديه طريقې څخه په لنډډول وږغيږو دلته په کتاب کښې هم له نقشبندي اولياکرامو څخه بحث سوى دى . |
|
انګرېزان خپل سرۍ ته نه پرېږدو
د طالب رژيم له را پرزېدو څخه وروسته سم دستي د هيواد په ګوټ ،ګوټ کښې د ځوانانو لخوا ازادي ټولني جوړي سوې چي ځيني يې د لږ مودې په تېريدلو سره د بېلا بيلو لاملونو له امله بيرته وتړل سوې او د ګوتو په شمېر يې لا دا مهال په کار او پرمختګ لګيا دي . هلمند چي تر اوسه پکښې ورته ټولنه چي هر اړخيز کارونه پر مخ وړي نه وه جوړه سوې په دې وروستيو کښې د هغو ځوانانو چي وايې د خپل هيواد سره په ريښتوني توګه مينه لري په مټ اوزيا ر د يوې ازادي او خپلواکي ټولني څښتن سو . نوموړې ټولنه چي ( په هلمند کښې د افغان ښو ځوانانو ملي ټولنه ) په نوم ياديږي مشر يې سراج الدين سرحدي دى وايې دا ټولنه د هلمند د ځوانانو په مالي ملاتړ چليږي او په کوم سياسي اورګان يا بهرنۍ مؤسسې او يا هم دولت پوري هيڅ تړاو نه لري . ښاغلي سرحدي د سيستان جريدې سره پخپله مرکه کښې وويل ځکه يې دا ټولنه را منځ ته کړه چي په هلمند کښې له يوه کال را په دېخوا جنګ جګړې رواني دي له يوې خوا بريټانوي ځواکونه د ولسي وګړو پر عامه مرګ ژوبله دريغ نه کوي او له بلي خوا ددولت وسلوال مخاليفين د بېګناه ځوانانو څخه افغان او نړيوالو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور له کومو اسنادو او شواهدو موندولو څخه پرته سرونه غوڅوي هغه زياته کړه چي ورته ستونزي په نوور ولايتونو کښې د ځوانانو لخوا په کلکه غندل کيږي خو په هلمند کښې تر اوسه چا ورباندي ږغ نه دى پورته کړى . د يادوني وړ ده چي په هلمند کښې د پنځو کلونو را په دېخوا يوه بله ټولنه چي يوازي فرهنګي او ادبي چاري پر مخ بيايي د بست په نوم هم سته او په درو مياشتو کښې د بګړۍ په نوم يوه خپلواکه مجله هم چاپوې چي تر اوسه يې نهه ګڼي له چاپه را وتلي دي او دوې نوري يې چاپ ته چمتو دي او هر کال د هلمند سيند په نوم يوه نړيواله مشاعره هم جوړي د ُبست فرهنګي ټولني مشر بريالى هلمند دى چي له دريو کلونو را په دېخوا په هندوستان کښې د سياسي علومو زده کړي پر مخ بيايې . د هلمند ځوانان دي د لا نوور معلوماتو لپاره په دغو شمېرو د افغان ښوځوانانو د ملي ټولني له مسؤلينو سره اړيکه ونيسي . د سيستان : خبريال ----------------------------------------------------------------------------------------- پرموږ هم ژوند تېر سو زين العابيدين ( ستانكزى ) نادعلى هغه وخت چي لا زه په ښه او بد نه وم پو هيد لى دما شومتوب په دوره کښې زه د تاوتريخوالي ، وژنو ،جنګونو تنظيمونو پاټکونوله کليمو سره اشنا سوى وم اوس خو هغه دچا خبره بيخي پکښې ايشدلي يو نه يوازي زه بلکي زموږ هر يو وګړى ا وس پدې پوهيږي چي داڅه وسول چا وکړل اينده به څه کيږي دا نه يوازي سياسي او قا نون پوه خلک بلکي يو دهقان يوشپون لا په غره اوکر ونده کښې هم پدې پو ه سوى څه کيږي څوک به يې کوي مثلا که دا سي يو څوک راځي او دې خلکو ته وايې چي تاسو وماته رايه راکړې زه به تاسوته خدمت کوم دامنيت په ښه کولو کښې پوره پوره کار کوم لکه ديو شورا وکيل ولسوال اوحتى ولسمشر هم داسي وعدې راکوي نو زموږ خلک دکار تر عملي کولو دمخه مثبت او منفي اړخونه څيړلاى سي ځکه زموږ ټول بدمرغه عمر په همدې لړۍ کښې تيرسو زه لا هغه وخت ماشوم وم چي د مجاهدينو اودولت تر منځ به جګړې رواني وې او زموږ د کورونو پر سرو به د ټانكونو او تو غنديو ګوليو پروازونه کوله او د انسانانو په ژوند به يي خپله تږې ارواه اوبوله موږ به کله يوې او کله بلي خواته هجرتونه کوله. خوموږ خپله او ځيني همسايه ګانو مو بهرته هجرت ونکړ همدلته مو دتاوتريخوالي سره غيږي ايستلې خپل خپلوان همسا يه ګان کليوال ماشومان مو شهيدان سول پر کورونو مو بمبارۍ وسولې هر څه هستۍ مو له منځه و لاړې تعليم مو تقريبا دري لسيزي شاته پاتي سو هر څه مو ويجاړسول خپل منځي دوښمنۍ مو وموندلې خولا دکلي مشرانو مو د ا ميد رسۍ ژوندۍ ساتلي وې او موږ ته به يي دجماعت په چوترو ډاډ راکاوه او راته به يي ويله که خداي د ډاکټر نجيب حکومت له منځه يوړ او تنظيمونو برى ترﻻسه کړ نو دافغانستان هره ورانه ويجاړه به ددو کلونو په اوږدوکښې دنړۍ سره برابره سي نو موږ به هم خداى ته همدا زارۍ کولې چي دادولت ژر چپه کړې خودا کار وسو د ډ اکتر نجيب الله حکومت ړنګ سو مجاهدين به نه يادو واک دټوپک سا لا رانوپه لاس کښې ولوېد خو که په لنډ ډول ووايم هغه ستړياوي اوناخوالي مو چي د ټوپک سالا رانو په دوره کښې وليدلې مخکښې فکر هم نه کاوه په زر ګونو خلک په ظلم اوزور ووژل سول اوکورونه يي وران سول دخلکو په سرو کښې ميخونه ټك وهل سول دخلکو ځان ، مال او ناموس او اوﻻد په خطرکښې ولوېدل لنډه داچي هغه څه وسول چه په ويلو يي سړى شرميږي هغه قاتلين او واکدارن چه زموږ په ژوند يې لوبي وکړې او ميليونونه انسانان يې ووژل ،بد بخته اوبي کوره يې كړل او سري صحرا يې کړل هغه لا ګرځي ﻻ ژوندي دي نه دي مړه سوي او نه هم ماړه سوي دي لاوس هم په دي لټه کښې دي چي څنګه مو يو ځل بيا تېر باسي او پر موږ ځان وکدار وټاکي او هغه هرڅه هېر کړي .