![]() |
![]() |
|
| سیستان په هلمند کی خپلواکه جريده |
|
دميوندغزاپه ١٨٨٠ کي د کندهار دميوندپه ولسوالي کي پېښه سوه٠ انګريز پوځ دنومبر پر ٢١ دډونالډ سټوراټ په مشري پښين ته داخل سول او په ١٨٨٠ کال د اپريل په لومړي نېټه يې اعلان وکړ چي کندهارله افغانستان څخه جلا سواوشيرعلي د مهردل خان زوی يې خپل ګوډاګی والي وټاکی٠ په١٨٨٠ کال د جون په مياشت کي علماوو غازي ايوب خان په خپله ګډه فتواسره خپل امير وټاکی او دده په نامه سکه ووهل سوه اوخطبه ولوستل سوه٠ دميوندجګړه د همدې کال دجولای پر ٢٧ نېټه باندي ونښتل، په دې جګړه کي ١٣٠٠٠ انګريزي پوځيان مړه او يو جګړن د مک لاين په نامه باندي ژوندی ونيول سو٠ په ميوند کي دانګريزانو د ٦٦ نمبر کنډک څه د پاسه ټول سرتيري مړه او يو تن يې په تيښته بريالی سواو په دې جګړه کي دافغان شهيدانو شمېر څه دپاسه ٧٠٠ تنه وو٠ او بيا هم په ١٨٨٠ کي انګريزانو پر غازي ايوب خان باندي بريد وکړ چي له مقاومت سره سره ايوب خان شاتګ ته اړ سواو داميرعبدالرحمن خان په خيانت ايوب خان کندهار او هرات دلاسه ورکړل او ايران ته ولاړی٠ په ١٨٨٧ کي ايرانيانوايوب خان د انګريزو کونسل ته وسپاري چي بيا د تل د پاره په راولپنډی کي پاته سو،اونوموړی غازي په ١٩١٤ کي وفات اودده دوصيت سره سم په پيښور کي خاورو ته وسپارل سو٠ په دوهمه جګړه کي ١٤٠ زرو انګريزي پوځيانو برخه درلودل چي بيا يې هم ٣٠٠ پوځيان مړه ا و څه دپاسه ٤٠ ميلونه پونډه مالي زېان ورورسيدی چي په دې ډول د ميوند غيرتي جګړې ګران افغانستان له تجزيې څخه وژغوری او د ستر کندهار د ٨٨٨ ورځو بېلتون يې ختم کړی٠ ملالۍ پیغله دميوند دجګړي ريښتنې اتله ده چي په خپلو دې خوږو او احساستي ټپيو يې دميوند جګړه بری ته ورسول٠ که په ميوند کي شهيد نه سوې خدايږو لاليه بي ننګي ته دي ساتينه غازي ايوب خان،جنرال تاج محمد،ملا يحي اخندزاده ترين،مير بچه خان او ستره ملالي دميوندجګړې له مشهوروسرتيرو او ملي اتلانو څخه دي٠ پښتون بهرامزی |
|
شعر هغه څه دى چې په زړه ولګېږي او
خوند درکړي .طبعاًپکار ده چې ښه تصوير،ښه خيال او نوى مضمون بايد ولري او په اصطلاح زړې بابولالې نه وي .تصادفاً ستا تر دې پوښتنې څو شېبې مخکې
مې د سحر صاحب دا شعرپه بېنوا ډاټ کام کې ولوست ، خوند يې راکړ .دغسې شعر يادوم د سحر
صاحب د شعر بېلګه : |
|
د هلمند د ولايتي شورا يو غړى همدانن ماښام هغه مهال ووژل شو ، کله چې له جومات څخه کورته په
لاره و . د هلمند والي اسدالله وفا د لړم په ١٥ مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغه ولايت د ولايتي شورا
غړى حاجي دين محمد د دوه نامعلومو وسلوالو له خوا په لښګر ګاه کې ووژل شول . وفا، زياته کړه چې دين محمد د نهر سراج په سيمه کې د ماښام له لمانځه څخه وروسته له جوماته
کورته په لاره و چې تر بريد راغى . د هلمند د ولايتي شورا مرستيال قربان علي ارزګاني هم دغه وژنه تاييد کړه . د دغه بريد مسووليت تراوسه چاپه غاړه نه دى اخيستى . د وژل شوي وکيل يو دوست چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ، پژواک ته وويل چې دين محمد
له هيچا سره شخصي دښمني نه درلوده . د هلمند والي دغه وژنه د سولې د دښمنانو کار وباله خو په دې اړه يې چاته په خاصه توګه ګوته ونه
نيوله . دا لومړى ځل دى چې په هلمند کې د ولايتي شورا وکيل د وسلوال بريد نښه ګرځول کېږي .
دنومبر اومه ٢٠٠٧
احمدنويدنظري |
|
لومړى پاڼه بريښناليک آرشیف |
| دجريدي په اړه |
سيستان په هلمندکي خپلواکه جريده ده چي دعبدالودودهجران اواحمدنويدنظري په زيارپه اتومخونوکي خپريږي.
|
| مخکنى ليکني |
|
1/12/2008 - 1/20/2008 12/26/2007 - 1/11/2008 12/13/2007 - 12/21/2007 10/27/2007 - 11/12/2007 10/23/2007 - 10/29/2007 |
| پيوندونه |
|
داحمدنويدنظري انځوريزويبلاګ داحمدنويدنظري کلتوري،هنري اوادبي ويبلاګ دعبدالودودهجران اډبي اوکلتوري ويبلاګ داحمدشاه پاڅون ادبي ويبلاګ دعزيراحمدتسل ادبي ويبلاګ |
|
RSS
|