تبليغاتX
سیستان
سیستان په هلمند کی خپلواکه جريده

پداوروستيوکي په هلمندکي بيلابيلورسنيوپه کارپيل کړۍ.

 

چي يوه ښه بيلګه يي دسيستان جريده چي دپيليدويي نږدي څلورمياشتي

 

کيږي،همدارنګه دبْست جريده چي څه باندي ديوه کال راهيسي کارکوي.

 

اويوه دولتي جريده چي دهلمندپه نامه لدي ولايت نه خپريږي .

 

دبګړۍ اودروغتياپلوشي مجلي هم ددي ولايت نه خپريږي.

 

چي په بګړۍ کي فرهنګي مسائل چاپيږي اوپه روغتياپلوشي کي روغتيايي

 

مسائل خپريږي.

 

په هلمندکي پنځه ږغيزي رسنۍ سته چي دري يي سيمه ايزي دي اودوه

 

نوريي لکه آريانا اوآرمان راډيوګاني په ټول هيوادکي نشرات لري.

 

دهلمنددږغيزورسنيونومونه:١-سيمه ايزه دلتي راډيو،٢-سباوون،

٣-سمون.

ددي ترڅنګ پدي ولايت کي يوسيمه ايزدولت ټلويزيوني چينل کارکوي

 

اوهمدارنګه دري نورټلويزيون لکه :آريانا،طلوع اولمر چي په ټول هيوادکي

 

ليدل کيږي.

 

ديادوني وړده چي په نږدي راتلونکي کي دهلمنددپوهني رياست يوه جريده

 

خپروي چي پکښي به تعليمي موضوعات خپريږي.

 

احمدنويدنظري

+ ليکل سوۍ په  12 Jan 2008ساعت 12 PM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری | 

سيستان د هغې خپرونې نوم دى چې په دې وروستيو کې له هلمند څخه په اتو مخونو

 

 کې خپره شوې ده او تر بْست پنځلس ورځنۍ وروسته دا دويمه خپلواکه جريده ده چې

 

 په  دې ولايت کې چاپېږي، پګړۍ هغه مجله ده چې تر دا مهاله پورې يې ٨ ګڼې چاپ

 

 شوي او بست فرهنګي ټولنه يې چاپوي.

 

 دغه راز هلمند اخبار هم اوس په وونۍ کې يوځل چاپېږي چې دولت اخبار دى او اوس

 

 يې په څرنګوالي کې ډېر مثبت بدلون هم راغلى دى.

 

په سيستان خپرونه کې هر راز کلتوري، هنري او ادبي ليکنې راغلي چې چلوونکو يې

 

 ژمنه کړې او ويلي يې دي چې دا خپرونه به تر پايه پورې په خپل مالي لګښت سره

 

 چاپوي.

 

عبدالودودهجران ددې خپرونې مسوول مديردی او احمدنويدنظري يې مرستيالي

 

 کوي .

 

که له هلمند ولايت څخه له يوې خوا د جنګ جګړو، نښتو او بمباريو رپوټونه خپرېږي،

 

 په فرهنګي ډګر کې يې هم څه ناڅه کار روان دى چې تر يوه بريده سړي ته ډاډ ورکولاى

 

 شي.

 

 

دتاندانترنټي پاڼي څخه                                                            www.taand.com

                                                                                  

احمدنويدنظري

+ ليکل سوۍ په  7 Nov 2007ساعت 8 AM  پورته کوونکۍ احمدنویدنظری |