چي زموږ اکثره هيواد وال په دې وروستيوکښې ددوئ د کړونو له امله په تنګ سول او ګاونډيو هيوادنوته يې هجرت وکړ او هلته يي دبې عزتۍ ورځي اوشپې په دې تمه سباکولې چه کله ددې کرغړن حالت دمرګ خبر راځي او هيواد به ديو پياوړي ثبات خاوندسي چي خپل هيواد ته و لاړ سي خودې لړۍ همداسي زموږ عمر په خپله کرغړنه غيږه ټينګ نيولى اوخوشحالۍ ته يي نه پرېښود چي کلونه وروسته ددې حالت په مقابل کښې يوه نوې ډله راپيداسوه چي د طالبانوداسلامي تحريک په نوم يي ږغ کاوه چي د خلکو دکلونو،کلونو داميد مړاوي سوي غوټۍ يې يوځل بيا دطالبانو په را پيدا کېدلو سره وغوړېدلي واقعا هم طالبانو خلکو ته دخوشحالۍ زېرى راوړي ستونزي يي هواري کړې دغلو يې لاسونه يې قطع کړل قا تلين او انسان خواره يې په دار وځړول امنيت يي راوست حق وحقدار ته وسپارل سو درشوت ريښې يي له بېخه وکښلې دفساد ډلي يې ونړولې زموږعمر يي دغمونو له غيږي خلا ص کړ او دخوشحالۍ په محفل کښې يې وګډاوه په لږه موده كښې يې دومره زيات امنيت را وست چي چا يې اټکل هم نه سو کولاى خلک ډير ځورېدلي وه نوره ازادي يي نه غوښتله همدومره ېې بس ګڼل امنيت ښه و اسلامي قانون فعال وو ،وژنه او تباهي نه وه خودې لړۍ هم دخوښۍ ملګرتيا تر لنډي مودې وساتله باقي موده يې دپرديو تر اغېزې لاندي راغله دخپلو يې نه منله سولي ته يي غاړه نه ايښودله ددوئ هم باقي دورې وحشي بڼه غوره کړه هره شپه به دراډيوګانو څخه دوژنو خبر ونه ورکول کيدل چه نن ٢٠٠ په فلا ني ځاى کښې وژل سوي او نن ١٠٠ په فلا ني ځاى کښې وژل سوي حال داچي دواړه ډلي افغانان او مسلمانان او يو دبل مرګ يي روا ګاڼه هر کورته يي معيوب يا دځوا ن زوئ جنازه راوړل سوه زموږ دژوند کولودچاپريال څخه يو ځل بيا دوينو توند بوئ پورته کيدى عمر مو دخوشحالۍ لاره ورکه کړه اود غمونو په سېل کښې ورګډ سولو دطالبانو دوره انجام سوه خو زموږ دناکراره اوغمګين عمردورې لاخپله اوږده او نه پايدونکې لاره يې کتله خو دحامد کرزي ددولت اونړيوالو قوتونو په راتګ سره يو ځل بيا زموږدغمونو اوخوشحاليو تر منځ سوراو ځوږ جګ سو چه هريوه غوښتله زموږسره ملګرى اوسي چه په پايله كښې دغم اوخوښۍ تر منځ ددې لپاره انتخابات پيل سول چي زموږ سره يو ځاى اوسي چي دغو ټولټاكنو پوره دونيم کاله دوام درلود موږورته انتظارايستى او او دخوشحالۍ په طرفدارۍ مو تبليغ کاوه چي ددريم کال په پيل کښې دغمونو او دردونو لړۍ کاميابه او زموږدعمر واک يې بيا په غيږ کښې ونيوى ، وژني اوورانوني بيا پېل سوې بهرنيانو خپلي ازمايل سوي او پڅي توري يو ځل بيا زموږپه وينو سرې تيري کړې په زرګونو انسانان ، ماشومان ، ښځي او ځوانان ووژل سول په روزګان كښې ديوې شپې ناوې اوزوم او ورسره د لسګونو انسانانو وژنه يو نه زغمونکى غم و . همدارنګه دهلمند ولايت دګرشك ولسوالۍ په حيدرابات ، زمبولي ، كلاى ګز ،سنګين او واشېر اوسربغني کښې زموږدوروڼواوخويندووژل کېدلو هم زموږڅخه دخوشحالۍ لاره ورکه کړه چي داپيښي هم د زغم وړنه وې بهرنيانو يوازي يوه بخښنه کافي وګڼله بس همدا زموږ ژوند دى چي راباندي تېريږي . خوشحالي زموږ سره نده ملګرې سوې نړيوالو ځواكونو دجګړې اوپاليسۍ عمومي ډګر زموږ دکور غولى وټاکى کورونه مو وران سول په هديروکښې مو ډله يېز قبرونه جوړ سول او دبدمرغه انسانانو په کتار کښې وليدل سولو دادېرش کلني دورې هرڅه زموږ څخه ورک کړي چه زماعمر لاد ېرش هم ندى ما په همدې کرغيړنه دوره کښې نړۍ ته سترګي غړولي دي مادخوشحالۍ او نيکمرغۍ سره هيڅ ونه ليدل زموږ دځوان اونوي نسل ملګرتيا تل غمونوکړېده تاسو وګورئ داهم ژونددى چي پر موږ تير سو . ((پاى)) ------------------------------------------------------------------------------- دوئ دوئ دي او موږ موږ يو له اوردو څخه د احمدشاه پاڅون ژباړه موږ مسلمانان يو او دوئ انګريزان زموږ او د دوئ په منځ كښې دومره فاصله ده لكه ختيځ او لويديځ موږ كه د لويديځ عزت مند هم سو دوئ نسو جوړيدلاى او دوئ كه د مشرق خواران هم سي موږ غوندي جوړيدلاى سي. زموږ په منځو كښې توپير نه بلكه توپيرونه دي كوم كارونه چي موږ كوو دوئ يې كول نه غواړي او كوم كار چي دوئ كوي موږ يې كولاى نسو . زموږ سوچونه لوړ دي خو كاورنه مو كښته دي او ددوئ كارونه لوړ دي او سوچونه يې كښته . موږ ټول مسلمانان يو او دوئ ټوله يوازي سلمان ( سلمان روشدي ) موږ په خپلو منځو كښې جنګيږو تماشه ښيو او دوئ موږ سره جنګوي او تماشه ګوري موږ پرمخ تګ خوښونكي يو او دوئ پرمخ تللي دي . موږ د ښځو څخه د پړوني په لري كولو سره په خپل پر مختګ وياړو او دوئ زموږ څخه د پړوني په لري كولو سره په خپل عقل وياړي . موږ د زړه منو دوئ د عقل. موږ ټوله عاشقان يو او دوئ ټوله ساينس پوهان موږ ځكه پرمختللي نه يو چي موږ ارام خوښونكي يو او دوئ ځكه پر مختللي دي چي ارام خوښونكي ندي . موږ د خبرو غازيان يو او دوئ د عمل موږ تر دا مهاله سپوږ مۍ ته ځكه نه يو ختلي چي موږ يوازي نيوكه كوو اصلاح نه هغوئ نيوكه نه كوي ځكه سپوږ مۍ ته رسيدلي دي . اوريدلي مودي چي نيوكه كول په دنياكښې ترټولو اسان كار دى او اصلاح تر ټولو ستونزمن موږ ځكه د نيوكي مسلكيان يو چي اسانه ده او هغوئ ځكه نيوكه نه خوښوي چي اسانه ده . يو وخت موږ حكمرانان وو خو اوس دوئ دي . موږ ځكه دنده ترسره كوو چي موږ د ندي ته اړتيا لرو دوئ ځكه دنده تر سره كوي چي دنده دوئ ته اړتيا لري موږ غلا كوو او وروسته سرزوري هم او دوئ هغه وخت سرزوري كوي چي موږ پر غلا ونسي . موږ درواغ بې حسابه وايو او دوئ يې په حساب وايي . موږ د كار كولو وروسته فكر وهو او دوئ د كارو كولو مخ كښې . موږ تروريستان يو او دوئ امن راوستونكي . موږ يوازي پر الله (ج) باورلرو هغوى يوازي پر الله ځكه باور نلري چي هغوى زحمت پيژني . اسلام زموږ دين دى ليكن په اګاه دوئ دي . د غور، فكر ، او احتاط حكم موږ ته راكړل سوى دى مګر عملي كړى دوئ دى ايډز ددوئ خوره سوې ناروغي ده خو ورباندي ككړ موږ يو . موږ غوښتونكي يو دوئ وركونكي . المختصر دو ئ دو ئ دي او موږ موږ يو . (الله د هغه قوم حالت هيڅ كله نه بدلوي تر څو چي هغوئ خپل حالت په خپله نه وي بدل كړى ( قرآن)
-------------------------------------------------------------------------------------------- د نامتو اديب اوڅېړونکي ښا غلي معصوم هوتک پرنوي کتاب (پرمعياری ژبه د معيارپه ژبه يوه څېړنه) څوخبري
کاندیدای اکاډمیسین سیستانی - سويډن (ګوتينبورګ ) نن( ۸/ ۵/ ۲۰۰۷)، دهوتک صاحب یو نوی کتاب د((پرمعیاری ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه)) تر نامه لاندي ماته راورسېد.کتاب په ۱۸۴ مخونوکښې چي سږ کال له چاپه راوتلی دی ،کله چي مي عنوانو ته نظر ورواچاوه، هر یويې تر دا بل ډېر مهم او په زړه پوري راته و بریښېد، نو ځکه مي دپنخو یا شپږو ساعتونو په ترڅ کښې ټول کتاب ولوست . کتاب پرمعیاري ژبه ،یوه دقیقه او مستنده څیړنیز کره کتنه ده، دومره دلچسپ او په زړه پوری مطالب پکښې راټول سوی او تر تحلیل او تجزېې لاندي نیول سوي دي چي هر لوستونکى او هرلیکوال ته ضروردي چی دغه کتاب یوواري ولولي اوخپلي هغي تیروتنې چې تر اوسه ځیني سوي وي، اصلاح کاندي . په دې کتاب کښې دسمي لیکني او ناسمي لیکنې نمونې، او په معیاري او نا معیاري ژبي تر نامه لاندي تېر وتنو ډېري بیلگي راټولي سوي دي چي پوهېدل یې هر لیکوال ته بیخی ضروری بریښي . زه نه غواړم په دې ځای کښې دا مهم اوابتکاري کتاب په مکمل ډول درمعرفي کړم،مگر د دې دپاره چي تاسي پوه سئ چي داکتاب پر کومو موضوع ګانو باندي بحث کوي،د کتاب د مهمو عنوانونومونه دلته ليکم :ژبه، مفاهمه، د ژبي تاریخي څیړنه، لهجه څه ته وايې،معیاري ژبه څه ته وايې؟دژبي دمعیاري کولواړتیا او وړتیا، د پښتو ژبي دمعیاري کولوهڅي څه وخت پیل سوي؟، دمعیاري لیکني پر هڅوباندي دنیولوګیزم هښمه، د نوو جوړو سوو لغتونو دتلفظ ستونزه،پښتو دسوچه توب پر پیچومو،پښتو نیولوګیزم ژبنۍ اړتیا ده که سیاسي تقلید؟،نظر معیار، عمل ګډودی، د(په) او (پر) گډودی، التباس ته نه پاملرنه، آیا دمعیاریت هڅه بري ته رسیدلې ده؟، دمعیاري ژبي عامیانه درک او لهجو ته په سپکه سترګه کتل،د کره لیکني پښتو داوسنۍ هڅي دنه تطبیق اودهغې سره دمخالفت عوامل څه دي؟،څه باید وسي؟او یو لړ مهمي ضمیمې.لکه ::په" پشتو"یی وکاږم که "پر پشتو"؟ ټکی په ټکی ژباړي – تلفظي بېخوندي،دمتروکه او ارکاییکو لغتونو په ژوندي کولوکښې دعلامه رشاد هڅي، پرپښتوکره لیکنه باندی دنیولوجیزم سیوری.دا یوه مي لا واورئ، نور نوستاسي خوشه، دلته زه غواړم یوازي د نیولوجیزم مفهوم، ددې مهم کتاب په حواله ،توضیح کړم . هوتک صاحب د معیاري لیکني پرهڅوباندي دنیولوجیزم(یا نیولوگیزم) په ارتباط داسي لیکي : "د طب دعقلي وعصبي ناروغیو په څانګه کښې( سایکیاتري psychiatry) کښې دنیولوگیزم اصطلاح بل راز معنا لري او داهغه وخت کارېږی چي یو ناروغ داسي کلمات ترخولې راوباسي چي له ده پرته یې بل څوک په معنا نه پوهیږي. په کوچنیانو کښې دغه راز پېښه غیر عادي نه ده خو په لویانوکښې دغه راز کلمات ترخولې را ایستل دافکارو د بې نظمۍ یوه نخښه ده چي دشیزوفرینیschizophrenia په شان دعقلي او دماغي ناروغي نمایندگي کوي . دنیولوگیزکلمات ترخولې را ایستل کله کله دماغزو دستروک strokeد انسان سرته دصدمې رسېدلو له ایسته هم پیښږي. په دغه وخت کښې د ناروغ ژبه گنگوړه سي او نا مفهومه کلمات ترخولې راباسي چي په سایکیاتري کښې ورته "نیولوگیزمونه" وایې. په الهیاتو کښې هری نوي نظریې ته په نسبي توګه دنیولوگیزم په سترگه ورته کتل کیږی او نیولوګیست دعقایدو دسیستم په برخه کښې نوښتګر سری وي چي دمذهبي مؤسساتو او دودیزو روحانیونو په نظر بیا زیاتره مرتد او ورانکار ګنل کیږی.(وگ: نیولوگیزم- ویکی پیدیادایرة المعارف- دانترنت په حواله) هوتک صاحب ادامه ورکوي او وايې : که دژبو د جوړښت جریان ته په ځیر وکتل سي نو هرلغت په یو وخت نیولوگیزم و. هغه لغت چی دټولني له خوا منل سوی دی، نورنود نیولوگیزم له حالته وتلی او دژبي زیرمه ګرزیدلى دى. دنیولوگیزمونو رواجېدل زیاتره دخبري او اطلاعاتي رسنیوMedia پرلاس سرته رسیږي... دنیولوګیزمونو په راوجولوکښې له سمتي دلچسپیو، لهجوي لوړتیاغوښتنو اوسیاسی تمایلاتو څخه کار واخیستل سي،پخپل مقابل کښې یې مخالفتونه رازېږي. مګر که دیوه سالم جریان په توګه تطبیق سي، په ژبه کښې یې دپاته کېدلو او منلو چانس ډېر سته. خو دا حقیقت موباید تل په پام کښې نیولی وي چي له نیولوګیزمونو سره موافقت او مخالفت دواړه له ژبي سره دخواخوږۍ په انګیزه کیږی . که له هغه څخه یوه سیاسي اوسمتي موضوع جوړه سوه، تر ګټه یی تاوان سل واره زیاتېږي.»(۵۶- ۵۸ مخونه) . يادونه ............ د سيستان جريدې درنو لوستونکو دغه ډېره ستره ليکنه ده چي پاته برخه به يې په راتلونکې ګڼه کښې تاسو ته وړاندي سي . اداره --------------------------------------------------------------------------------------------------- بې پلاره اختر محمد الياس (داعي) واشېر اختردهغومبارك سه چي هم يي پلاروي هم يي مور وي هم يي مينه په رښتياهم چي انسان دهري ورځي په تېرودلوسره دشرين عمرشريني لحظې ترشا پرېږديتېركال هم دامهال داختر دخوشالۍ ږوږ اوزمزمه په هركلي اوهر زړه كښې ګرځېدل اوراګرځېدل ،تېركال هم اختر وو، خوزه داسي بې چاره نه وم ،تېركال مي پلار ووهغه راته هرڅه راوړي وه خواوس زه نه پوهېږم چي ولي ؟ زړه مي ډيردرديدلى دى ، كه هرڅه هيڅ ونه وايم،څه وكړم ، په غميزي باندي اوښتى يم ،زړه مي دردكوي ،پلارمي ياديږي ،هغه پلارمي ياديږي چي پروسږ كال مي دجامواوڅپليوغم ځوروى،د روژې هرماښام به يې زمونږ سره داختراو خوشاليوخبري كولې ،خوداچي هغه د سرسيورى مي اوس پرسر نسته ،دظلم اوغربتونوخوارك سولو ، ټول انسانان خوشالۍ كوي ،زه ولي داسي يم ،خداي دي ددوئ پركورهم داسي اور بل كړي ،لكه دوئ چي زمونږ پركلي په هغه شپه بل كړ،ټول كلى يې وسوځوى،عالمه ! هغه ويني چي لكه ويالې داسي بهيدلې ټولي مي په ياد دي ،اخترته درې شپي پاته وې په هغه شپه زماپلار هم ديوي سړې مرمۍ په اور وسوځېدى، اوله ژونده يې منكركړ ،په ژوند به مي هغه لحظه هېره نه سي ، چي د بابك مي دبم يوه لويه پارچه په زړه كښې بنده وه اوهردم يي ماته دكوټې څخه دنه راوتلو ويل او خپله يې هردم ساه بنده بنده كېدله .په ټول كلي كښې داسي څوك نه وه چي زمونږ مرستي ته راسي ،دكلي ټول كسان په يوه قيامت ورګډسوي وه ،هغه نكريزي چي پلارمي داختردشپې له پاره اخيستي وې ،دطيارو دبمونو دبادخوارك سوې . وړوكې خورزهرابه مي هره شپه دخپل لاسونودسره كولونوي نوي لاري دمورجاني سره شريكولې ،هغه خورمي هم دنكريزوپه ارمان وركه سوه انسان خواره بمانويې دصورت غوښي دبادخوارك كړې ،ترنن پوري مي خپل ښايسته خورزهراونه ليدله الله! خدايه !څومره مي زړه خوږيږي،داولي زه څوك نه وينم چي ماته د يوه يتيم زړه سوى راكړي ؟انسانان خوټول هم سترګي لري اوهم خوله. دنيامي هم ويني مګر زما د زړه په درد ولي سر نه خوږه وي؟ اويا دا چي هغوئ هم زماغوندي خپل غم اخستي دي . اختردهغــومبارك سـه: چي اول لاس دپلاراومو ورمچوينه خدايه !لكه چي دوئ هم داسي په دوړوكښې غرق سوه لكه مونږ.فكر كوم چي هغه دقيامت شپه وه ،ځكه زه داسي بله راتلونكې شپه په خپل ژوندكښې نه سم رايادولاى . اى !په هغه شپه زمونږ په كلي كښې څومره ږوږ، نارې اوچيغي وې ،څومره انسانان په هغه شپه په كليوكښې دبمبارله امله مړه سول. زما خوپلار اويوې خور د دنياڅخه سترګي پټي كړې، مګر د ماموراكا خو په كوركښې ژوندۍ شنخه هم پاته نه سوه ،ماموراكا بېچاره څومره ډيري نارې خپلي لور،جانكي ته ووهلې مګر هغه يې پيدانه كړه ،سها ر وروسته ترهغه چي لمر را وخيژي ،اول ځل مي د مامواكا د اته كلني لور جانكي شنه بوټان وليدله، دهغي دبدن نور هيڅ نه معلومېده يوازي يې د يوه بوټ سره يوځاى پرې سوې پښه پرته وه ،په رښتياچي دهغې خوار ي سره ډېرظلم سوى وو . زما خپل پلارياديږي ،زه مي پلارغواړم ،پلاره !ماته كالي راوړه اخترته لږ ورځي پاته دي ،پلاره تا راته پرو سږ كال څومره ښايسته چمپل راوړي وه .پلاره !كه تاسو نه ياست ما ته مي مور وايې چي تا ته هيڅ څوك كالي اوبوټان نه راوړي .دجانګل اكا زوئ په ترما ښايسته وي .پلاره مورته چي ووايم هغه هم راته وايي :زويه!زه درته په څه شي كالي وكړم ،..ژړا....هك هك ...زه پلارغواړم .پلاره راسه ! اختردهغــومبارك سه چي داخترپه ورځ دپلارانتظاروينه اختره! مه راځه اختره! زمادپلارله وينوپاك نه دي لاسونه اختركښې هغه څوك خوشحـال وي :چي دخپل پلارسره جوړه مېلو ته ځينه . ------------------------------------------------------------------------ اختراعاګاني او کشفيات راټولونکى : احمدشاه آرين مارجه ١-برېښنا د لومړي ځل لپاره اډيسن امريکايې اختراع کړه ٢-مصنوعي سپوږمۍ د لومړي ځل لپاره روسانو اختراع کړه . ٣-قطب نما د لومړي ځل لپاره چينايانو اختراع کړه . ٤-ټيليفون د لومړي ځل لپاره په ١٥٨٨ م کال کښې د ګراها ميل په واسطه اختراع سو . ٥-کښتۍ د لومړي ځل لپاره د نوح (ع) لخوا اختراع سوه . ٦- الوتکه د لومړي ځل لپاره په ١٨٣٣ م کال کښې د (ادر) فرانسوي لخوا اختراع سوه . ٨- د تلګراف دستګاه د لومړي ځل لپاره په ١٨٣٣ م کال کښې د (ګاوس) لخوا اختراع سو . ٩- د بخار ماشين د لومړي ځل لپاره د اتلسمي پېړۍ په پاى کښې د جيمزوت لخوا اختراع سو . ١٠-موټر د لومړي ځل لپاره په ١٨٧٠ م کال کښې د (اميدي بولي ) لخوا اختراع سو چي د بخار په واسطه يې حرکت کاوه . ١١-پټرولي موټر د لومړي ځل لپاره په ١٨٩١ م کال کښې د (پوژوي) فوانسوي لخوا اختراع سو . ١٢- په امريکا کښې موټر د (فورډ) په واسطه اختراع سو . ١٣-د ځمکي کروي والى د لومړي ځل لپاره ماجيلان کشف کړ. ١٤-امريکا د لومړي ځل لپاره کرستف کولمب په ١٤٩٢ م کال کښې کشف کړه . ١٥-اسټراليا په ١٦٠٦ م کال کښې د هسپانويانو ، پرتګاليانو، او ها لنډيانولخوا کشف سوه . ----------------------------------------- |
|
سيدحكمت الله (افغانزى ) له عربي سرچينو څخه ګرانو محترمو وروڼو تاسو ته معلومه ده چي داسلام مقدس دين دالله ج) حقه لاره ده. موږ عقيده لرو چي حضرت محمد مصطفى(ص) دخداى ( ج ) بنده او رسول دى او له ټولو مخلوقاتو څخه غوره اوا فضل دى . له ده څخه وروسته بل پيغمبر نه راليږل كيږي محمد (ص) رهبر خاتم النبين دى. موږ دحضرت محمد مصطفى (صلي الله عليه وسلم ) امتيان او پيروان يو او ددين په ټولو حكمو نو چي موږ ته يي دالله (ج ) له خوا څخه راوړي دي او موږ ته يې لارښوونه كړې ده ، ايمان لرو او دده دكردارونو او هدايتونو پيروي پر ځان لازم بولو او دا دځان لپاره دكا ميابۍ سبب بولو . همدا رنګه عقيده لرو چې درسول اكرم ( ص) متابعت او پيروي په حقيقت كښې دالله (ج ) څخه اطاعت او فرمانبرداري او له حضرت محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه مخ ګرځول په حقيقت كښې دالله (ج ) له اطاعت څخه نافرماني او سرغړونه ده، چي په دنيا اوخرت كښې دناكامۍ اوشرمندګۍ سبب ګرځې . محترمو وروڼو تاسي به اوس هغه انځور ووينئ په كوم كښې داڅر ګنديږي چي مهربانه اوبخښونكي څښن تعالى (ج ) په خپل قدرت سره په ونو كليمه ليكلې ده. او دغه وني په جرمني كښې دي كله چي دانځور وليدل سوو نو ډيرو جرمنيانو داسلام دين حق او حضرت محمد ص يې دپاك خداى (ج ) رسول وباله او ځانونه يې داسلام په مبارك دين مشرف كړل . خو څه وخت چه دجرمني حكو مت پدي خبر سوو نو ژرتر ژره يې ورڅخه ديوال راتاو كړ اد خلكو دورتګ مخه يي ونيوله . تاسي دابل انځور ته په غور وګورئ چه الله (ج ) پخپل قدرت سره د آ سمان څخه دواري په اورولو سره او دځنګله په ونو باندي لااله الا الله محمدرسول الله كلمه ليكلې ده. او لاندي ديوه رومي انځور ته ځير سئ چي كله رومى چاك سوو نو درومي په منځ کښې دالله (ج )نوم ليكل سوى چه داددې څرګندوئ دي چي ټول جهان يو چا جوړ كړي چه هغه الله پاك دى . او همدارنګه تاسي كولاي سئ چي وګورئ دا انځور په يوې هندواڼې كښې دالله (ج ) نوم ليكل سويدى . په لاندني انځور كښې وګورئ چي دانسان بدن چي پاك خداي (ج ) جوړ كړى او دسږو په پيپو يې لااله الا الله محمدرسول الله كليمه ليكلې ده اوس يو بل انځور ته ځير سئ چي دعسل مچمچيو پخپلو عسلو دپاك څښتن تعالي نوم ليكلى دى . د يادوني وړ ده چي پورته انځوور د يوه تُركي مچۍ ساتونكي لخوا پېژندل سويدى . يو بل انځور چه يو بادنجان دى او كله چي چاك كړل سوو په منځ كښې يې دالله تعالي (ج ) نوم ليكل سوي وو . د سيستآن جريدې درنو آو زړه ته رآتېرو لوستونکو دآ وه زموږ په دوهمه ګڼه کښې يو لړ اسلامي معلومات . نور بيا .............
------------------------------------------- هغه لاره روح الله ( الهام ) تاشکند زه بيرته پس له ډېرو كلونو څخه كلي ته راغلم كله چي مي زموږ هغه كور وليد چي پكښې مي خاپوړي كړي وې او هغه نوري سيمي چي پكښې مو لوبي كړي وې پر بل خيال وې . خو كله چي زه راغلم نور څه كه وه كه نه وه خو ته نه وې . د هغه توت سره ډېر كښېناستلم چي ډېري د دوبي غرمې مو تر لاندي د شاپېريو نكلونو يوه بل ته په ډېر خوند او ميني سره كوله . كه دي پياد وي هغه وخت زموږ له كلي څخه په نژدي يو كېلو مترۍ كښې هغه ژړ ښوونځي كښې مو په شپږم ،اووم او اتم ټولګۍ كښې زده كړي كولې . خو بيا زه د خپل كاكا سره د ښار ښوونځۍ ته ولاړم او هلته مي خپلو زده كړو ته دوام وركړ زه به چي كله كله كلي ته درغلم نو هرو مرو ما او تا ستاسو په هغه كوچني باغ كښې سره ليدله چي د انارو او زردالوو زړې او د ډېرو كلونو وني به پكښې ولاړي وې . يوه ورځ بيا هم زه درغلم او آه ګراني څومره ښكلې وې او څومره هوښياري سترګي دي وې . تاته هغه وخت هم د ناځوانه زمانې چلونه اوفرېبونه څرګند وو هغه داسي چي په هغه ورځ ما ستا په سترګو كښې اوښكي وليدلې ما چي درنه د اوښكو پوښتنه وكړه تا اول كوښښ كاوه دا موضوع را نه پټه كړې، خو ما درباندي ډېر ټينګار كاوه . بالاخره ته اړه سوې چي راته ټولي ناخوالي ووايې خو كله چي دي هر څه را ته وويل ما درته ډاډ در نه سو كړاى . يوازنى ډاډ كه در په زړه كړم نو زه به مړ سم ګراني ما او تا په هغه ورځ يو له بل سره دا ژمنه وكړه چي ټوله ژوندون به يو ځاى سره تېروو . او تا هم راته ويلي وه چي داسي به خامخا كيږي اوس چي زه له يوه عالم اروزګانو سره بېرته راغلى يم او په بهرني ملك كښې مي څو كلونه ستا د ښكلي مخ په ياد په دېر شوق او مينه پوهنتون ووايه او نن چي بېرته راغلم له هرڅه نه مي زړه مات سو زړي خاطرې به ترڅو پوري په زړګي كښې په وينو اوبه وم ته او س هغه ګلالۍ نه يې او نه هم څو شېبې زما سره د شاپېرويو تودې او مينه ناكي كيسې كوې ته اوس د بل كور ناوكۍ يې اوتاته زه هيڅ ياد هم نه يم خو زه دي هره لحظه په زړه كښې د يوه سپېڅلي كتاب په شان احترام كوم . ته نه يې زه راغلى يم او دلته هر څه راته نوي ښكاري زړه مي دومره خفه دى چي بارو وكړه درې ورځي مي ډوډئ هم نه ده خوړلې پرېږده چي ومرم ته اوس د بل كور ناوې يې او زه به بېرته پر خپله لاره ولاړسم په دې كلي كښې ماته ځاى او ارام نسته ، دا وګړي ټوله ماته د بېګانه او پردي په سترګه ګوري ، دا كلي دي تاته مبارك وي او دنوي ملګري سره دي نوى ژوندون هم مبارك سه ، زه ولاړم . د خداى په امان ---------------------------------------------------------------------------- احمد مقيم په کابل کښې د حبيبې ليسې د يوولسم ټولګۍ زده کوونکى وړکى پيغام خپلو هغو ګرانو وطنوالو ته مي دا پيغام دى چي نور دي ښوونځي نه سوځوي خپل وروڼه او اولادونه دي د پوهني له ستر نعمت څخه نه بې برخي کوي،که داسي نه وي يوازي په ټول هيواد کښې د پښتنو ښوونځي سوځول کيږي اوبس . د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کښې د پښتنو هلوکان ښوونځيو ته نه سي تللاى خو د نورو قومونو نجوني په داډه زړه په ښوونځيو کښې خپلي زده کړي کوي . که داسي حالت دوام ومومي نو يو وخت به پښتانه زلمي په جمهوري رياست ، وزارتونو ، سفارتونو ، او نورو دولتي مؤسساتو کښې د نورو قومونو د زلميانو ، دفتر ، ميز او چوکۍ صفاکوي ،پياده ګان به وي د غلامۍ او مزدورۍ ژوند به تېروي . --------------------------------------------------------- ايران تيار دی يرغل ته په يولس زرو توغنديو ځواب ووايي
د۲۰۰۷م کال اکټوبر ۲۰ حوادث اوتلاښونه Inosmi.ru ژباړونکی : حبيب الله غمخور نيوز. رو،درويټرپه حواله خبر ورکړچې دايران داسلامي انقلاب دمدافعينو(پاسداران انقلاب اسلامي ايران)دمشرتابه نه يوجنرال اعلان وکړچې ايران يولس زره توغندۍ لري ،چي دټول په سيمه کښې ددښمن دمرکزونوپه لوردفير لپاره اماده دي . داجنرال وايي که چيري پر ايران يرغل وسي په هغه وخت کښې به داټولي ((۱۱ زره))توغندۍ سمدواره په مسلسله توگه ددښمن پر احدافواو پوځي مرکزونوشليک سي. دايران له ټلويزيون سره دايران دراکټي قواوو قوماندان خبر ورکړچې : ((دهر ممکنه خطر اوتعرض د ځواب ورکولو لپاره موږ يوازي تر يوې دقيقې کم وخت ته اړتيالرو.هغه په خپلو خبروکښې دا هم علاوه کړه چې ايران ته په منځني ختيځ کښې ددښمن پوځي مرکزونه ډير ښه معلوم دي .((ددښمن څخه دايراني چارواکوموخه امريکااو اسرائيل دي .ژ)) يادونه کووچې څه موده وړاندي دايران داسلامي انقلاب دساتونکونوي قوماندان جنرال محمد علي جعفري په خپلو څرگندونوکښې ويلی وه : دادى زموږپيغام دښمن ته چي : ((داکارمه کوئ)). هغه داهم علاوه کړه چې ايران له هيچانه ډارنلري ،ايران کولاي سي ديرغلګرهرډول حملې ته به ځواب ووايي. دايران دوسله والو قواوقوماندان څرګنده کړه ((ممکنه جګړه به ډيره اوږده نه وي ،ځکه چې موږ به پدې جګړه کښې په هغه لومړۍ ورځ دښمن له خاورو سره خاوري کړو. دښمن بايدله ځانه داپوښتنه وکړي چي دخپلو احمقانه کړنوپه پايلوکښې په کومه کچه تلفاتو اوخساراتوته اماده ګي لري . ديادوني وړده چې دروسيې جمهور ررئيس ولاديميرپوتين هم دروسيې دخلکوسره داکتوبرپر ۱۹ مه په مخامخ ټلويويزوني پروګرام کښې دايران په پلوۍ داخبره په ډاګه وويل چې دايران دهستوي لانجې دپوځي حل پلويان غواړي ايران وډاروي ،مگر هغوئ نه ډاريږي .ژباړونکی دريانوستي دخبر له مخي دغه جنرال دې ټکي ته هم اشاره وکړه او څرګنده يې کړه چې ددښمن ديرغل په مقابل کښې به دايران لخوا سمدلاسه دتوغنديوپواسطه په مسلسله بڼه يودم ددښمن پرپه نښه سويو مرکزونوواروسي . پدې ورستيو وختو کښې ايران دخپل هستوي پروګرام په اړونددنړيوالولخواتر سخت فشارلاندي راغلى دی،مګر سره له هغې هم ايران ديورانيومو دغني کېدوپروسه پرمخ بيايي اودااعلانوي چې دوئ اټومي انرژي يوازي دسوله ييزوموخولپاره استعمالوي .مګر آمريکا اويوشميرنور هيوادونه داډار لري چي ايران غواړي زروي وسله جوړه کړي ،ځکه له ايران څخه غواړي چي دې کارته دپاي ټکی کښېږدي . دروان کال دسپټمبرپه نيمايي کښې په ډله ييزو رسنيوکښې داسي خبرونه خپاره سول چې ګويا دآمريکا متحده ايالاتو اداره د((۸ او ۱۰))مياشتوپه اوږدوکښې پر ايران باندي دپوځي يرغل اوبم اوريوپلانونه تر ډير ي جدي څېړني اومطالعې لاندي نيولي دي . هغوئ ددې ګام دپورته کېدواساسي لامل دابولي چې دايران دهستوي پروګرام دکنګل کېدوپه موخه ډيپلوماټيکي هڅي کومي لاسته راوړني نلري اوله ناکامۍ سره مخامخ دي ،له دې کبله اړينه ده چي دزورپه اسرتعمال ايران دې ته مجبورسي تر څوديورانيومودغني کېدوڅخه لاس په سرسي . داکټوبر ۲۲ نېټه :ИТАР-ТАСС داترتاس دخبر له مخي داکټوبرپر ۲۲ نېټه :په هغه ليک کښې چي دايران دبهرنيوچارو وزيرمنوچهرمتکي خپل فرانسوي سيال دفرانسې دبهرنيوچارووزيرته لېږلی راغلي دي چې (( ايران به دهستوي پروګرام دپلي کېدوڅخه ډډه ونه کړي ،ايران به هيچاته اجازه ورنکړي چې دسوله ييزو موخولپاره ايران داټومی ټکنا لوژۍ دلرلوڅخه محروم اوبې برخي کړي .په ليک کښي راغلي ،دغي موخي ته درسېدولپاره به دداسي تخنيک لکه دملګروملتونودسازمان دامنيت شورادامکاناتوڅخه داقتصادي بنديزيونواويانوروګواښونوپه بڼه استفاده به هم کومه ګټه ونلري .)) متکي په خپل ليک کښې داټکی په ګوته کوي چي ((دايران داسلامي جمهورريت پر خلاف يوطرفه بنديز ونه کوم چي فرانسه دهغه دپلي کېدولپاره اروپايي هيوادونه هڅوي دملګروملتونودسازمان له اساسنامې سره مغايرت لري . دژباړونکی تبصره : داټکی بايد له نظره ليري ونه غورځول سي چي ممکن ايران دخپل هستوي پروګرام دکنګل کېدوپر سرخبرو ځنډېدونه اساسي موخه داوي چې دا امکان ترلاسه کړي تر څويورانيوم داسي غني کړي چې کيدا ى سي له هغوڅخه دزروي او اټومي وسلوپه جوړېدوکښې کار واخلي .که داسی نه ده ،نورښتياهم ولي ايران حاضر نسو چي دحرارتي انرژۍ دتوليدلپاره يورانيوم پسله هغه چي دروسيې په فابريکو کښې په ټاکلې کچه غني ايران ته راوړل سي .اوله بلي خوادامسله چې نږدې دوه کاله کېږي چي دايراني چارواکو ،داټومي انرژۍنړيوال سازمان او اروپايي ټولنې داستازوتر منځ خبري تر اوسه لاهم معينې نتېجې ته ندي رسېدلي ،اوهره ورځ ايراني چارواکي نوي ،نوي خبري (طرحي او وړانديزونه )مطرح کوي . پدې ډول داټوله پروسه ځنډول ددې ښکارندوئ دی چي ايران له يوې خوا دنړيوالي ټولني سره ګويادهستوي پروګرام په هکله خبري کوي اوله بلي خوادهستوي پروګرام په برخه کښې دنوو برياوو خبر ورکوي . بله مسله چي افغاني چارواکي او اړونده اداري ورته جدي پاملرنه وکړي هغه داچي څه موده وړاندي يوايراني جنرال په جګ اوازداخبره هم وکړه چي که آمريکاپر ايران يرغل وکړي نودوئ به پرنورو سيمو سر بېره په افغانستان او عراق کښې هم دآمريکاپر پوځي مرکزونوګذاروکړي . متاسفانه زموږ دهيوادجګ پوړو چارواکو اودبهرنيو چارووزارت دغه ګوت څنډنه له نظره وغورځول اوپر دغه ايراني اخطار يې غوږونه کاڼه واچول .خوتېره هفته دهرات په ښارکښې کله چې دايران دبهرنيو چارو وزيردايکو په نړيوال کنفرانس کښې دبرخي اخيستو لپاره راغلی وداښاغلی وزيردافغاني لوري دځانګړو پاملرنواودښاغلي کرزي اودبهرنيوچارودوزيردپټوستر ګودملاتړسره په جګه غاړه او لوړاواز په ټوله سپين سترگۍ دخبريالانو سره په خبروکښې اعلانوي چې : ((اميدواريو زموږ دښمنان دافغانستان خاوره زموږپر خلاف استعمال نکړي ))،مګرمتاسفانه همدا ښاغلی وزير داهيروي چې خپله خاوره يې په رڼاورځ دا۳۶کاله دافغانستان دبېگناه خلکوپر خلاف استعمالول او همدا اوس يې افغان کډوالوته ايران په دوږخ بدل کړى ..پدې هکله يو بل وخت .ژباړونکی . ------------------------------------------------------------------------------- په دوهمه ګڼه کښې ١- سرليکنه ............................................... ٢- وسلوال طالبان د يوه ځواک په توګه ........... ٣- د څښتن تعالى (ج) ستر حکمتونه .............. ٤- د نامتو اديب او څېړونکي ......................... ٥- پرموږ هم ژوندون .................................. ٦- سيستان په آريانا کښې ............................ ٧- دوئ ، دوئ دي او موږ ، موږ .................... ٨- تصوف ................................................. ٩- ايران تيار دى يرغل ته په ........................ ١٠- بي پلاره اختر ...................................... ١١- په هلمند کښې د افغان ښو ..................... ١٢- په ښځو کښې د رحم د سرطان .............. ١٣- بې پلاره اختر .......................................
------------------------------------------------------ |
|
: سرليکنه د ملي يووالي په موخه په ګران هيواد افغانستان کښې له تېرو درېو لسزيزو تراژيديو او اوسنيو بحراني او کړکيچنو
حالاتو څخه افغان ولس ته په ميراث کښې هغه څه پاتي دي چي ددنيا والو په وړاندي يې را
څرګندول د شرم وړ خبره ده . اداري فساد ، غلاوي ، وژني ، انسان تښتوني د زور واکو لخوا د بې وسو پر ملکيتونو خېټه اچول او نور
جنايې جرمونه خو که څوک په ژورناليزم کښې کار کوي او يا په بل عبارت سرو کار يې له مطبوعاتو
سره وي نو ريښتيا ده چي داسي ترخه واقيعتونه به وويني چي د انسانيت مفهوم لا د هغه له درک کول
و څخه محروم پاتي کېدالى سي چي ددغو پېښو او پديدو رابرسېره کول او څېړل هم يو پراخ زړه او
ريښتوني ايمان ته اړتيا لري ځکه چي د ناورينونو او بدبختيو عاميلين خپله هغه وحشي او ځنګلي
حيوانات او جنايتکاره ځناوران دي چي همدا اوس ، اوس د لويو برسېره پر کوچنيو چوکيو هم ناست
دي او په عامه توګه د خلکو په مال ځان او ملکيتونو لوبي کولاى سي . او وار په وار د ډېرو سترو جنايتونو او خيانتونو مرتکب سوي هم دي چي دداسي مسايلو په را
څرګندولو او هغه ملي خيانتونو او جنايتونو چي د ګران هيواد ملي او تاريخي ارزښتوونو ته يې زيان
اړولى وي ، ژبنۍ او توکميزي ايډيالوژۍ ته يې د تعصب لمن وهلې وي سيستان جريده د نورو ملي
او افغاني رسنيو تر څنګ تر خپله وسه وسه د ژورناليزم په درستو او پوره اصولو د مقننه قوې تر
غوږونو او سترګو پوري رسولو کښې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي ،جدې او ګړندي قدمونه
اوچتوي او د نړۍ تر ګوټ ، ګوټ پوري به يې ورسوي او لا نور به يې هم رسواکاندي . تر څو ورو ، ورو د جنايتونو کچه کښته سي د ټوپک او باروتو پر ځاى قلم او کاغذ ته لاره اواره سي او د راتلونکي نسل لپاره د پراخ زهنيت
او پرمختګ مفکوره بيا له سره د ورانو ودانيو په شان ورغول سي او په افغانستان کښې يو ښکلى او عادل نظام بقا ومومي . د افغانانو د نېکمرغۍ او ازادۍ په هيله : ادراه ----------------------------------------------------------- احمدنويد (نظري) د باركزيولويه ناوه پدې وروستيوكښې دكابل ښاردڅوپرله پسې ځانمرګو بريدونوله امله افغان ولس اندېښمن سوي دى . اودا اندېښنه لري چي ګواكي حالت به تردې هم په تاوتريخوالي واوړي ،څه موده مخكښې دكابل دامنيه قوماندانۍ په وړاندي يوځانمرګى بريدوسوچي له امله يې زيات دولتي او نادولتي كسان مړه اوټپيان سول،چي داپه كابل كښې يوازنۍلويه ځان وژونكې چاودنه وه،پدې نژدوورځوكښې دكابل ښاردبهارستان په سيمه كښې ديوې سېنمامخي ته يوځانمرګى بريدوسوچي له امله يې لږترلږه شپيته كسان مړه اوټپيان سول ،چي اكثره قربانيان يي دملي اردوافسران وه . چي دياد سوى ځانمرګى بريد پړه طالبانو په خپل غاړه واخيستله . طالب وياندقاري يوسف چي تل دخبري رسنيوسره دطالبانوپه وياندويې خبري كوي ويلي چي دوئ به پخپلوبريدونوكښې دروژې مباركي په مياشت كښي زياتوالى راولي اوراوستى يې هم دى چي ترنورومياشتوپدې مياشت كښې دده په ويناچي جهاد دلويوعباداتوپه څېردى . ددغي چاودني څخه درې ورځي وروسته دتلي دمياشتي په لسمه دسه شنبي په ورځ دكابل په قنبرڅلورلاري كښې يوه بله چاودنه هم وسوه چي پكښې لږ تر لږه دولس تنه ملكي اوغيرملكي كسان ووژل سول چي ددې چاودني پړه هم دطالبانو ډلي پخپله غاړه واخيستله اوويې ويل چي ترڅوپوري بهرني ځواكونه په افغانستان كښې وي دوئ به خپل هر ډول بريدونوته دوام وركړې په كابل كښې دبهرنيوځواكونولخوايوازي دابريدونه غندل سوى دي اودوژل سويوكسانودكورنيوغړيوته يې تسليت ويلى دى ،ددي نه داسي ښكاري چي يوازي بهرني ځواكونه دابريدونه غندي اودمخنيوي توان يي نلري ،همدارنګه دافغانستان دملي دفاع وزارت وياندظاهرعظيمي دبي بي سي سره په يوې مركې كښې وويل چي دوئ نسي كولاى دځانمرګوبريدونوڅخه په ټوليزه توګه مخنيوى وكړي . پوښتنه دلته پيداكيږي چي ولي دافغانستان دولت اودبهرنيوځواكونوائتلاف ورځ په ورځ مخ په ضُعف دى ؟ اياداخبره به دافغانستان دولت اوبهرني ځواكونه مني چي نورطالبان ورته يوسترګواښ اويوپياوړى قوت دى؟ دافغانستان دولت څوڅوځلي وسلوالو طالبانوته دخبرواتروبلنه وركړې ده خوطالبانوددولت وړانديز په كلكه ردكړى اوداشرط يي وړاندي كړى چي دبهرنيوځواكونوپه ستون كښې به هيڅكله دخبروميزته حاضرنسي . د يو شمېر پوځي کارپوهانو په باور په افغانستان کښې د ټولو جنګ جګړو او تاوتريخوالي حل يوازي ددواړو لورو تر منځ خبري اتري دي کنه يوازي په هلمند کښې تر نهه زره زيات بريټانوي او د نورو هيوادونو سرتيري ميشت دي او د هلمند زياته برخه لا اوس هم د وسلوالو طالبانو په لاس کښې ده او پکښې امنيتي وضعه ډېره نا ارامه ده . پدې وروستيوكښې افغان ولسمشرحامدكرزي پخپله ويلي كه دطالبانودپخواني رژيم د مشرملاعمراو د اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حكمتيار استوګنځايونه رامعلوم واى نوزه به خپله هلته دخبروكولو لپاره ورغلى واى،خوطالبانوداځل هم دحامدكرزي خبري ردكړې اوپخپل دريزباندي چي د بهرنيانو وتل دي له افغانستان څخه اوويلي يي دي چي دوئ دواك سره كومه علاقه نلري اونه غواړي چي واك ترلاسه كړي،اودايي يوازنۍ غوښتنه ده . دطالبانودرژيم دنړېدلووروسته كله چي دامريكادمتحده ايالاتو ددولت په ملاتړحامدكرزى واك ته ورسيد اونوې اداره رامنځه سوه نوپه لومړيودووكلنوكښې په افغانستان كښې امنيت ډاډمن وواوخلك راتلونكي ته ډيرخوشبين وه اوافغان دولت هم ډېرملاتړي درلودل خودجمهوري رياست دټاكنونه وروسته داسي ګمان كيدى چي په هيواد كښې به امنيت لاټينګ اوډاډمن سي خوپه دولت كښې داداري فساد،رشوت اودنااهلوكسانوګمارل په لويوچوكيوباندي داهرڅه معكوس كړل اوطالبانو دافغان دولت اوبهرنيوځواكونو پر ضد بريدونه ډېركړل دخلكواودولت ترمنځ واټن مخ په ډېرېدوسو اوپه جنوبي ولاياتوكښې يوځل بياڅوولسوالۍ دطالبانولاس ته ورغلي او پوځي کار پوهان په دې باور دي چي په خپل کنترول کښې يې ساتلاى سي .
------------------------------------------------------------------- --------------------------------------------------------------------- ٩٣٧٩٩٠٦١٣٢٥ + مسئول چلوونکى:عبدالودودهجران ٩٣٧٩٩٤٥١٤٧٩ + مرستيال چلوونکى: احمدنويدنظري ٩٣٧٩٩٢٣٢٤٢٨ + دوېش مسئول: مطيع الله مينه پال sulgay.blogfa.com zarka.blogfa.com ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــ ــــ احمدنويدنظري --------------------------------------------------------------
|
|
لومړى پاڼه بريښناليک آرشیف |
| دجريدي په اړه |
سيستان په هلمندکي خپلواکه جريده ده چي دعبدالودودهجران اواحمدنويدنظري په زيارپه اتومخونوکي خپريږي.
|
| مخکنى ليکني |
|
1/12/2008 - 1/20/2008 12/26/2007 - 1/11/2008 12/13/2007 - 12/21/2007 10/27/2007 - 11/12/2007 10/23/2007 - 10/29/2007 |
| پيوندونه |
|
داحمدنويدنظري انځوريزويبلاګ داحمدنويدنظري کلتوري،هنري اوادبي ويبلاګ دعبدالودودهجران اډبي اوکلتوري ويبلاګ داحمدشاه پاڅون ادبي ويبلاګ دعزيراحمدتسل ادبي ويبلاګ |
|
RSS
|